• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

په کور دننه او بهر افغانان د اګست ۱۵مه توره ورځ بولي، خو ندا محمد ندیم یې «فتح» ګڼي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۱

په داسې حال کې چې په کور دننه یو شمېر افغانان او په ځانګړې توګه بهر مېشتي کابو ټولو افغانان د اګست ۱۵مه یا د طالبانو د بیا واکمنېدو ورځ، یوه توره ورځ بولي خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مشر ندا محمد ندیم بیا وایي، هر افغان باید خپل ځان ته د «فتحې» مبارکي ووايي.

ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) د پروان پوهنتون په یوه فراغت غونډه کې وویل، «د افغانستان مسلمانانو په روان جهاد کې لویه قرباني ورکړې، دا فتح یوازې د طالب لپاره نه، دا یوازې د شیخ صیب لپاره نه، دا د هر افغان لپاره فتح ده، د هر افغان لپاره دا مبارکي پکار ده، هر افغان ویلی شي چې دا فتح دې ماته مبارک وي.»

100%

د ندیم دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په کور دننه یو شمېر افغانانو دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ بللې او ځينو لا پر لارو او دېوالونو په لیکلي بڼه د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره توره ورځ بللې ده.

100%

له دې سربېره کابو ټولو بهر مېشتو افغانانو او په ځانګړې توګه سیاستوالو د هر ممکنې لارې په استفادې دغه ورځ د افغانانو لپاره توره ورځ بللې او ورسره یې له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان په مسایلو کې بې پروا پاتې نشي او د افغانانو د حقوقو د اعادې په برخه کې لاس په کار شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

انځوریز راپور: کندهار کې د طالبانو د واکمنۍ څلورم کال په مراسمو کې د پوځي نندارې نشتوالی

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو واک ته رسېدلو څلورم کال په مناسبت سږ په کندهار کې د تېر په شان پوځي یا د درنو تجهیزاتو ننداره تر سره نه شوه. د ورځې په اوږدو کې یوازې د رینجرو او شخصي موټرو واړه واړه کاروانونه، چې یو شمېر وسله‌ وال او ملکي کسان پکې سپاره وو، د ښار له اصلي سړکونو تېر شول.

د معلوماتو پر بنسټ، دا د تېرو څلورو کلونو له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې په کندهار کې رسمي پوځي ننداره نه ترسره کېږي.

په نورو ولایتونو کې هم «پوځي رژه» نه وه، خو رسمي مراسم په کابل کې دننه نیول شوي.

ځایي سرچینې وایي، ورته پوځي نندارې سږکال په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم ونه لېدل شوې.

د دې ترڅنګ د ورځې تر پایه په کندهار کې عامه غونډه ونه لیدل شوه.

د کندهار څخه بېلابېلو سرچینو د نن ورځي انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رالېږلي.

د کندهار ښار عمومي سړک عام وګړي او طالب پلوه د دغه ډلې له بیرغونو سره
100%
د کندهار ښار عمومي سړک عام وګړي او طالب پلوه د دغه ډلې له بیرغونو سره
کندهار ښار له ښاریانو سره د جمهوریت او طالبانو ګډ بیرغ
100%
کندهار ښار له ښاریانو سره د جمهوریت او طالبانو ګډ بیرغ
کندهار ښاریان او طالب جنګیالي
100%
کندهار ښاریان او طالب جنګیالي
کندهار کې یو شمېر ښاریان د طالبانو واکمنۍ څلورم کال نمانځنې پر مهال د فلسطین له بیرغ سره
100%
کندهار کې یو شمېر ښاریان د طالبانو واکمنۍ څلورم کال نمانځنې پر مهال د فلسطین له بیرغ سره
کندهار ښاریان د طالبانو دا ډول نمانځل غيري اصولي او ویرونکي ګڼي
100%
کندهار ښاریان د طالبانو دا ډول نمانځل غيري اصولي او ویرونکي ګڼي
کندهار: شهیدانو څلور لارې
100%
کندهار: شهیدانو څلور لارې
د طالبانو د بري ورځ: د طالب نظامیانو پر ځای د عامو خلکو نمانځل
100%
د طالبانو د بري ورځ: د طالب نظامیانو پر ځای د عامو خلکو نمانځل
د طالبانو په نظامي موټرو کې ماشومان
100%
د طالبانو په نظامي موټرو کې ماشومان

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو میاشتو راهیسې دا خبره تکراروي چې «له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزت باید بېرته ترلاسه شي» او راتلونکې مرستې دې له همدې شرط سره وتړل شي.

هغه دا څرګندونې د ۲۰۲۵ د جنورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې د یوې وینا پر مهال هم بیا وکړې.

په ورته مهال، د طالبانو یو شمېر غړیو د ټولنیزو شبکو پر پاڼو د ژېړو بوشکو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې «ټرمپ دې راشي او خپلې وسلې دې یوسي».

د کلیزې په مناسبت د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د «اسلامي واکمنۍ د نعمت» د قدردانۍ غږ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې «ناشکري» به د سخت الهي عذاب سبب شي.

