• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راتلونکې میاشت؛ تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز ازمویښتي پړاو پیلوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د تاجکستان ترانسپورټ وزارت ویلي، چې د دوشنبې، تهران او کابل ترمنځ د نوي ټرانسپورټي دهلېز له لارې به لومړی ازمویښتي سفر په راتلونکې یوه میاشت کې وشي. ټاکل شوې د درېواړو هېوادونو استازي د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې په کابل کې بله غونډه وکړي.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ازمویښتي لېږد کې به د ګمرکي او سرحدي چارو بهیر، د دریو هېوادونو د ترانسپورټي ادارو همغږي او د منظم سوداګریز ټرانسپورټ د پیل لپاره لازم شرایط وازمویل شي.

د دې پروژې د پلیتابه لپاره تاجکستان، ایران او افغانستان مخکې د سړک ترانسپورټي دهلېز د جوړولو درې اړخیز پروتوکول لاسلیک کړی و.

دغه سند په ایران کې د مشهد له خبرو وروسته د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیالې شوېسته سیدمرادزادې، د ایران د سړکونو او سړک ترانسپورټ سازمان مشر رضا اکبري او د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازي یارمحمد رمضان لاسلیک کړی و.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې د تاجکستان او ایران ترمنځ د افغانستان له لارې سوداګریز توکي به په همدې لاره ولېږدول شي.

د دې دهلېز د ملاتړ لپاره درې اړخیزه دایمي کاري ډله هم جوړه شوې ده. د دې ډلې دندې به د احتمالي خنډونو لرې کول، د هوکړو د عملي کېدو څارنه او د لارې د پراختیا لپاره وړاندیزونه برابرول وي.

درې واړه هېوادونه غواړي د سرحدي تاسیساتو د ښه کولو، د لارۍ‌چلوونکو د انتظار وخت کمولو، د موټرچلوونکو د اسنادو بهیر د ساده کولو او د نړیوال ترانسپورټ لپاره د بیمې سیستم د پراخولو په برخو کې هم کار وکړي.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ددغه دهلېز جوړېدل د هغو هوکړو دوام بللی چې مخکې د تاجکستان د ترانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم او د ایران او طالبانو د ترانسپورټي ادارو له مشرانو سره شوې دي.

د پلان له مخې، په راتلونکي کې دغه مسیر د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو او چین ته هم غځېدلی شي.

د دریو هېوادونو استازي به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې په کابل کې بله غونډه وکړي.

•
•
•

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

نور کیسې

سرچینې: طالبانو په کابل کې د بدخشان د یوه پخواني استازي کور نیولی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د وزیر اکبر خان په سیمه کې د پارلمان د پخواني غړي زلمي خان مجددي کور تصرف کړی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د مجددي خپلوان له دغه کوره ایستلي او په کور کې یې څلور وسله وال کسان ځای پر ځای کړي دي.

زلمی خان مجددي د افغانستان په پخواني پارلمان کې د بدخشان د خلکو استازی و او سرچینې وایي چې طالبانو په بدخشان کې له ناارامیو وروسته د هغه کور په ځپل واک کې اخېستی دی.

په کابل کې یوې باخبرې سرچینې وویل چې طالبانو د مجددي خپلوانو ته اجازه نه ده ورکړې چې خپل شخصي وسایل له کوره وباسي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو مامورینو ویلي: «هېڅوک حق نه لري چې د زلمي مجددي اړوند مالونه له دغه کوره وباسي.»

سرچینو وویل چې طالبانو امر کړی چې د دغه ملکیت په ګاونډ کې بل کور چې د مجددي په ګرو کې و، هم خالي کړل شي.

زلمی خان مجددي د جرم ولسوالۍ او د بدخشان ولایت له مطرحو څېرو څخه دی.

سرچینو وویل چې مجددي د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښی او په بهر کې ژوند کوي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د هغه د کور د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې طالبانو په کابل کې په پخواني پارلمان کې د بدخشان د استازې فوزیه کوفي کور هم نیولی و او د هغې ځینې خپلوان یې نیولي وو.

