د رویټرز نظرپوښتنه: هاریس د امریکا په ټاکنو کې له ټرمپ څخه دوه سلنه مخکې ده

د رویټرز/ایپسوس نظرپوښتنه ښیي چې کاملا هاریس د جو بایډن له سیالۍ څخه له وتلو وروسته په ټاکنو کې له ډونالډ ټرمپ څخه دوه سلنه مخکې ده. د دغې نظرپوښتنې له مخې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوې، د هاریس پلویان ۴۴ سلنه او د ټرمپ ۴۲ سلنه دي.