هغه همداراز امر کړی چې له وزیرانو او چارواکو دې د «سرپرست» ټکی لېرې شي، څو د ادارې «دایمي» بڼه وښوول شي.

د ژغورنې مجمع او ملي مقاومت شورا: طالبان د پردیو له خوا پر افغان ولس تپل شوې پروژه ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د اګست د ۱۵مې په مناسبت په یوې ګډې اعلامیه کې د اګست ۱۵مه یوه ملي فاجعه ګڼلې، او په وینا یې په دې ورځ د جمهوري نظام په نسکورېدو سره افغانستان یو ځل بیا د «تحجر» او «استبداد» په تیارو کې ورغورځېد.

په دې اعلامیه کې راغلي چې، په دغه ورځ، د طالبانو «مستبده» ډله پرته له هر ډول ولسي او سیاسي مشروعیت څخه، د بهرني ملاتړ او د ځینو کورنیو کړیو د «خاینانه» چوپتیا له مخې پر کابل واکمنه شوه، او هېواد یې له ولسواکۍ، پرمختګ او بشري حقونو څخه واړاوه.

یادې مجمعې او شورا ویلي، «دا ورځ یوازې یوه سیاسي پېښه نه، بلکې د یوې انساني او تاریخي تراژیدۍ په توګه یادوي چې پایلې یې لا تر اوسه د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو، او قومي او مذهبي لږکیو په ژوند کې روانې دي.»

په دغه ګډه اعلامیه کې په ډاګه ویل شوي، چې د طالبانو «رژیم» د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او دوی سیاسي، اخلاقي او حقوقي مشروعیت نه لري،د طالبانو «مستبدې ډلې» له دین څخه د خپلو شومو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کړې او نه یوازې یې له دیني اصولو او ارزښتونو سره خیانت کړی، بلکې د دین‌پالو ټولنې ته یې هم زیان رسولی دی.

د اعلامیې له مخې، په معاصر تاریخ کې هېڅ دین ضده ډله پر دې نه ده بریالۍ شوې چې د دین او دیني عالمانو داسې منفور انځور د خلکو په ذهنونو کې جوړ کړي لکه چې دې دین‌ستیزې ډلې د تاوتریخوالي او افراطي تفسیرونو په مټ جوړ کړ.»

دغې مجمعې او شورا زیاته کړې، دوی ته د ښځو حقونه، مدني ازادۍ او د لږکیو حقوق سرې کرښې دي او په وینا یې طالبانو د ښځو ضد، قومي، تبعیضي او له ځپوونکو تګلارو سره نه یوازې د ټولنې بنسټونه په نښه کړي، بلکې د بشریت پر وړاندې یې مستند جنایتونه هم کړي دي.

د دغې ګډې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي، د طالبانو ټول تړونونه، فرمانونه او پرېکړې له هر ډول حقوقي او سیاسي اعتبار څخه بې‌برخې دي او په ملي او نړیواله کچه د تطبیق وړ نه دي.

په اعلامیه کې راغلي، «طالبان د پردیو له خوا پر افغان ولس تپل شوې پروژه ده؛ پروژه چې اوس د ماتې او ړنګېدو پر پوله ولاړه ده.»

په دغې ګډې اعلامیه کې د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو ویل شوي چې، مسکو په افغانستان کې د پخواني شوروي ښکاره تاریخي تېروتنه تکره کړې او په وینا یې روسیې په دې اقدام سره نه یوازې افغانستان بلکې د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ امنیت ته هم جدي خطر پېښ کړی دی، ځکه طالبان یوه ترهګره ډله ده چې د تاوتریخوالي او سخت دریځۍ اوږده مخینه لري.

د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شوراپه باور، په افغانستان کې د مشروع حکومت د نشتوالي له امله، د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره خوندي شرایط نه شته او په ځانګړي توګه د پخوانیو امنیتي ځواکونو او د تېر حکومت د چارواکو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

حلیم فدايي: طالبانو د سرپرست حکومت په ختمېدو د سیاستوالو د ګډ حکومت خوبونه سیلاب یووړل

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۱

په تېر جمهوري نظام کې پخواني والي حلیم فدایي وايي: «خوشحاله یم، چې طالب له خپل رژیم څخه د سرپرست لېبل لیرې کړ؛ ځکه هغه سیاستوال او مشران چې د طالب سره یې د ګډ حکومت خوبونه لیدل اوس یې خوبونه سیلاب یو وړل. نوموړي ویلي، چې طالبانو اوس خپله اصلي څېره ښکاره کړې.

د تېر جمهوري نظام پخواني والي حلیم فدايي د جمعه په ورځ (د زمري ۲۴مه) پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «طالبان باید خپله اصلي څېره ښکاره کړي، څو هغه کسان چې د سپي په څېر یې د دوی په دروازه کې د هډوکو تمه نیولې ده، تمې یې له منځه لاړې شي.»

