• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجره امید غورځنګ: په افغانستان کې روانه تراژیدي د نجونو په سترګو کې له ورایه ښکاري

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د ښځو د پنجره امید غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان خلکو ته د (اګسټ د ۱۵مې) رارسېدلو تسلیت وړاندې کړی. خبرپاڼه کاږي:« دغه نېټه رایادوي، چې د دوحې د شرموونکې هوکړې په پایله کې یو ډیموکراټیک نظام یوې نړۍوالې ترهګرې ډلې ته وسپارل شو.»

د خبرپاڼې له مخې، (د اګسټ ۱۵مه) هغه توره ورځ ده، چې هرکال تکراریږي او په دې تکرار سره د ښځو څنډې ته کول، د بشریت ضد جنایتونو، نسل وژنې، د ژوند له هر اړخه د بې ګناه خلکو وژل، بې وزلۍ، ناامنۍ او ترهګرۍ ناخوالې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخیږي.
خبرپاڼه وایي، ټیک له ننه درې کاله وړاندې کله چې په پرلپسې توګه ولایتونه طالبانو ته تسلیمېدل د افغانستان خلکو په تېره بیا ښځو د دغې ترخې غمیزې له امله له پرمختګ، سولې، عدالت سره په ناغوښتلي زړه خدای پاماني کوله.
دوی وایي، د طالبانو ډلې ته د افغانستان د سپارلو تراژیدي د هغو نجونو په سترګو کې لیدلای شئ چې له زده‌کړو محرومې شوې او جبري ودونو ته اړ اېستل شوې دي.
خبرپاڼې په افغانستان کې بې وزلۍ او خوارځواکۍ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي:« مېندې د خپلو خوارځواکو ماشومانو لپاره یوه ګوله ډودۍ نه شي برابرولی، چې دا هم د طالبانو د جنایتونو یوه بېلګه ده.»
خبرپاڼه کې راغلي، چې د خلکو، پخوانیو پوځیانو او د طالبانو مخالفینو د یتیمانو له سترګو وینې څاڅي؛ خو لاهم طالبان خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.
دوی وایي، هغه افغانان چې کډوالۍ ته اړ اېستل شوي؛ تر پخوا هم له کړاوونو سره مخ دي او له نورو هېوادونو هم په جبري توګه اېستل کېږي.
دغه غورځنګ وایي، لاهم داسې افغان مبارزین شته چې په پټه او ښکاره د حق، ازادۍ او عدالت غوښتنې لپاره مبارزه کوي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۴

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۵

ملګري ملتونه: د سوداګرۍ خنډونو او د تېلو لوړو بیو د افغانانو د پېرلو ځواک کمزوری کړی