• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د ګازو او برېښنا د لوړو بیو له امله د ټوکر ۱۰۰ لویې تولیدي کارخانې تړل شوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د رخت د توليد فابريکو د ټولنې یو شمېر سرچينې وايي، چې د پېسو نړۍوال صندق او د پاکستان حکومت د ناسمو پاليسیو له کبله ډېرې فابرېکې تړل شوې دي. په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د برېښنا او ګازو بيې ۱۷۰ سلنه لوړې شوې دي.

جيونيوز د یکشنبې په ورځ د پاکستان د ټوکر جوړولو او توليد فابرېکې د يو شمېر سرچينو له قوله ليکلي، چې د ټوکرانو جوړولو د ۵۰ کارخونو په ګډون ۱۰۰ لويي فابريکې تړل شوي او زرګونه کسان بې دندو شوي دي.

سرچينې د برېښنا او ګازو د بیو د لوړوالي اړوند وايي: « په ۲۰۲۲ کې د برېښنا کیلو واټ په ۱۶ کلداري و، چې اوس په ۴۲ شوی او په ۲۰۲۲ کې فابريکو ته یو کيلو ګاز په ۱۴ کلداري ورکول کېده، چې اوس په ۴۰ شوی دی.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې په دوو کلونو کې د ټوکر صادرات له ۱۹ میليارډو ډالرو څخه ۱۶ ميليارډ ډالرو ته را ټيت شوي دي.

باید وویل، شي، چې تېره مياشت د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د صنعت کارخونو لپاره د برېښنا په برخه کې څه باندي لس کالداري کمښت اعلان کړی و.

ډېر لیدل شوي

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»
۱

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۲

د قوش‌تیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۳

امریکا او منځنۍ اسیا په ګډه اعلامیه کې افغانستان له پامه غورځول شوی

۴

په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

۵

بدخشان د طالبانو ضد وسله‌وال مقاومت پر مهم مرکز بدل شوی