هغه په خبره، چې طالب مشر منافقت نه کوي او څه چې یې په زړه وې هغه پر ژبه هم وايي.

فدايي لیکلي، چې د طالبانو مشر خپلې نظریې عملي کوي: «هغه وايي ښځې باید بندي وي، له کوره وتل یې حرام او سیاست کول یې غیراسلامي کار دی، همدا هم عملي کوي.

وایي د ښځو تعلیم نشته—عملاً یې بندوي. وایي بهرني جنګیالي زموږ د اسلامي وجیبې برخه دي، نو بیا یې په بشپړ درنښت کوربه توب هم کوي. وایي حکومت د ملا دی او بس. وایي ښځه یا د کور ده یا د ګور، نو په عمل کې همدا تطبیقوي.»

د فدايي په خبره، چې طالب مشر د دیموکراسۍ وعدې نه ورکوي، هغه خلیلزاد په مثال کې یاد کړی او زیاته کړې: «هغه د ازادۍ او ډیموکراسۍ وعدې نه ورکوي، لکه خلیلزاد، غرب مېشته لابي‌ګر او د جمهوریت پخواني ور تسلیم شوي. دا نور خلک د طالب اصلي سیاست د “فیشن ورژن” په بڼه نړۍ ته وړاندې کوي، خو ملاصیب د اصلي او بې رنګه نسخې وفادار دی.»

د دغه پخواني چارواکي په خبره، چې د طالبانو مشر ته اساسي قانون، ملي بیرغ او ملي سرود ارزښت نه لري او چاته د انتقاد حق هم نه ورکوي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو، مجازي طالب پلوو، رسنیزو فعالینو او کابل مېشتو په وعدو ونه غولیږو.

هغه زیاته کړې: « څه چې د کندهار مشر ملاصیب کوي، هغه د طالب اصلي نسخه ده. نور ټول یوازې “شو آف” او د نړۍ سترګو ته خاورې شېندل دي.»

نوموړي په دې لیکنه کې د چا نوم نه دی اخیستی او نه یې به اړه ښکاره څه ویلي دي.

افراسیاب خټک:د طالبانو په بیا راتګ سره د پرمختګ پر وړاندې تور دېوال ووهل شو

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک نن د جمعې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو له «سپړنه» خپرونې سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د تېرو حکومتونو نیت دا و چې دغه هېواد پر تعلیم سمبال وي، خو د طالبانو په بیا راتګ سره د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې تور دېوال ووهل شو.

افراسیاب خټک زیاتوي، واک ته د طالبانو بیا رسېدل د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ده، ځکه دغه هېواد د شاه امان الله خان له دورې هڅه کړې چې پرمختګ، سوکالۍ او سیالۍ ډګر ته راشي.

خټک زیاتوي، طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه اېستلې دي.

افراسیاب خټک وايي، «د طالبانو د دیکتاتورۍ د تورې تېره څوکه، جبر او استبداد د ښځو طرف ته ده او ښځې د افغان ملت او قوم د ملا تیر دي، ښځې کورنۍ سمبالوي، نو ملت سمبالوي، هغوی یې له ژونده اېستلي دي.»

نوموړی د طالبانو روانې کړنې تصادفي نه ګڼي بلکې په وینا یې، د طالبانو ملاتړو دا غوښتل چې افغانستان د یوه هېواد په توګه له هوډه وغورځوي.

افراسیاب خټک زیاتوي، «دا تصادف نه دی، طبعاً طالبان چې چا حمایه کړي د هغو برنامه دا وه چې افغانستان د یوه هېواد او ملت په توګه له هوډه وغورځوي، ځکه ګاونډیانو یې هم خپل پلانونه درلودل، پاکستان، ایران او ابر قدرتونو خپلې اجنډاوې درلودې او اوس داسې پرمختګ شوی چې د ډیورند دې غاړې ته یې هم تاثیر لیدل کېږي قبایلي سیمو کې د نجونو مکتبونه الوځول کېږي.»

د خټک په وینا، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د هغوی ملګري له پاکستانه هم افغانستان ته لاړل او داسې انګېرل کېږي چې بیا به دغه ستونزه مرکزي اسیا هېوادونو ته هم ورسېږي.

خټک وايي، «په پاکستان کې چې د طالبانو کوم ملګري وو هغوی ټول افغانستان تللي او غواړي چې هلته داسې سندونه د طالبانیزم ولګوي چې بیا مرکزي اسیا ته یې ولېږدوي نو په دې سره افغانستان نور هم مشکل شرایطو ته لاړ.»

دغه پښتون سیاستوال وايي، طالبان داخلي مشروعیت نه لري او دوی د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانانو د نظر پروا نه لري او هغوی د ټوپک په زور اراموي. په افغانستان کې قانون نشته، طالبان شریعت په خوله یادوي خو د شریعت په رڼا کې یې هم قانون نه دی جوړ کړی او په وینا یې هر وسله وال قومندان یې په خپله شریعت دی او څه چې کوي څوک یې نشي پوښتلی.