طالبانو په خوست کې د سټارلېنک انټرنېټ دوه دستګاوې نیولې دي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په دغه ولایت کې د سټارلېنک شرکت دوې انټرنېټي دستګاوې نیولې دي. د طالبانو محلي چارواکي وايي، دغه دستګاوې د خوست ښار په یو مارکېټ کې په پټه فعالې شوې وې.

د طالبانو د خوست ولایت والي رسنیز دفتر ویلي، چې یادې دستګاوې د خوست ښار اړوند د یعقوبیو جومات مخې ته په الفلاح مارکېټ کې د زرکشان په نوم د انټرنېټي شرکت په دفتر کې موندل شوې دي.

دیاد دفتر په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال د سټارلینک سیستم درې تنه کارکوونکي هم نیول شوي او د قانوني اجرااتو لپاره د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.

د خوست رسنیز دفتر ویلي، چې د دوی د نافذه قوانینو او د طالبانو د مشرتابه د لارښوونو پر بنسټ په هېواد کې د سټارلېنک انټرنېټي دستګاوو کارول په بشپړه توګه منع دي.

دوی خبرداری ور کړی، چې له دغه حکم څخه هر ډول سرغړونه قانوني مسوولیت لري او سرغړوونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.

طالب چارواکو ویلي، چې ګډ تخنیکي او کشفي ټیمونه یې په خوست کې د ناقانونه مخابراتي او انټرنېټي فعالیتونو د کشف او مخنیوي لپاره کار کوي.

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کچې د ښه کېدو لپاره بسنه نه کوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۷ GMT+۱
100%

د نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي څار له مخې، اقتصاد د بیا رغېدو نښې لري، خو وده یې د افغانانو د ژوند ښه کېدو لپاره کافي نه ده. د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو ۲ میاشتو کې دولتي لګښتونه ۴۰،۴ میلیارده او عواید ۴۱،۷ میلیارده افغانۍ وو. پر امنیتي برخې ۵۱،۵ سلنه لګښتونه شوي.

راپور، چې د د ۲۰۲۶ کال د می میاشتې د ارزونو پر بنسټ د جون پر ۲۸مه د بانک د سندونو اړوند پورټال کې خپور شوی، وايي، اقتصادي فعالیتونه د کورنۍ تقاضا، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو د راټولولو د ښه کېدو له امله یو څه پیاوړي شوي، خو دا پرمختګ لا هم د ژوند د کچې د لوړولو لپاره کافي نه دی.

د راپور له مخې، د نفوس چټکه وده، په ځانګړي ډول د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدل، د اقتصادي پراختیا له کچې اوښتي او د هر وګړي عاید یې ۵،۶ سلنه کم کړی دی.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د انفلاسیون کچه راکمه شوې ده. د توکو عمومي بیې د تېرې میاشتې په پرتله ۱،۲ سلنه ټیټې شوې، چې لامل یې د وارداتي توکو دوامداره شتون او د کورنيو حاصلاتو موسم بلل شوی دی.

د خوراکي توکو بیې او انفلاسیون

د خوراکي توکو بیې په همدې موده کې ۲،۱ سلنه راټیټې شوې دي. د سبزیجاتو بیې ۱۵،۴ سلنه، مصالحې ۱،۹ سلنه، غوړي او وازګې ۱،۸ سلنه او غوښه ۰،۹ سلنه ارزانه شوې، خو د بورې بیې ۲،۲ سلنه او د لبنیاتو بیې ۲ سلنه لوړې شوې دي.

د غیر خوراکي توکو بیې هم ۰،۲ سلنه کمې شوې دي. د ترانسپورټ بیې ۳،۵ سلنه، جامې ۱،۶ سلنه، د کور وسایل او فرنیچر ۱،۲ سلنه او رستورانتونه او هوټلونه ۱،۲ سلنه ارزانه شوي دي. خو د کورونو لګښت ۱،۲ سلنه، د تنباکو بیې ۱،۵ سلنه او روغتیايي لګښتونه ۰،۶ سلنه لوړ شوي دي.

