• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګالا اتلولۍ افغان لوبغاړې معصومې عليزاده مایکل فلپس او کارل لوییس ته جایزې ورکړې

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

په پاریس کې «ګالا چيمپينز» نړۍوال سازمان د «سولې لپاره ورزش» په شعار سره د لوبغاړو ستاینه وکړه. د ګالا د اتلولۍ په مراسمو کې د افغانستان ښځینه المپیک لوبغاړو ته ستاینلیک ورکړل شو.

د افغان کډوالو د لوبډلې مشرې معصومه علیزاده د سرو زرو د ۲۳ مډالونو ګټونکي مایکل فلپس او د المپیک د سرو زرو د ۹ مډالونو ګټونکي کارل لوييس ته هم جایزې ورکړل شوې.

د ګالا اتلولۍ په مراسمو کې دورزش مخکښو څهرو لکه ارسن وینګر، د فرانسې د ملي المپیک کمیټې مشر کارل لوییس، مایکل فلپس، د افغانستان، اوکراین او فلسطین ښځینه لوبغاړو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې معصومه علیزاده، ذکیه خدادادي، فریبا، یولدوز هاشمي، کیمیا یوسفي او نورو افغان ورزشي شخصیتونو هم برخه اخيستې وه.

کیمیا یوسفي او معصومه علیزاده د «ګالا اتلولۍ» په مراسمو کې نړۍ ته د افغان ښځو د غږ رسولو په موخه خبرې وکړې.

معصومه علیزاده د امریکا د مشهورې اداکارې شارون اسټون څخه خپله جایزه ترلاسه کړه.

اسټون په ۱۹۹۰ کلنو کې د امريکايي هنر یو زړه راښکونکی سمبول و او د هنر ډېرې جايزې يې ګټلي دي.

د ګالا اتلولۍ سازمان دغو لوبغاړو ته د ورزش څخه بهر د دوی د کار او د دوی د خیریه او بشردوستانه فعالیتونو لپاره ستاینلیک ورکړ.

کارل لويیس د تاریخ تر ټولو لوی منډه جوړونکی او د المپیک د سرو زرو د ۹ مډالونو او ۸ نړۍوالو سرو زرو مډالونو ګټونکی، مایکل فلپس، د المپیک ۲۳ د سرو زرو مډالونه او په ټولیز ډول د المپیک او نړیوالو اتلولیو ۶۶ د سرو زرو مډالونه ګټونکی او معصومه علیزاده د المپیک په لوبو کې د افغان کډوالو د لوبډلې مشره ده، چې د نړۍ له سل میلیونو څخه ذ زیاتو جبري کډوالو استازیتوب کوي، په دې مراسمو کې ګډون درلود.

شارون اسټون، چې په دې مراسمو کې حاضره وه په بېلابېلو مواردو کې بشري فعالیتونه او کارونه کوي.

د مراسمو څخه د خپور شوي متن له مخې؛ د ټولې نړۍ لوبغاړي د ورزش د ارزښتونو لکه عادلانه لوبې، زغم، د اولمپیک نظریاتو او سولې ته وده ورکولو لپاره سره راټول شوي.

100%

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د می په میاشت کې سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي. اوچا وويل، چې بارانونو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا د هېواد په لوېديځ کې ويجاړتياوې کړې دي.

په ملګرو ملتونو پورې اړوند دې ادارې د زمري په ۱۴مه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه یاداښت کې لیکلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په دې حالت کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران زیات کړی دی.

د کندهار والي: له خپلو لیکو فاسد اشخاص وباسئ، "کافران" زموږ په هڅو راغلی امن نه شي زغملی

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو والي په امنيتي ناسته کې «طالب نظامیانو» ته ويلي؛ که مو په «صفونه کې فاسد خلک» نه وي؛ نو دوښمن هيڅکله خپل هدف ته نه شي رسېدلی. نوموړی وايي، چې "کافران" د دوی په هڅو راغلی امن نه شي زغملی.

ملا شيرين د نظامي لیکو تصفيه د امنيت په برخه کې خپله مهمه تګلاره ياده کړې او په دې برخه کې يې پر نورو اجراتو ټينګار کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) په يوې اعلاميه کې د طالب والي ملاشيرین د حوزو له امرينو او ولسوالانو سره د امنيتي تدابيرو د ټينګښت په موخه د يوې ناستې خبر ورکړی.

