• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار: په افغانستان کې د ښځو او لږکیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۳ زمری ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۵۰ GMT+۱

د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ویلي، په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو وضعیت د اندېښنې وړ دی. ډونلډ لو وایي، تر هغه چې د افغانانو حقونو ته درناوی نه وي شوی له طالبانو سره یې اړیکې عادي حالت ته نه شي ستنېدلای.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې هغې کمیټې ته وړاندې کړې، چې د سوېلي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د بودجې په اړه د بحث لپاره رابلل شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي له افغان طالبانو هم غوښتي، چې د دوی په بند کې ټول امریکايي بندیان خوشې کړي.
هغه په دغې کمیټه کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته امریکا د افغانستان سره یواځینی مرسته کوونکی هېواد دی.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته واشنګټن له افغانستان سره له ۱۷.۹ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
له بل پلوه د دغه کمیټې یو استازي براډ شېرمن ډونلډ ټرمپ په درواغ ویلو تورن کړ.
هغه ویلي، د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال په ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ته مرګ ژوبلې د نه اوښتو خبره دروغ ده.
هغه زیاته کړې، دغه دروغ د متحده ایالاتو د ۶۳ سرتېرو یادونو ته سپکاوی کوي چې د هغه د ادارې پرمهال وژل شوي وو.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

د فرانسې ولسمشر: افغان مېرمنې دې راتلونکې ته هیله‌مندې اوسي

۳ زمری ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر ویلي، چې هره ورځ افغان ښځې او نجونې له افغانستانه د امریکا د وتلو د پرېکړې بیه پرې کوي. ایمانوېل مکرون د افغانانو ځواکمنتیا ته په اشارې سره له افغان مېرمنو او نجونو وغوښتل، چې «راتلونکې ته هیله منې اوسي.»

د فرانسې ولسمشر ازادۍ راډیو ته په مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ یې خپره کړه، وویل:« هر څه چې مو په واک کې لرل هغه مو ترسره کړل، له دې پرېکړې وروسته (د امریکا له وتلو وروسته) د کډوالو د منلو او د خلکو د ساتنې لپاره مو هر څه وکړل.»

هغه ومنله، چې افغان ښځې او نجونې له دې پرېکړې اغېزمنې شوې او هره ورځ يې بيه پرې کوي.

د فرانسې ولسمشر د افغانانو ستاينه وکړه او ويې ويل:« زه په دې هم پوهېږم، چې ستاسو خلک څومره پياوړي دي.»

مکرون زیاته کړه:« زه غواړم دا پیغام د افغانستان ښځو او نجونو ته ورسوم، چې د راتلونکې لپاره هیله‌مندي ولري.»

فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې پر طالبانو فشار راوړی، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه پای ته ورسوي.

خو داسې ښکاري، چې طالبانو له بهرنیو فشارونو سره، سره انعطاف نه دی ښودلی.

د ښځو کرېکټ اسیا جام؛ پاکستان لوبډلې د ۱۰ ويکټو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیا جام په سيالیو کې نن د پاکستان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۰ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. پاکستان د څلورو نومرو په درلودلو سره د دې سياليو د اول ګروپ په دویم مقام او متحده عربي اماراتو لوبډله بيا د جدول په پای کې قرار لري.

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسيا جام د سياليو د ۹مې لوبې پچه پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې وګټله او لومړۍ يې ډګر ساتنه او توپ اچونه غوره کړه.

د متحده عربي اماراتو ښځينه کرېکټ لوبډلې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۴ منډې هدف وټاکه.

پاکستانۍ توپ اچوونکو صديقې اقبال او نشرا سندو دوې - دوې لوبغاړې وسوځولې.

پاکستان ښځينه کرېکټ لوبغاړو د ۱۴.۱ اور کې په دوو پيليزو لوبغاړو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د لسو ويکټو په توپير وګټله.

