اتمر: بین الافغاني خبرې او سیاسي حل له افغان ښځو او مدني ټولنې پرته ناشونې ده

د پخواني حکومت د بهرنيو چارو وزیر وایي، چې بین الافغاني خبرې او سیاسي حل له افغان ښځو او مدني ټولنې پرته ناشونې ده. حنیف اتمر دغه خبرې په جرمني کې د ډېموکراسۍ او سولې تر عنوان لاندې د کلتوري ډېپلوماسۍ د انستیتیوت له لوري جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.