د نوموړي په وینا، طالبان چې په ملګرو ملتونو کې غړیتوب غواړي خو دوی د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې دولت چې په هغه کې مقننه قوا، اجراییه قوا او قضایه قوا وي، نه لري او دوی ټوپکماره ملیشه دي.

دغه پښتون سیاستوال د خپلو خبرو په وروستۍ برخه په ډاګه وايي، «زما یقین دی چې افغانان به له دغه دوره ووځي.»

په تېرو ۴ کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې کندهار هوايي ډګر لوټ شوی او اوسپنې یې پلورل شوي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۱

د کندهار هوايي ډګر چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان تر ټولو دویمه لویه پوځي اډه ګڼل کېږي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۳مه د طالبانو لاس ته ولوېده. دا هغه ورځ وه، چې د ښار د سقوط تر څنګ د سیمې د ستراتیژیکو پوځي زېرمو برخلیک هم بدل شو.

په کندهار کې د دې اډې د سقوط پر مهال ګڼ پاکستاني وګړي، بلوڅان او یو شمېر نور وسله وال د میدان مخې ته له وسلو سره ولاړ وو او د جمهوري نظام د پاتې وسلو، چورلکو او ګاډو په لیدو یې خوښۍ کولې.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو له پخوانيو پوځي او ملکي چارواکو او تر لسو زیاتو بېلابیلو سرچینو سره خبرې کړي او د سقوط پر مهال یې د ځینو خلکو د سترګو لیدلی حال هم را اخیستی.
په دې اډه کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پوځ سلګونه موټرونه، د زرګونو ټنو په کچه وسلې او مهمات، د هوايي لوا ځانګړي تجهیزات او ګڼ شمېر نور نظامي وسایل موجود وو.
دغه ټول تجهیزات چې د لوېدیځو هېوادونو په میلیاردونو ډالرو برابر شوي وو، په یوه شپه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلل او د افغانستان په معاصر پوځي تاریخ کې د غنیمت یوه بې‌ سابقه پېښه وشوه.
د واک د نیولو په لومړیو شېبو کې د طالبانو مشرانو د ښار پوځي چارې د سوېلي زون یوه پیاوړي قوماندان او هغه مهال د کندهار والي یوسف وفا ته وسپارلې.
وفا چې اوسمهال په بلخ کې د طالبانو والي دی او د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له خورا نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي، په لومړیو ساعتونو کې یې خپلې باوري ملېشې د ښار ټولو مهمو پوځي تاسیساتو ته واستولې. موخه یې دا وه چې د افغان پوځ پاتې شونې وسلې، زغروال موټرونه، ټانکونه، مخابراتي وسایل او نور مهم تجهیزات ژر تر ژره راټول او د هغه لپاره یې خوندي کړي.

د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر سقوط وروسته
100%
د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر سقوط وروسته

که څه هم د کندهار قول اردو او نورو مهمو اډو نیول په چټکۍ ترسره شول، خو هوايي ډګر لا هم د طالبانو د بشپړ کنټرول لاندې نه وو راغلی.
د سقوط په لومړیو ورځو کې ځینې پخواني لوړپوړي چارواکي او نظامیان په دې هڅه کې وو، چې د هوايي ډګر له لارې کابل ته لاړ شي، ځکه هوايي ډګر لا هم طالبانو په خپله ولکه کې نه وو راوستلی.
د یاد ډګر له نیولو سره سم، د سیمې خلکو د کندهار ښار په سړکونو کې داسې زغروال موټرونه، درنې نظامي لارۍ او ځانګړي ټرانسپورټي وسایط ولیدل چې تر دې وړاندې یې هېڅکله نه وو لیدلي.

100%

په همدې مهال، ډېری موټرونه او نور تجهیزات د یوسف وفا د کسانو له خوا پاکستان ته لېږدول کېدل، چې هغه وخت یې د طالبانو د ځینو غړیو له خوا هم شکایتونه راپورته شول.
سرچینې وايي، چې دغه تجهیزات په پاکستان کې د څو چینلونو له لارې وپلورل شول.
یوه برخه یې د پاکستاني ځواکونو تر ولکې لاندې راغله او بله برخه د یوسف وفا د اعتماد وړ کسانو ته وسپارل شوه، چې د پوځي بازارونو او اوسپنې په فابریکو کې یې وپلوري.

د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر سقوط مخکي
100%
د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر سقوط مخکي


زغروال موټرونه د پرزو په توګه وپلورل شول، د فولادو او اوسپنې په فابریکو کې پرې کړل شول او ځینې حساس وسایل، لکه د شپې لید دوربینونه، مخابراتي سیسټمونه او د ډرون پرزې د منځني ختیځ او سوېلي اسیا په تورو بازارونو کې په لوړه بیه وپلورل شول.
سرچینې وايي، چې د کندهار هوايي ډګر د طالبانو لاس ته لوېدل یوازې یو تاکتیکي پرمختګ نه وو، بلکې د افغانستان د هوايي او ځمکنیو عملیاتو د توازن بشپړ ړنګېدل وو.
د کندهار د هوايي لوا یو پخوانی جنرال وايي: «هغه تجهیزات چې د افغان پوځ د معاصرې جګړې د ملا تیر جوړول، په څو اوونیو کې یا له منځه یوړل شول او یا له هېواده بهر کړل شول.»
د دې پېښې پایلې یوازې د کندهار لپاره نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره د ستراتیژیکې کمزورتیا یوه بېلګه ده، چې لا یې اغېزې محسوسېږي.

