• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام اباد کې د طالبانو سفیر: افغان کډوال د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې رغنده ونډه لري

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۸ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، چې په پاکستان کې مېشتو کډوالو نه یوازې دا چې چا ته یې زیان نه دی اړولی؛ بلکې د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې یې هم رغنده ونډه اخېستې ده.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت پر فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سردار احمد شکېب او د دغه هېواد د سرحدي سیمو وزیر امیر مقام سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
دغه لېدنه کتنه پاکستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر فلیپو ګرانډي تر سفر وروسته د افغان کډوالو په وضعیت کې د پرمختګ او د هغوی ستونزو د رسېدو په اړه شوې ده.
امیر مقام په دغې کتنه کې ویلي، دوی نه غواړي په زوره افغان کډوال له پاکستانه وباسي؛ بلکې د هغوی لپاره د باعزته ستنېدنې غوښتونکي دي او له طالبانو یې غوښتنه دا ده، چې د دغو کډوالو د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.
سردار احمد شکېب پاکستاني وزیر ته ویلي، چې دوی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر له سفره خوښ دي او د خپل ګاونډي هېواد څخه یې غوښتنه دا ده چې د کارټ لرونکو کډوالو د مېشتېدا موده دې نوره هم وغځوي چې دوی وشي کړای د خپلو ستونزو له هوارولو وروسته خپل هېواد ته په عزت سره ستانه شي.
نوموړي د داسې یوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز هم کړی، چې له مخې یې د افغان کډوالو د ستنولو له پاره ارزښتناکه تګلاره جوړه او د هغې له مخې د کډوالو د ستنولو چارې تنظیم شي.
خو لا هم هره ورځ ګڼ افغان کډوال په زوره د تورخم او سپین بولدک له لارې اېستل کېږي او بې اسناده کډوال لا هم د پاکستان بېلابېلو زندانونو ته استول کېږي.
په پاکستان کې مېشت کډوال د پاکستان پر حکومت د نیوکو تر څنګ د طالبانو په ناکامې ډیپلوماسۍ هم نیوکې کوي، چې په سختو شپو ورځو کې د دوی لاس نیوی نه کوي او د نورو هېوادونو پر وړاندې ناکامه ډیپلوماسي پر مخ بیايي.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۳

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۴

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۵

طالبانو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۹زره ډېر کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۳۲ GMT+۱
د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۹زره ډېر کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو څلورو ورځو کې نهه زره او ۷۳۰ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کډوال (د چنګاښ له ۱۹مې تر ۲۲مې) د نیمروز ولایت د ورېښم پله، د هرات ولایت د اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.
په دغو څلورو ولایتونو کې سرحدي امریتونو ویلي، ۹۵ کورنۍ چې ټولټال ۵۳۲ تنه کېږي د تورخم له لارې، ۱۵۲کورنۍ چې ټولټال ۸۲۱ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او په ایران کې مېشت څلور زره او ۷۹۷ تنه د هرات اسلام کلا او درې زره او ۵۸۰ تنه د نیمروز د ورېښم پل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې راستانه شوي کډوال په کډوالو ادارو کې تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام ته ورپېژندل شوي دي.

تېره اونۍ د پاکستان کابینې پرېکړه کړې، هغه کډوال چې د «پي او ار» کارټونه لري کولی شي چې د ۲۰۲۵ کال (د جون تر ۳۰مې) پورې په پاکستان کې پاتې شي.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر په پای کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي او د هغوی د (پي او ار) کارټونو موده دې وغځول شي؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ تېره ورځ وویل، چې بې اسناده افغانان به له دې هېواد څخه و اېستل شي.

یوې ناپېژانده ډلې د ایران د فارس په ولایت کې د افغان کډوالو پر کار ځای برید کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱
یوې ناپېژانده ډلې د ایران د فارس په ولایت کې د افغان کډوالو پر کار ځای برید کړی
100%

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې یوې ناپېژانده ډلې د شپې ناوخته د فارس ولایت د مرودشت ولسوالۍ په درود زن په کلي کې د دوی پر کار ځای برید کړی او هغوی یې په «چړو او کوتکو» وهلي ډبولي دي.