د دې سياليو د لومړۍ ګروپ څخه هند ښځينه کرېکټ لوبډله د ۶ نومرو او پاکستان لوبډله د ۴ نومرو په لرلو د سياليو دویم پړاو ته لاره پېدا کړه.

ملا یعقوب: د دین او زموږ دوښمنان پرله پسې هڅې کوي، چې بې باوري رامنځته کړي

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع سرپرست وزير د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معیننيت په فراغت غونډه کې ويلي، چې «د دين او د دوی دوښمنان» پرله پسې هڅې کوي، چې د بې باورۍ فضا رامنځته کړي. ملا یعقوب مجاهد زياتوي، چې د دیني او عصري زده کړو کسان بايد په ګډه کار وکړي.

د طالبانو د فاع سرپرست وزير ملا یعقوب مجاهد د سې شنبې په ورځ همدې فراغت غونډه ته په وینا کې وويل: «دوښمن دومره هڅې وکړې او دومره امکانات يې په کار واچول، چې موږ په منځ کې بې باروي، بې اعتمادي رامنځته کړي.»

نوموړي که څه هم د کوم کس، ډلې او هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې همدا دوښمن په تېرو لسیزو کې د بې باروۍ په رامنځته کولو بريالی شوی و.

ملایعقوب مجاهد د کورنيو مشرانو ته په خطاب کې وويل، چې «هر کور باید په ديني او عصري برخه کې اولادونه وروزي، تر څو له هره کوره د يوالي ناره پورته او د دوښمن د تخريب هڅې ناکامه شي.»

مجاهد زياتوي، چې د بې باروۍ، بې اتفاقۍ، تخريب او یو د بل په وړاندي د درېدو ذهنيت بايد ورک شي.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د خورشید تلویزون یو پخوانی خبریال نیولی دی

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د خورشید تلویزیون پخوانی انځور اخیستونکی حسیب سادات نیولی دی. د دغه خبریال خپلوانو وویل، چې طالبانو شاوخوا لس ورځې وړاندې ښاغلی سادات نیولی او لا یې برخلیک څرګند نه دی.

د دغه خبریال خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) طالبانو له کوم دلیل پرته هغه له ځان سره بیولی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په وینا؛ د طالبانو له واکمنۍ مخکې حسیب سادات د خورشید تلویزیون لپاره د انځور اخیستونکي په توګه دنده ترسره کوله او له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د محتوا د جوړونکي په توګه په کار بوخت و.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو په ټول هېواد کې یو شمېر خبریالان د بېلابېلو دلایلو له مخې نیولي دي.

په دې وروستيو کې د دې ډلې استخباراتو په کندهار کې سيمه ييز خبريال محمديار مجروح نيولى چې تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو له حقونو څخه د سرغړونې ٨٩ قضيې، چې ٦٠ د ګواښونو او ٢٩ د نيولو قضيې په کې شاملې دي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې ثبت شوي دي.

په غزني کې یو کس خپلې دوې مېرمنې وژلي او د بلې پر مخ یې تېزاب شيندلي دي

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

سرچينې وايي، چې یو کس د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې مخکې خپلې دوې مېرمنې وژلې وې او اوس یې د درېيمې پر مخ تېزاب پاشلي او په سترګو يې ړنده کړې ده. په غزني کې د طالبانو امنيه قومندانۍ هم پېښه تايید کړې او د دغه کس د نيولو خبر يې ورکړی دی.

د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وايي، چې دوی د غزني د اندړ ولسوالۍ په مانجو کلي کې دغه کس نیولي دی.

طالبان وایي، چې نیول شوی کس د قرباه باغ ولسوالۍ د ګنګي کلي اوسېدونکی دی او تر پېښې وروسته یې د تېښتې هڅه کوله، چې ونیول شو.

د پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده؛ خو طالبان وایي، چې د نیول شوي کس څخه پوښتني رواني دي.

په دې وروستو کې د جنايي پېښو او کورنيو جنجالونو راپورنه زيات شوي، چې تر ډېره يې طالب امنيتي کسان هم په کابو کولو کې پاته راغلي.