اعلاميه زياتوي، چې ملاشيرين په دې امنيتي ناسته کې امنيتي مسولينو ته د «دوامداره ګزمو، د نظاميانو د حاضرينو او منظموالي د کنټرول، د تلاشيو د زياتېدو او د خپلو ليکو د پاکوالي» سپارښتنې کړي دي.

په اعلاميه کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې د طالبانو د والي ملاشيرين له قوله ليکل شوي: « کفار زموږ او ستاسي په هڅو اوسنی راغلی امن نه شي زغملای؛ نو باید د امنیت لا ټینګښت ته پوره پاملرنه ولرو.»

که څه هم طالبانو په تېرو دوو کلنو کې د «وسلو د ثبت او ټولو» لړۍ پيل کړې؛ خو د دې ډلې مشران د تصفيې د کمېسیون چارې سمي نه بولي او د ځينو وسله والو او هدفي بريدونو د زياتېدو اندېښنه لري.

فاکس نیوز: له طالبانو سره په جګړه کې امریکا مصنوعي هوښ ته وده ورکړې وه

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۱

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې له طالبانو سره د جګړې په وروستیو کې متحده ایالاتو د تروریستي بریدونو د تعقیب لپاره د مصنوعي هوښ ته پراختیا ورکړې وه، چې په لویو جګړو کې ګټور دی.

دې برنامې ته په ۲۰۱۹ کې پراختیا ورکړل شوه او په ۲۰۲۰ کې یې د ۷۰٪ دقت سره د بریدونو وخت او ځای وړاندوینه کوله.

فاکس نیوز د یکشنبې په ورځ (د زمري۱۴مه) په یوه مقاله کې لیکلي، چې امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو د خوځښتونو د څارنې لپاره په افغانستان کې د خپل حضور د کمېدو له امله د انساني ځواک کمښت سره مخ شول.

دا د دې لامل شو، چې دغو ځواکونو د "روین سینټري" په نوم مصنوعي هوښ ته پراختیا ورکړه.

د فاکس نيوز ليکوال د امريکا د پوځي چارواکو له خولې ليکلي، چې دا ټېکنالوژي کولای شي په منځني ختيځ او اوکراين کې اوس مهال په لويو جګړو کې مهم رول ولوبوي.

د امریکا د پوځ د پوځي ستراتیژۍ مشر توماس سپهر په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د ټانکونو او په دویمه نړۍواله جګړه کې د اتومي وسلو پراختیا ته په اشارې سره وايي، چې جګړه تل د اختراع مور ده.

د امریکا د پوځ دغه چارواکی له طالبانو سره په جګړه کې د مصنوعي هوش "روین سینټري" پراختیا په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼي.

پوځي چارواکي چې د پروګرام په پراختیا کې ښکیل وو، وايي چې روین سینټري هڅه کوله، چې د ډېرو معلوماتو له لارې په ترتیب کولو سره د انساني تحلیلونو بار کم کړي.

د متحده ایالاتو پوځي چارواکو ویلي دي، چې دوی په اصل کې غوښتل یو داسې سیسټم رامنځته کړي، چې کولی شي په ډاډه توګه د ترهګریز برید وړاندوینه وکړي.

د دغو چارواکو په وینا؛ په افغانستان کې د طالبانو سره د امریکا د جګړې په پای کې د ډیجیټل اکوسیستم زېربنا د پام وړ پرمختګ درلود او سینسرونه او د مصنوعي هوش لومړني وسایل کولی شي د طالبانو د بریدونو ویجاړ شوي شاخصونه وپېژني او په چټکۍ سره عمل وکړي.

توماس سپهر په داسې حال کې خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د مصنوعي هوش پروګرام له بریالیتوب سره - سره «جګړه نهایت انساني ده» او دوښمن کولی شي، چې د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته ساده او منطقي حل لارې مقابله وکړي.

په ورته وخت کې د فاکس نیوز ورځپاڼې د امریکايي پوځي چارواکو د وینا پر بنسټ ویلي، چې امریکا مصنوعي هوش پوځي ټیکنالوژي په اختیار کې لري چې روسیه، چین او د نړۍ نور قدرتونه یې نه لري.

د طالبانو د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې د کروندګرو اضافي غنم به پېري

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې له کروندګرو څخه به اضافي غنم اخلي او د بازار د نرخ د کنټرول لپاره به یې ذخیره کوي. دغه وزارت وايي، چې اضافي غنم به په سېلوګانو کې ذخیره کړي او د بیې د لوړېدو او هم د بېړنیو حالاتو په صورت کې به بازار ته وړاندې شي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ادعا کوي، چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۳۸۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم موجود دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ کندوز، تخار، بدخشان، سمنګان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس ولایتونه د اضافي غنمو د تولید ظرفیت لري.

