د هغه په وینا، دې فابریکې سلګونو مسلکي او غیرمسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده او « په ټولیز ډول، دلته ۱۰۰۰ کسان کار کوي او د خپلو کورنیو لپاره روزي پیدا کوي».
په کندهار کې د انګورو بڼوال او سوداګر وایي، د طالبانو د اقتصادي او سوداګریزو پالیسیو، د پاکستان له لارې د صادراتو درېدو او د بدیلو لارو نه موندلو له امله د دوی د یو کال زحمت په اوبو لاهو شوی، انګور یې په باغونو او بازارونو کې خوسا کېږي او ان په نیمه بیه یې هم څوک نه پېري.
کندهار چې د افغانستان د انګورو د تولید تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي، په تېرو کلونو کې به یې لسګونه زره ټنه انګور پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته صادرېدل؛ خو سږ کال د سوداګرو په خبره تراوسه د دغه ولایت یو کیلو انګور هم بهرنیو بازارونو ته نهدي رسېدلي او ټول تولیدات د هېواد په محدودو کورنیو بازارونو کې بند پاتې دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم تاییدوي، چې د لارو د ستونزو او د صادراتو د بندښت له امله تراوسه د کندهار انګور بهر ته نهدي صادر شوي. د یادې خونې مسوولین وایي، انګور د هغو مېوو له ډلې دي چې د ساتنې موده یې ډېره لنډه ده او د اوږدو ترانزیټي لارو د زغملو توان نهلري.
د دوی په وینا؛ پخوا به ډېری انګور د پاکستان له لارې بهرنیو بازارونو ته رسېدل، خو اوس چې دغه لاره تړل شوې او بدیل مسیر هم نهشته، سوداګر له صادراتو لاس په سر شوي دي.
سره له دې چې د کال په لومړیو کې د دامان، ژړۍ او ځینو نورو سیمو بڼونه د ږلۍ له امله زیانمن شوي وو، د طالبانو تر واک لاندې کرنې ریاست بیا وایي، چې سږکال د انګورو حاصلات لس سلنه زیات شوي او شاوخوا ۲۲۵زره او ۵۰۰ ټنه انګور به ترلاسه شي. خو بڼوال وایي، د بازار له نشتوالي سره د حاصلاتو زیاتوالی د نعمت پر ځای په مصیبت بدل شوی دی.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ بڼوال او د انګورو سوداګر داوود شاه وایي، که حکومت د صادراتو لپاره عملي حل پیدا نهکړي یوازې انګور نه؛ بلکې د افغانستان نورې تازه مېوې به هم ورته برخلیک ولري.
هغه وایي: «صادرات سږکال صفر دي، انګور مو هره ورځ خرابېږي، نه یې د ساتنې سړې خونې شته، نه د جوس او پروسس فابریکې شته او نه هم د صادراتو لاره؛ نو موږ څه وکړو دا انګور پر کومه خوا یوسو».
کندهار د افغانستان د انګورو د تولید تر ټولو مهم ولایت ګڼل کېږي او لسګونه ډولونه انګور تولیدوي؛ خو بڼوال او سوداګر خبرداری ورکوي که د صادراتو اوسنی ناورین دوام وکړي، نو د انګورو ترڅنګ به د انارو، انځرو او نورو مېوو بازارونه هم له ورته اقتصادي سقوط سره مخ شي او زرګونه کورنۍ به د خپل عاید اصلي سرچینه له لاسه ورکړي.
په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ویلي، ایران د طالبانو پر ضد له هېڅ سیاسي او پوځي مخالف جریان څخه ملاتړ نه کوي او د دغې ډلې پر ضد وسلهواله مبارزه «مقاومت» نه ګڼي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي.
سید حسین مرتضوي د یوې خبرې ناستې پر مهال زیاته کړه چې په افغانستان کې «اسلامي حکومت» حاکم دی او ټول لوري باید د ستونزو د حل لپاره خبرو ته کېني.
نوموړي وویل، ایران په هېڅ کچه او د دغه هېواد هېڅ چارواکي د طالبانو مخالفو جریانونو ته د دې ډلې پر ضد د جګړې لارښوونه نه ده کړې.
مرتوي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ایران د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې د بریدونو د مخنیوي لپاره په خپله خاوره کې د دغې جبهې پر غړو فشارونه زیات کړي دي.
د مقاومت جبهې دوو غړو چې د امنیتي دلایلو له امله یې نومونه نه دي افشا شوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ایراني چارواکو دغه جبهه د طالبانو پر ضد له جګړې منع کړې ده.
بلوچستان چې د پاکستان له تر ټولو لوی ایالت دی، د افغانستان او ایران ترڅنګ پروت دی او شاوخوا ۷۵۰ کیلومتره سمندري ساحل لري. د همدې جغرافیایي موقعیت له امله دغه ایالت له کلونو راهیسې د انساني قاچاق یوه مهمه لار بلل کېږي.
