د اولمپیک لوبو لپاره د داعش ګواښ؛ د فرانسې امنیتي ځواکونه د منځنۍ اسیا کډوال څاري

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل، امنیتي ادارې د منځنۍ اسیا لسو هېوادونو د کډوالو څارنه کوي، چې د المپیک لوبې د داعش له بریدونو وژغوري او له ځینو په دې اړه څېړنې هم شوې دي. جیرالډ ډارمنېن، د داعش خراسان څانګه تر ټولو خطرناکه ترهګره ډله بللې ده.