هغوی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ تنه افغان کاریګر ټپيان شوي دي.
دغه کډوال وايي، دغو ناپیژانده کسانو له برید وروسته، د هغوی پیسې او ټیلیفونونه له ځانه سره وړي دي.
هغه انځورونه او ویډیو ګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، څو تنه ټپي شوي کسان په کې ښکاري چې په ټپي حالت کې په وینو لیت پېت په یوې کرونده کې پر ځمکه پراته دي.
په دغو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې امبولانسونه د ټپیانو د لېږد لپاره سیمې ته رسېدلي دي.
دغو کډوالو ویلي، چې (د چنګاښ په ۲۱مه) «لاتانو» د شپې نا وخته د دوی پر کار ځای برید وکړ.

د دغو کډوالو په وینا، «د لاتانو سره وسله، چړې او کوتک» په لاسونو کې و چې پر دوی یې برید وکړ.
هغوی له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د دغې پېښې عاملان دې ونیسي او د قانون سره سمه سزا دې ورکړل شي.
دغو افغان کډوالو وویل، چې ټپیان دا مهال د شېراز په مرودشت په روغتون کې بستر شوي او تر درملنې لاندې دي.
تر اوسه ایراني چارواکو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې پر افغان کډوالو په ایران کې برید کېږي.

د راپورونو له مخې، په تېرو وختونو او کلونو کې له افغان کډوالو سره ورته چلند شوی، وهل شوي، ډبول شوي؛ خو تر اوسه په دې اړه نه څوک نیول شوي او نه هم چا ته سزا ورکړل شوې.

د طالبانو سفارت: پاکستان پر میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو مخه نیولې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۱
د طالبانو سفارت: پاکستان پر میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو مخه نیولې
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې پاکستان دغه هېواد ته پر میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د طالبانو سفارت ویلي، چې د تورخم، سپین بولدک او خرلاچي په لارو کې د افغان سوداګرو لارۍ درول شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې، پاکستان یو داسې پلان تصویب کړ چې له مخې یې موټر چلوونکي باید پاکستان ته د ننوتلو لپاره لنډمهاله اسناد ولري.

اوس په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت له پاکستانه غوښتي چې د موقتي اسناد تر بشپړ کیدو پور دې د افغان سوداګرو د میوو او سبزیو لاریو ته اجازه ورکړي چې خپل وروستي منزل ته ورسیږي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه سفارت یو پلاوي د جمعې په ورځد پاکستان د سوداګرۍ وزارت له یو چارواکي سره کتلي او له دغه هېواده یې غوښتي چې د مېوو او سبزیو ۳۰۰لاریو ته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړي.

د طالبانو پلاوي د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو موسم ته په اشارې سره د افغانستان پر صادراتي توکو د اضافي مالیاتو د لګولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو ویلي، چې د مالیاتو زیاتوالی افغان بزګرانو او د پاکستان کورني بازار ته زیان رسوي.

د طالبانو سفارت وايي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ د دفتر مشرې مېرمن ماریا کازي یادو لاریو ته د اجازې ورکولو په اړه هوکړه کړې او ډاډ یې ورکړی،‌ چې د موقتي اسنادو د صادرولو بهیر به چټک شي او د افغان لاریو چلونکو ستونزې به حل کړي.

د طالبانو د سفارت پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ سند (PTA) تر نهايي کېدو پورې د تېرو کړنو په پام کې نیولو سره دغه معافیتونه یو ځل بیا عملي کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو او طالبانو د مارچ په میاشت کې ویلي و، چې د سوداګریزو موټرو چلوونکو ته د موقتي اسنادو د ورکولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د موټر چلوونکو د ویزو، پاسپورټونو او له کرښې د تیریدو پر سر شخړې د تورخم دروازه څو ځلې تړلې ده.

پاکستان د پولې په اوږدو کې هر ډول تګ راتګ د ویزې او پاسپورټ پر لرلو پورې مشروط کړي دي.

د ان ار سي مشر: ډيپلوماتان دې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره افغانستان ته ستانه شي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۱
د ان ار سي مشر: ډيپلوماتان دې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره افغانستان ته ستانه شي
100%

د ناروې د کډوالو شورا، ان ار سي، مشر له بهرنیو ډیپلوماټانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د نجونو د تعلیم او د لږکیو د حقونو د ساتنې په موخه افغانستان ته ستانه شي.

یان ایګلند وویل، چې په افغانستان کې مرستندویه ډلې د بودجې له کموالي سره مخامخ او تر پراخ فشار لاندې دي.

تر دې مخکې د برتانیا د حکومت د مرستو د څارنې د یوې ادارې مشر هیو بیلي ویلي و، چې هېواد یې باید په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور ولري څو له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي او په دغه هیواد کې د خپلو مرستو اغېزمنتیا وڅاري.

