ملګري ملتونه: افغانې ښځې او نجونې لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی او له رسنیو پټ ساتل کیږي. دغه سازمان ویلي، د طالبانو بندیزونو افغانې ښځې او نجونې زیانمنې کړې او مرستو ته اړتیا لري، او د دوی لا زیات ملاتړ باید وشي.