د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره: د زرګونه بې برخلیکه کډوالو غوښتنلیکونه څېړل کېږي

د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي، د هغو زرګونو کډوالو غوښتنلیکونه به وڅېړل شي چې د شړلو په درشل کې دي. ایوټ کوپر ژمنه وکړه، په هوټلونو کې به د هغو کډوالو د اوسېدلو بهیر ودروي چې ډېر لګښت پرې راځي.