د کندهار د هوايي‌ډګر د سقوط پر مهال یو شمېر پاکستانیان او بلوڅان په هوايي‌ډګر کې
100%
د کندهار د هوايي‌ډګر د سقوط پر مهال یو شمېر پاکستانیان او بلوڅان په هوايي‌ډګر کې


افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د جمهوریت پر مهال د کندهار د والي له یوه مرستیال، د هوايي ډګر له یوه پخواني مشر او د هوايي ځواکونو له یوه قومندان سره پر دې موضوع خبرې کړي.
هغوی چې د امنیتي دلایلو له امله نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وایي چې له سقوط څو میاشتې وړاندې په زرګونه د الوتکو پرزې، په لسګونه کانټینر مهمات، له بهرنیو ځواکونو پاتې عصري موټرې، په زرګونه تخنیکي وسایل او ډېر نور تجهیزات موجود وو، چې اوس له منځه تللي او واکمنو طالبانو په لومړیو ورځو کې لوټ کړي او د اوسپنې په توګه یې پلورلي دي.
د جمهوریت پر مهال د کندهار د هوايي ډګر یو مسوول کس وايي: «د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال هغوی موږ ته په لسګونه کانټینر پرزې پرېښودلې، چې زموږ د شاوخوا ۱۵ کلونو اړتیاوې یې راپوره کولې، خو اوس هېڅ نه شته او ټول چور شوي‌ دي.»
د جمهوریت پرمهال د کندهار د ولایت مقام یوه مرستیال بیا ویلي، چې سلګونه موټر یوسف وفا، د استخباراتو مشر عبدالرشید منیت او د طالبانو د هوايي لوا قومندان فتح الله منصور په ګډه پاکستان ته اړولي او یا یې همدلته په کباړ کې پلورلې دي.
نوموړي زیاته کړې: «بهرنیو ځواکونو په ډېر شمېر هغه عصري ګاډي پرېښي وو، چې کله ناکله به یې الوتکې پرې کشولې یا به یې د میدان دننه له یوه ځایه بل ځای ته انتقالولې. د سقوط پر مهال طالبانو ټول له منځه یووړل او بیا یې هېڅ پته ونه لګېده.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته، که څه هم د کندهار هوايي ډګر د طالبانو تر پوځي کنټرول لاندې دی، خو د هغه پخوانی ځواک، پرمختللي تجهیزات او د نړۍوالو معیارونو پوځي زېرمې یې له نیمایي هم کمې پاتې دي.
د دې مرکز د غنیمت کیسه د افغانستان په نوې جګړه ییز تاریخ کې د یوې داسې شېبې په توګه پاتې ده، چې له هغې وروسته د هېواد د دفاعي وړتیا مسیر د تل لپاره بدل شو.
د کندهار د سقوط په ورځو کې د طالبانو لوړپوړي مشران لکه قیوم ذاکر، صدر ابراهیم، ملا برادر، ملا یعقوب او یو شمېر نور له بېلابېلو سیمو په سقوط بوخت وو او د ښار د سقوط د څارنې او عملیاتو لپاره یې دومره فرصت نه درلود.
په همدې حال کې، یوسف وفا د کندهار د نظامي وسایلو د لوټ او انتقال په بهیر کې لومړنی او اصلي لوبغاړی و، چې په پراخه کچه یې وسلې، موټرونه او نور تجهیزات پرله‌پسې پاکستان ته لېږدول.
له دې سره، د افغانستان انټرنشنل - پښتو سرچینې وایي چې په دې لړ کې د طالبانو د هوايي لوا نوی قوماندان فتح الله منصور (د ملا اختر محمد زوی) هم فعاله ونډه لرله.
هغه چې وروسته د هوايي لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو، د تجهیزاتو په راټولولو او ساتلو کې یوسف وفا ته ځانګړې مرستې وکړې.
هغه مهال د کندهار د استخباراتو او وروستیو کې د کندوز د استخباراتو مسوول عبدالرشید منیب هم د وسلو په انتقال کې فعاله ونډه لرله او هر څه به یې په شراکت او همغږۍ ترسره کول.
یاد درېیو کسانو یو هدف تعقیبوه، چې د کندهار لوړې پوځي زېرمې لوټ کړي او له سیمه ییزو ځواکونو سره یې ووېشي.
خو دا وسایل یوازې پاکستان ته نه وو انتقال شوي؛ بلکې یوسف وفا د خپل باور وړ سیمه‌ ییزو قوماندانانو او وسله‌ والو ته هم د تجهیزاتو ځانګړې برخې ورکولې.
دغه کړنه د طالبانو په دننه کې د ځواک د وېش او کاري پلورنځیو جوړولو ته زمینه برابره کړه، په ځانګړې توګه له هغه وروسته چې د ملا هبت الله د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړه شوه، چې د دغې ځانګړې قطعې لپاره هم د کندهار د وسلو او موټرو تر ټولو غوره او پرمختللې برخه ځانګړې شوه.
له همدې امله، د جمهوریت د دورې هغه نیمایي نظامي موټرونه، وسلې او تجهیزات چې د کندهار په پوځي مرکزونو کې موجود وو، یا اوس ورک دي او یا ورته د لاسرسي جدي ستونزه شته.
د کندهار د هوايي ډګر او پوځي اډو دغه سترې غلاوې او د تجهیزاتو وېش نه یوازې د سیمه ییزو پوځي عملیاتو وړتیا کمزورې کړې، بلکې د طالبانو دننه د واک د وېش لپاره هم یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
دغه وضعیت د دې ښکارندویي کوي، چې څنګه د نظامي شتمنیو پر سر د طالبانو دننه هم د ولکې او نفوذ سیالۍ په پرله‌ پسې توګه روانه ده، چې دا کار بیا د سیمې امنیتي ثبات ته جدي زیانونه اړوي.
د کندهار د نظامي تجهیزاتو دا سترې غلاوې او وېش د افغانستان د وروستیو کلونو د جګړې له لویو تراژیدیو او د واک د ناسمو استعمالونو له څرګندو بېلګو ګڼل کېږي.
تاسو د سپوږمکۍ په اخیستل شویو انځورونو کې لیدلی شئ، چې پخوا د کندهار په هوايي ډګر کې څومره تجهیزات او موټر موجود وو، خو وروسته ټول وړل شوي دي.
هغه مهال د کندهار د استخباراتو ویاند جواد یاسر هم پر ټولنیزو رسنیو د کندهار پر چارواکو نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې پاکستان ته د تجهیزاتو له لېږدولو ډډه وکړي.
خو د طالبانو د استخباراتو پخواني مشر عبدالرشید منیب او د هغه مهال والي یوسف وفا نوموړي ته دسیسې جوړې کړې او ان هغه یې په زندان کې په وهلو کې تر مرګه ورساوه.