د کال په کچه عمومي انفلاسیون د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې ۸ سلنې ته راټیټ شوی، په داسې حال کې چې د اپرېل په میاشت کې ۸،۶ سلنه و. د خوراکي توکو کلنی انفلاسیون ۸،۳ سلنه او د غیر خوراکي توکو انفلاسیون ۷،۷ سلنه ثبت شوی دی.

د کال پر کالپرتلنې له مخې راپور زیاتوي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو اصلي عوامل ډوډۍ او غلې دانې، بوره، غوړي، سبزیجات، لبنیات، غوښه او مېوې دي. د ډوډۍ او غلو بیې ۱۸،۲ سلنه، بوره ۱۱ سلنه، غوړي او وازګې ۱۰،۲ سلنه لوړې شوې دي.

د غیر خوراکي توکو په برخه کې د کورونو لګښت ۱۵،۴ سلنه او روغتیايي خدمتونه ۱۶،۲ سلنه لوړ شوي دي. د ترانسپورټ بیې ۴،۵ سلنه او د زده کړو لګښتونه ۳،۵ سلنه زیات شوي دي.

د افغانۍ ارزښت پیاوړی خو صادارت کم شوي

نړیوال بانک وايي، افغانۍ د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د امریکايي ډالر پر وړاندې ۱،۲ سلنه پیاوړې شوې او یو ډالر په ۶۳،۹ افغانۍ تبادله شوی دی. د تېر کال په پرتله افغانۍ ۸،۳ سلنه پیاوړې پاتې شوې ده.

د افغانستان د سوداګریزو شریکانو د اسعارو پر وړاندې هم افغانۍ پیاوړې شوې ده.

راپور وايي، د پاکستان له لوري د مهمو لارو تړل کېدو، د منځني ختیځ روانو کړکېچونو او جیوپولیټیکو ستونزو د افغانستان پر بهرني تجارت منفي اغېز کړی دی.

که څه هم سوداګري روانه ده، خو د دودیزو ترانزیټي لارو ګډوډۍ د لېږد رالېږد لګښتونه زیات کړي دي. افغانستان اوس د منځنۍ اسیا له لارو او تر یوې کچې د هوايي دهلېزونو له لارې خپل تجارت کوي.

د افغانستان صادرات د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې ۷۹،۲ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلي، چې د اپرېل له ۹۵،۲ میلیونه ډالرو څخه ۱۷ سلنه کم دي. د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله صادرات ۱۴ سلنه راکم شوي دي.

د خوراکي توکو صادرات ۵۲،۸ میلیونه ډالر وو چې د تېرې میاشتې په پرتله ۲۳،۱ سلنه کم شوي. د ټوکر صادرات ۱۲،۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي او د تېر کال په پرتله ۴۸،۳ سلنه زیات شوي دي.

هند د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي بازار پاتې شوی او د ټول صادراتو ۳۳،۷ سلنه برخه لري. ایران ۱۱،۳ سلنه او چین ۱۰،۹ سلنه برخه لري.

د نړیوال بانک له مخې، د افغانستان واردات د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې ۹۶۶،۳ میلیونه ډالر وو، چې د اپرېل په پرتله ۱۱ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه کم شوي دي.

ایران د افغانستان د وارداتو تر ټولو مهمه سرچینه پاتې شوې او د ټولو وارداتو ۳۱،۶ سلنه برخه لري. متحده عربي امارات ۱۲،۱ سلنه، چین ۱۱،۹ سلنه او ازبکستان ۸،۶ سلنه برخه لري.

راپور وايي، د ایران له لارې مستقیم او ترانزیټي واردات د افغانستان د ټولو وارداتو ۵۶ سلنه جوړوي، چې د هېواد د سوداګرۍ د بهیر د محدودو لارو پر اړتیا او بهرنیو خطرونو د زیاتې تکیې ښکارندويي کوي.

