د امریکا د استخباراتو مشرې ومنله چې د ټرمپ په ساتنه کې پاتې راغلي

د امریکا د استخباراتو مشرې د ولسي جرګې د څار کمېټې ته په وینا کې ومنله چې، اداره یې د امریکا د ولسمشرۍ پر نوماند ټرمپ د ډزو په مخنیوي کې پاتې راغلې. خو، کیمبرلي چیټل د دواړو ګوندونو غوښتنې رد کړې چې د هغې استعفا یې غوښتې وه.