په افغانستان کې شاوخوا نیم میلیون وسلې ورکې شوې، وپلورل شوې یا قاچاق شوې


د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د دوو لسیزو په اوږدو کې د امریکا له خوا تر ۱.۶ میلیونه زیاتې سپکې او درنې وسلې او پوځي تجهیزات دغه هېواد ته ورکړل شوي وو.
خو پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته یو لوی شمېر دغه وسایل یا ورک شوي، قاچاق شوي یا په تور بازار کې پلورل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د وروستیو راپورونو له مخې، د پخواني افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وسلو نیمایي برخه د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو له دې نیمایي زیات شمېر وسلې ورکې دي.
دغه ورکې شوې وسلې په احتمال سره په تور بازار کې خرڅې شوي یا ښايي د ترهګرو ډلو لکه القاعدې لاس ته ورغلي وي.

په کندهار کې د هوايي ډګر د سقوط وروسته په لومړیو ورځو کې د هوايي‌ډګر مخ
100%
په کندهار کې د هوايي ډګر د سقوط وروسته په لومړیو ورځو کې د هوايي‌ډګر مخ


کندهار چې پاکستان ته نږدې پروت ولایت دی او دلته د وسلو زيرمې زیاتې وې، د یوسف وفا له خوا پاکستان ته د وسلو او تجهیزاتو له ډالۍ سره سره ویل کیږي، چې د پخواني افغان پوځ وسلې د «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پالو لاسونو ته هم رسېدلي دي.
د وسلو د ورکېدو په اړه څېړنې ښيي، چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته، د افغان پوځ او پولیسو ډېری تجهیزات له منځه تللي یا د قاچاق په لارو وړل شوي دي.
په ځانګړې توګه د افغانستان د بېلابېلو برخو نظامي اډې لکه د کندهار هوايي ډګر چې په دوو لسیزو کې تر میلیونونو ډالرو ارزښت لرونکي تجهیزات پکښې راغونډ شوي وو، د طالبانو تر واک لاندې راغلي او ډېر تجهیزات یې له هېواده بهر قاچاق شوي یا پلورل شوي دي.
د دې وسلو او تجهیزاتو له ورکېدو او قاچاق څخه د سیمه‌ ییزې امنیتي وضعې د خرابوالي د پراخېدو ګواښ هم راپورته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې راپورونه ښيي چې د وسلو د ورکېدو، قاچاق او پلورل کېدو مسایل تر اوسه هم په دوامداره توګه څېړل کېږي، خو د شواهدو پراخوالي او پیچلتیا له امله د بشپړ انکشاف مخه ډیره سخت ده.