د طالبانو د ادارې عواید او لګښتونه

د افغانستان کورني عواید د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې ۲۲ میلیارده افغانۍ وو، چې د اپریل میاشتې په پرتله ۱۲ سلنه زیات، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه کم شوي دي.

مالیاتي عواید ۸،۶ میلیارده افغانۍ وو، خو ګمرکي عواید ۳،۵ میلیارده افغانۍ ته راټیټ شوي چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه کمښت ښيي.

رپوټ وايي، چې غیر مالیاتي عواید ۹،۴ میلیارده افغانۍ ته رسېدلي او د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیات شوي دي. نړیوال بانک وايي، د سړکونو محصول، پاسپورټ، هوايي الوتنو او مخابراتي خدمتونو عواید د دې زیاتوالي اصلي عوامل وو.

د طالبانو د ادارې لګښتونه په مې میاشت کې ۲۶،۴ میلیارده افغانۍ اټکل شوي، چې د اپریل میاشتې په پرتله ۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. د معاشونو لګښت ۲۰،۴ میلیارده افغانۍ و او د ټول لګښت ۷۷ سلنه جوړوي.

د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې ټول دولتي لګښتونه ۴۰،۴ میلیارده افغانۍ ښودل شوي، په داسې حال کې چې عواید ۴۱،۷ میلیارده افغانۍ ثبت شوي او ۱،۳ میلیارده افغانۍ بودیجوي اضافه رامنځته شوې ده.

د سکتورونو له مخې، امنیتي لګښتونو ۲۰،۸ میلیارده افغانۍ یا د ټول لګښت ۵۱،۵ سلنه برخه اخیستې ده. د ملکي خدمتونو او نورو برخو لپاره ۱۹،۶ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.

نړیوال بانک په پای کې وايي، که څه هم د افغانستان اقتصاد د ثبات ځینې نښې ښيي، خو د نفوس چټکه وده، د صادراتو محدوده تنوع، د سوداګریزو لارو ستونزې او د پانګونې کمښت لا هم د اوږدمهاله اقتصادي ودې پر وړاندې لوی خنډونه دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک د بندیزونو کمېټې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د حج او اوقاف وزیر نور محمد ثاقب، د کابل پخواني ښاروال حمدالله نعماني او ګل اغا اسحاقزي په تړاو معلومات نوي کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې ، په دغو نويو تغییراتو کې د یادو کسانو د نویو پاسپورټونو شمېرې، د زیږېدو نېټې، مستعار نومونه او د هویت نور مشخصات نوي شوي دي.

په دغو کسانو د شتمنیو کنګل کېدو، سفري بندیزونو او د وسلو د تحریم قوانین پلي کېږي چې د امنیت شورا د ۲۸۱۶ پرېکړه لیک پر بنسټ د ملګرو ملتونو د منشور تر اووم څپرکي لاندې تصویب شوي دي.

په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني نوی پاسپورټ د ۲۰۲۲ کال د جون په ۳۰مه نېټه صادر شوی دی.

دغه راز د طالبانو د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق نوی پاسپورټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۲۳مه نېټه او د حمدالله نعماني پاسپورټ د همدغه کال د اپرېل په اوومه نېټه په کابل کې صادر شوي دي او معلومات یې په لیست کې شامل شوي دي.

د طالبانو حج او اوقافو د وزیر نور محمد ثاقب د پاسپورټ او هویت نوي معلومات چې د ۲۰۲۲ کال د مې پر ۱۰مه نېټه صادر شوی و، هم په دې نوملړ کې ورزیات شوي دي.

د دې ترڅنګ د طالبانو د کانونو او پټرولیم د وزیر ګل اغا اسحاقزي اړوند، چې په هدایت الله بدري هم پېژندل کېږي، د ۲۰۲۴ کال د اګسټ د ۲۶مې نېټې د پاسپورټ معلومات په نوي لیست کې ثبت شوي دي.

