د طالبانو کډوالو وزارت: له دوو زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوه زره او ۷۹ تنه کډوال له ایران او پاکستانه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال تېره ورځ افغانستان ته راستانه شوي.