کندهار کې د وسلو بازار؛ له ازاد بازاره تر پټې سوداګرۍ

په کندهار کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لومړیو میاشتو څخه یو پراخ او فعال د وسلو بازار منځ ته راغلی وو، چې په کې نوې او کارول شوې امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات په ازاده توګه پلورل کېدل.
دا بازار چې په سیمه کې د بې‌ ساري پوځي تجهیزاتو د راکړې ورکړې مرکز وو، په خاص ډول د هغو وسلو پر شاوخوا راڅرخېده چې تر ډېره د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو یا د «سی ای اې» تر څارنې لاندې کارول کېدې.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له راتګ تر یو کال وروسته کندهار کې وسلې په ازاده توګه په بازار کې موجودې وې، خو د وخت په تېرېدو سره دغه ازاد بازار ورو ورو مخ پر پټه سوداګرۍ بدل شو.
اوس د وسلو پېر او پلور په عامه توګه نه کېږي، بلکې د واټس اپ او نورو ټولنیزو شبکو له لارې په پټه ترسره کېږي.
د وسلو دغه سوداګري په سیمه کې د شتمنو اشخاصو، سوداګرو او ځینو سیمه‌ ییزو قوماندانانو ترمنځ د اړیکو له لارې روانه ده.
دوی د هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو د پېر او پلور په برخه کې فعال دي چې اکثره یې د امریکایي پوځ او ځانګړو ځواکونو له زیرمو پاتې دي.
دغه وسلې د کندهار د مخکیني حکومت پر وخت افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوې وې او ډېرې یې د جګړو پر مهال یا د افغان ځواکونو له مرکزونو څخه ترلاسه شوې دي.
په دې بازار کې د وسلو ډولونه له سپکو او منځنیو ټوپکونو څخه نیولې تر پرمختللو وسلو، موټرو او حتی پرمختللو پوځي تجهیزاتو پورې شامل دي.
دغه وسلې د پاکستان او نورو ګاونډیو سیمو بازارونو ته هم قاچاق کېږي او د وسله‌والو ډلو لاس ته رسېږي.
د وسلو دغه پټه سوداګري د کندهار او شاوخوا سیمو د امنیتي وضعیت لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي.
د وسلو له پراخ شتون او نامعلوم وېش سره، د سیمې وسله والې ډلې لا پسې قوي کېږي او سیمه‌ ییز ثبات له جدي ګواښ سره مخ کېږي.
په همدې حال کې طالبانو هم هڅه کړې چې د وسلو د پټې سوداګرۍ مخه ونیسي، خو د دې بازار د پیچلتیا، پراخوالي او د پټې سوداګرۍ د لارې د مخفیانه عملیاتو له امله تر اوسه بریالي شوي نه دي.

افغانستان د امریکا د پاتې شویو وسلو ستر پلورونکی دی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې افغانستان د امریکا د پاتې شویو وسلو تر ټولو لوی پلورونکی دی.
د هغه په وینا، امریکا په افغانستان کې سلګونه زره سپکې وسلې او زرګونه موټر پرې ايښي چې اوس په سیمه کې په پټه توګه پلورل کېږي.
د سیمه‌ ییزو هېوادونو په ګډون پاکستان هم د دغو وسلو د خپرېدو له امله اندېښمن دی، ځکه وسله‌ والې ډلې د دې وسلو په مټ پر پاکستاني پوځ بریدونه کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښيي چې وسله‌ والې ډلې او د طالبانو سیمه‌ ییزقوماندانان د جګړې په وخت کې نیول شوې وسلې ساتي او تور بازار کې په لوړه کچه وسلېخرڅېږي.
په هلمند کې کلاشینکوف ټوپکونه، اېم۱۶ او اېم-۴ وسلې په زرګونو ډالرو پلورل کېږي.
دغه وضعیت د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي او د وسلو د کنټرول لپاره نړېوالې هڅې لا هم دوام لري.
په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو ارزښت تر ۱.۷ میلیاردو ډالرو اټکل شوی
امریکايي چارواکو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پرمختللو وسلو یادونه کړې ده، خو د امریکا د دفاع وزارت د دې وسلو حقیقي ارزښت شاوخوا ۱.۷ میلیارد ډالره اټکل کړی دی.
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر«سیګار» د راپورونو پر بنسټ، په دوو لسیزو کې افغان پوځ ته د ۸۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات ورکړل شوي وو.
له دې وسلو څخه ۱.۶ میلیونه یې د بېلابېلو جګړو پر مهال کارول شوې، خو د له منځه تللو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.
طالبان دغه وسلې د خپلو پوځي پریډونو لپاره کاروي او د خپل بریا نښه یې بولي؛ خو سږ کال طالبانو په ډېرو ولایتونو کې دغه وسلې او مهمات نندارې ته وړاندې نه کړل.
د طالبانو چارواکي دا وسلې د جګړې غنیمتونه ګڼي او وایي، چې د هېواد د دفاع او د هر ډول بهرني اقدام د مخنیوي لپاره به یې کاروي.
امریکايي پوځي کارپوهان باور لري چې پاتې شوې وسلې دومره پرمختللې نه دي لکه څنګه چې د ټرمپ له لوري ادعا شوې ده او د هغوی د بېرته ترلاسه کولو لګښت د اصلي ارزښت په پرتله ډېر دی.