د طالبانو په یو شمیر مشرانو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې لګول شوي دي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي.

دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، وسلې برابروي، جنګیالي جذبوي یا د افغانستان د سولې او ټیکاو پرضد د فعالیتونو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال (د سلواغې په ۲۳مه) د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې څو ځلې د دغه بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې خو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت، د ښځو پر وړاندې تبعیض او د ټول‌ګډونه حکومت نشتوالي له امله دغه بندیزونه لاهم پر ځای پاتې دي.

په جرمني کې پر لاریون کوونکو د موټربرید په پېښه کې ښکیل افغان ته د عمر بندا سزا غوښتنه شوې

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
100%

د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې یو ۲۵ کلن افغان د جرمني په مونشن کې د کارګرانو اتحادیې پر لاریون موټر ور وخېژاوه، یوه ښځه او د هغې کوچنۍ لور یې ووژل. څارنوالۍ فریدون ته د عمربند سزا غوښتې ده. د وژل شویو کسانو کورنۍ محکمې ته نه ده ورغلې، خو قاتل یې کوچنی بې احساسه انسان او بزدله بللی.

د جرمني فدرالي څارنوالۍ غوښتنه کړې چې تورن ۲۵ کلن فریدون ن. دې د مونشن پر لاریون د موټر د برید له امله په عمر بند محکوم شي.

سربېره پر دې، څارنوالۍ غواړي چې د جرم «ځانګړې دروندوالی» هم تثبیت شي. دا به له ۱۵ کلونو وروسته د مشروطې خوشې کېدو امکان لا ډېر ستونزمن کړي.

د مونشن په عالي سیمه‌ییزه محکمه کې څارنوالانو وویل: « د عمل موخه، باید په څرګندو ټکو وویل شي، د انسانانو د ژوند له منځه وړل وو».

د فدرالي څارنوالۍ یوه استازي وویل: « هیڅ شک نشته چې تورن کس موټر په قصدي ډول د خلکو منځ ته ورساوه».

د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په برید کې د کارګرانو د اتحادیې پر لاریون برید کې یوه ښځه او د هغې دوه کلنه لور ووژل شول او ګڼ شمېر نور کسان سخت ټپیان شول.

فدرالي څارنوالۍ پر ۲۵ کلن افغان تورن د دوو کسانو د قصدي قتل، د ۲۲ کسانو د قتل هڅې او د ۲۲ کسانو د ټپي کولو تورونه لګولي دي.

فدرالي څارنوالۍ وايي چې دا د مذهبي انګېزې له مخې سیاسي برید و.

د قربانیانو د کورنۍ استازو هم د محکمې په پای کې خپل سخت نظر څرګند کړ. د مدافع وکیلانو له ډلې یوه وکیل تورن کس داسې وباله: « بزدله، بې احساسه، له فکري پلوه محدود او له پېچلو ستونزو ډک انسان».

د وژل شوې ښځې او ماشومې کورنۍ، چې محکمې ته نه وه تللې، څو له تورن سره مخامخ نه شي، د خپل وکیل له لارې یو لیک ولوست.

په لیک کې راغلي وو: « هغه یو کوچنی، بې احساسه انسان دی چې کوچنی ځان‌غوښتونکی غرور لري او په ژوند کې یې ډېر څه نه دي ترلاسه کړي. هغه اوس هم او د تل لپاره یو بزدله د ماشوم قاتل دی».

کورنۍ غوښتنه وکړه چې عادلانه سزا د دوی د شخصي ارامتیا لپاره لومړی ګام دی.

د قربانیانو د کورنۍ وکیلې او نورو شریکو مدعیانو هم د فدرالي څارنوالۍ د عمر بند غوښتنې ملاتړ وکړ. تمه ده چې د دفاع وینا او د تورن وروستۍ خبرې د چارشنبې په ورځ واورېدل شي او د محکمې پرېکړه د اګست په ۶مه اعلان شي.