دغه وزارت وايي، چې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال تر څارنې لاندې د اړوندو ادارو د استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې، چې د دغو ولایتونو له کروندګرو غنم واخلي.

د طالبانو د کرنې وزارت په داسې حال کې په ولایتونو کې د زیاتو غنمو د شتون او د هغې د اخیستلو او ذخیره کولو خبر ورکوي، چې اوس مهال افغانستان له قرغزستان څخه غنم او اوړه واردوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شپږيزې کرېکټ نهم پړاو سياليو د ۵ لوبډلو د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د شپږېزې کرېکټ نهم پړاو سیاليو لپاره یې د هرې لوبډلې نوملړ او لوبډلمشران اعلان کړل. راشدخان، حشمت الله شهيدي، ابراهيم ځدران، رحمت شاه زرمتی او عظمت الله عمرزی لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د شپږيږې کرېکټ نهم پړاو سياليو کې د پنځو لوبډلو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دې سياليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر راشد خان د سپين غر پړانګانو، د ملي لوبډلې د يو ورځينو او ټېسټ سياليو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي د بند امير ښامارانو، د شل اوريزو سياليو مرستيال لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ د مس عينک اتلان، د یو ورځينو سياليو مرستيال لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی د بوست ساتوونکو او د ملي لوبډلې الرونډر عظمت الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

دغه سيالې به ۱۴ ورځي دوام وکړي، چې لومړۍ لوبه به یې د روانې اګست میاشتې په ۱۲مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، چې په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.

د شپږيزې کرېکټ سياليو ټولې سيالۍ د کابل په کرېکټ لوبغالي کې کيږي.

د شپږېزې کرېکټ نهم پړاو سیاليو د لوبغاړو نوملړ:

سپین غر پړانګان

راشد خان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی، حسن عیسی خېل، عمران میر، سمیع الله شینواری، بهیر شاه محبوب، الله نور ناصري، برکت الله کډاډا، اکرام علي خېل، طارق ستانکزی، عصمت عالم، ظاهر خان، وحیدالله ځدراڼ، عرب ګل مومند، یمین احمدزی، بلال سمیع، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او فریدون داودزی.

بند امیر ښاماران

حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، نوین الحق مرستیال لوبډلمشر، محبوب تسکین ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، ریاض حسن، اصف موسی زی، صدیق الله پاچا، علي احمد ناصر، کریم جنت، شمس الرحمن، ننګیال خروټی، امیر حمزه، الله محمد غضنفر، بابر خان، خلیل احمد، عبدالله احمدزی او نجات مسعود.

مس عینک اتلان

ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، افسر ځاځی ویکټ ساتونکی، نوید عبید، وفي الله تره خېل، ناصر جمال، سبحان الله سینزی، رحمن الله ځدراڼ، یوسف شاه، محمد نبي، عبدالرحمن رحماني، مجیب الرحمن، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، عبدالله تره خېل، نوید ځدراڼ، نسیم منګل او یما عرب.

بست ساتونکي

رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر، دروېش رسولي مرستیال لوبډلمشر، نعمان شاه ویکټ ساتونکی، حضرت الله ځاځی، محمد اکرم، بلال احمد ترین، نجیب الله ځدراڼ، اعجاز احمدزی، عبدالهادي، ګلبدین نایب، نور احمد، نصیر خان، عبدالباقي، فرید احمد ملک، ضیاءالرحمن شریفي، بشیر احمد او سمیع الله سرمست.

امو نهنګان

عظمت الله عمرزی لوبډلمشر، محمد اسحاق ویکټ ساتونکی، عبدالمالک، زیبد اکبري، محمد هارون، شاهدالله کمال، جاوید احمدزی، اعجاز احمد ازاد، حیات الله ناصري، مسعود ګربز، شرف الدین اشرف، جمعه ګل، قیس احمد، محمد الله لوګری، فضل الحق فاروقي، محمد سلیم ساپی، محمد ګل علیزی او کامل کاکړ.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړۍ ځل دی، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په کور دننه سيالیو کې برخه اخلي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ لومړی پړاو سیالۍ په لومړي ځل په ۲۰۱۳م کال کې ترسره شوې.