طالبان د امریکا وسلې بېرته نه سپاري؛ د لا نورو تجهیزاتو په تمه


د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبان د هغو امریکايي وسلو بېرته ورکولو نیت نه لري چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له واک نیولو وروسته یې لاس ته ورغلې دي، بلکې برعکس، د داعش ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره د لا پرمختللو هوایي ظرفیتونو په لټه کې دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په تازه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو مشران د هوایي ځواک ارزښت ښه پېژني او غواړي د جګړې په ډګر کې یې د خپلې برلاسۍ لپاره وکاروي.
د وسلو د کنټرول ترڅنګ طالبان هڅه کوي هغه تجهیزات او چورلکې بېرته ترلاسه کړي چې د جمهوریت له سقوط وروسته ګاونډیو هېوادونو ته وړل شوې وې.
په دې لړ کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې ازبکستان اعلان وکړ چې اووه امریکايي بلک هاک چورلکې امریکا ته سپاري، خو د طالبانو دفاع وزارت دا اقدام «د نه منلو وړ» وباله او له ازبکستانه یې د افغانستان ته د سپارلو غوښتنه وکړه.
تاریخ ښيي چې دا موضوع نوې نه ده. امریکا په ۱۹۸۰ لسیزه کې مجاهدینو ته سټېنګرتوغندي ورکړي وو، خو وروسته یې د بېرته ترلاسه کولو لپاره میلیونونه ډالر مصرف کړل چې ځینې یې آن د ایران لاس ته ورغلي وو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له وتلو وروسته که څه هم پنټاګون ادعا کړې وه چې پاتې شوي تجهیزات یې له منځه وړي، خو په تېرو درې نیمو کلونو کې طالبانو په امریکايي وسلو سمبال پوځ جوړکړی او د سیالو ډلو په وړاندې یې پوځي برلاسی ترلاسه کړی دی.
د جمهوریت په دوره کې د افغان هوايي ځواک تر ۲۳۵ پورې الوتکې لرلې، چې په کې ۴۰ بلک هاک او ۶۳ روسي اېم-ای ۱۷ شاملې وې. اوس د طالبانو حکومت وایي چې د دوی تر واک لاندې۶۰ الوتکې شته، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شمېر ۴۰ وو او نورې هم رغول کېږي.
دوی د اېم-۱۷ترانسپورتي چورلکو، اېم-۲۴ بریدګرو او اېم ډي-۵۰۰ بڼې چورلکو څخه فعاله ګټه اخلي.
د افغان پوځ پخواني جنرالان وايي، طالبان نه یوازې له پاتې شوو وسلو ګټه اخلي، بلکې پر ځینو یې نوي تجهیزات هم لګولي دي، لکه پر اېم-۱۶ ټوپکونو د شپې لید دوربینونه.
که څه هم د امریکا د سینټکام پخواني قومندان جنرال کینت مک کینزي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه اعلان کړی وو چې لسګونه زغره وال موټرونه او ۷۳ الوتکې له فعالیته غورځول شوې دي، خو د دفاع وزارت پخواني چارواکي وایي چې د هاموې پرزې اوس هم په تور بازار کې شته او په کور دننه رغول کېدای شي.
د طالبانو دفاع وزارت د سل تر ۱۵۰ زره پوځ د جوړولو ادعا کوي، خو د وسلو او تجهیزاتو دقیق شمېر نه افشا کوي.
له دې سره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د دفاع وزارت له جوړښت بهر یو خپلواک ځواک هم روزلی، چې د لسګونو زرو کسانو په درلودلو سره، د طالبانو د نظامي ماشین یوه جلا او قوي برخه بلل کېږي.
طالبان هر کال د اګسټ ۱۵ مه د خپل بري ورځي په نوم نمانځي او د یو لړ مراسیمو پر مهال د جمهوریت او امریکايي ځواکونو پاته وسلې، تجهیزات، وسایل او بېلابېل نظامي توکي د نمایش په ډول نندارې ته وړاندي کوي.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له امریکايي وسلو سره د طالبانو پوځي ننداره نه شي زغملی، طالبانو په بګرام کې د خپلې واکمنۍ د څلورم کال د نمانځنې په ترڅ کې له امریکايي وسلو سره پوځي ننداره ونه کړه.
د امریکا ولسمشر څو ځله نارضایتي څرګنده کړې چې امریکايي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې او طالبان یې په خپلو پوځي نندارو کې کاروي.
بل خوا د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت په تازه مرکه کې ویلي چې ټرمپ د دې ډلې د نظامي نندارو په اړه حسادت کوي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان به د بګرام کنترول هېڅ هېواد ته نه سپاري