د هیو بیلي د څرګندونو په غبرګون کې د ناروې د کډوالو شورا مشر د جمعې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې بریتانیا او نور نړیوال مرستندویان باید خپل ډیپلوماتان کابل ته راستانه کړي.

هیو بیلي ویلي و، چې په کابل کې د لویدیځو هیوادونو نه شتون د مرستندویه موسسو کارونه ډیر ستونزمن کړي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر د هیو بیلي د خبرو په تاییدولو سره لیکلي دي: «ډیپلوماتان باید بیرته راشي او دلته له موږ سره د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د نجونو د تعلیم او د اقلیتونو د حقونو د ساتنې لپاره مبارزه وکړي.»

يان ایګلند وویل، چې ناټو په ۲۰۲۱ کال کې ۴۰ میلیونه افغان ملکي وګړي یوازې پرېښودل او اوس مرستندویه ډلې د مرستو په رسولو کې "ډېرې یوازې دي، د بودجې له کموالي سره مخامخ دي او ټر ډیر فشار لاندې دي. "

د ناروې د کډوالو د شورا مدیر مارتين هارتبرګ هم د بريتانيا د بشري مرستو د ارزونې په راپور کې په افغانستان کې د دغه هېواد د حضور د پياوړتيا هرکلى کړی.

مارتین هارتبرګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ودې او ملاتړ لپاره د بریتانیا د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د ناروې د کډوالو شورا مدیر په دې اعلامیه کې ویلي، چې د ښځو په مشرۍ کوچني کاروبارونه د ماهرو کارګرانو په موندلو او مالي خدمتونو لکه پورونو او پانګونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي.

کله چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، غربي ډیپلوماتان له افغانستانه ووتل.

د عمران خان ګوند د پاکستان په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱
د عمران خان ګوند د پاکستان په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړې
100%

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ حکم وکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند په پارلمان کې د شلو اضافي مخصوصو څوکو وړ دی، هغه څه چې د دغه هیواد په کمزوري ایتلافي حکومت یې فشار زیات کړی دی. په دې توګه د عمران خان ګوڼد په پرالمان له ټولو نورو ګوندونو ډیرې څوکۍ لري.

د خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندیدانو د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د ازادو کاندیدانو په توګه سیالي وکړه او د ټاکنو غالب شول. دا کار وروسته له هغه وشو، چې محکمې په ټاکنو کې د تحریک انصاف د برخه اخیستو مخه ونیوله. دغه ګوند تر نورو هغو ډیری څوکۍ وګټلې خو د ټاکنو کمیسیون وویل، چې خپلواک کاندیدان ۷۰ ځانګړي څوکیو د ترلاسه کولو لپاره په شرایطو برابر نه دي، ځکه چې دغه ځانکړې څوکۍ د سیاسي ګوندونو لپاره دي.

د ټاکنو کمیسیون پریکړه وکړه چې ځانګړې څوکۍ دې د نورو ګوندونو تر منځ وویشل شي، چې ډیر یې په واکمن ایتلاف کې شامل دي.

مشر قاضي فائز عیسی د حکم لوستلو په وخت کې وویل: "د یو سیاسي ګوند په توګه، د تحریک انصاف ګوند د خپلو ځانګړ څوکیو د ترلاسه کولو حق لري." دغه پریکه د اتو قاضیانو له خوا تایید شوې، خو پنځو قاضیانو ورسره مخالفت کړی دی.

د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د پریکړې نه وروسته خبریالانو ته وویل، چې د ۲۳ مخصوص څوکیو ورکول د لومړي وزیر شهباز شریف ایتلافي حکومت په پارلماني اکثریت اغیزه نه کوي.

واکمن ائتلاف لا هم د ولسي جرګې د ۳۳۶ غړو له ډلې څه باندې ۲۰۰څوکۍ په واک کې لري. د خان د ګوند څوکې تر پرېکړې مخکې ۸۴ وې، او تمه کېږي چې تر ۱۰۰ډېرې شي.

د پاکستان د ټاکنو د قوانینو له مخې، ګوندونو ته د هغو څوکیو د شمېر په تناسب چې ګټلې یې دي، ۷۰ مخصوصې څوکۍ هم ورکول کیږي- ۶۰ د ښځو او ۱۰ د غیرمسلمانو لپاره ځانګړې شوې دي. دا د پارلمان ټول ټال ۳۳۶څوکۍ پوره کوي.