د ځایي سرچینو په وینا؛ د بلوچستان د بېلابېلو غرنیو او دښتو له لارې نه یوازې د پاکستان د بېلابېلو سیمو خلک، بلکې ګڼ افغان کډوال هم ایران او له هغه ځایه د ترکیې او اروپا پر لور قاچاق کېږي. د کوټې یو اوسېدونکی او د سرحدي سوداګرۍ اړوند کس عصمت الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د افغانستان له نیمروز ولایت نه قاچاق کوونکي افغانان په دوو ورځو کې د چاغي ولسوالۍ د نوکنډي اړوند ډک سیمې ته رسوي او هلته یې راټولوي. د هغه په خبره؛ د انسانانو د قاچاق یوه منظمه شبکه فعاله ده چې د ایران او پاکستان له ځینو ځایي کسانو سره د همغږۍ له لارې د قاچاقي لارو د خوندي کولو هڅه کوي، څو مساپر د سرحدي ځواکونو له لوري ونه نیول شي. عصمتالله وايي، له نوکنډي وروسته افغانان د واشک ولسوالۍ ماشکیل سیمې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه ایران ته اوړي. د نوموړي په وینا؛ قاچاق کوونکي افغانان په هغو ایراني موټرو کې چې په سیمه کې د «دو هزار» په نوم پېژندل کېږي، د موټر شاته صندوقونو کې په ډېر سخت حالت کې انتقالوي. هغه زیاتوي، چې یوازې له نوکنډي نه ایران ته د یوه افغان د رسولو لپاره شاوخوا ۴۰زره پاکستانۍ کلدارې اخیستل کېږي. د هغه په وینا؛ ډېری افغانان لومړی ایران ته ځي خو یوشمېر یې وروسته د ترکیې او اروپا پر لور خپل خطرناک سفر ته دوام ورکوي. عصمت الله د قاچاق بله لار هم یادوي او وايي، افغانان پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو څخه د نوشکي له لارې پاکستان ته داخلېږي او وروسته خضدار او کېچ ته انتقالېږي. له کېچ نه بیا یوه لار د تمپ ولسوالۍ مند بلو سیمې ته رسېږي، چې له هغه ځایه په غرنیو لارو د ایران پشین، جکیګوار، نوبندیان، نصیراباد او چابهار سیمو ته وړل کېږي. د نوموړي په خبره؛ بله لاره د ګوادر د جیوني تحصیل د کنټاني ساحلي سیمه ده. هغه وايي، قاچاق کوونکي افغانان تر کنټاني پورې پر موټرسایکلونو رسوي او بیا یې په هغو وړو کښتیو کې سپروي چې په ناقانونه ډول له ایران نه پاکستان ته تېل راوړي. د هغه په وینا؛ د دغه کښتیو مالکان ایران ته د یوه افغان د رسولو لپاره شاوخوا ۱۵زره پاکستانۍ کلدارې اخلي او دغه سمندري سفر شاوخوا ۱۵ دقیقې وخت نیسي. خو نوموړی وايي، په وروستیو کې له دې لارې تګ کم شوی؛ ځکه د امنیتي تدابیرو له امله د ساحلي سیمو پر ځینو لارو خنډونه جوړ شوي دي. بلخوا د چمن ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، سره له دې چې رسمي دروازه تړلې ده، انساني قاچاق لاهم دوام لري. د دوی په خبره؛ پخوا به له یوه افغان څخه تر کوټې د رسولو لپاره له ۷۰زرو تر یو لک پاکستانۍ کلدارې اخیستل کېدې، خو اوس دغه لګښت شاوخوا ۲۵زره کلدارو ته راکم شوی دی. د افغانستان انټرنشنل پښتو د راټولو شویو معلوماتو له مخې؛ د روان کال له مئ میاشتې راهیسې تراوسه نږدې ۵۸۰ افغانان د ایران او اروپا پر لور د ناقانونه تګ پرمهال په بلوچستان کې نیول شوي دي. همدارنګه د دغه سفر پرمهال په دوو جلا پېښو کې لږترلږه ۱۱ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ورته مهال ملګرو ملتونو د انساني قاچاق د مخنیوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې پرلهپسې کړکېچونه، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري ستنولو پراخې څپې، د کوکنارو پر بنسټ د کلیوالي اقتصاد کمزورتیا، د بشري مرستو سخت کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو او نجونو دوامداره محدودیتونو خلک د انساني قاچاق له ګواښ سره مخامخ کړي دي. نن (د جولای ۳۰مه) د انساني قاچاق د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ داسې مهال د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له لوري نمانځل کېږي چې افغانستان لاهم د انساني قاچاق له اړخه ترټولو ډېر زیانمن هېواد بلل کېږي.