د اسماعیل هنیه زوی: زما د پلار ګرځنده ټلیفون سبب شو چې هغه په اسانې موخې بدل شي

د اسماعیل هنیه زوی عبدالسلام په یوه مرکه کې دا خبره رد کړه چې پلار یې په تهران کې د هغه په استوګنځي کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې وژل شوی.

د اسماعیل هنیه زوی عبدالسلام په یوه مرکه کې دا خبره رد کړه چې پلار یې په تهران کې د هغه په استوګنځي کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې وژل شوی.
عبدالسلام ویلي، چې پلار یې د لرې واټن څخه د کنټرولیدونکي توغندي په واسطه وژل شوی چې د هغه ګرځنده تلیفون یې تعقیبوه.
عبدالسلام هنیه زیاته کړه: « زما د پلار ګرځنده ټلیفون د دې سبب شو چې هغه په اسانې موخې بدل شي.»

په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه له دوو ورځو خبرو اترو وروسته، هغه درې هېوادونه چې د دغو خبرو منځګړیتوب کوي وايي، چې امریکا په دې برخه کې نوی وړاندیز کړی دی.
په هغه ګډه اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ د دریو هېوادونو، امریکا، قطر او مصر له خوا خپره شوه، ویل شوي چې متحده ایالاتو د جمعې په ورځ یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې په غزه کې د اوربند په تړون کې پاتې تشې ډکوي او د جو بایډن له طرحې سره هم همغږي لري.
امریکا، مصر او قطر په خپله ګډه اعلامیه کې وروستۍ خبرې اترې جدي او رغنده وبللې.
دوی زیاته کړه، چې منځګړي هېوادونه به په راتلونکو ورځو کې په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند د پلي کولو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه په قاهره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د ضایع کولو لپاره نور وخت نشته او د نور ځنډ لپاره هېڅ پلمه نه شته. د دې وخت را رسېدلی چې یرغمل شوي او بندیان خوشې شي، اوربند پیل شي او دغه هوکړه عملي شي.»
د حماس یو جګپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې هغه څه چې دغې ډلې ته په دوحه کې د اوربند د خبرو د پایلو په اړه ویل شوي، له هغه مواردو سره همغږي نه دي چې د جولای په دویمه پرې موافقه شوې وه.
تر دې مخکې، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره خبرې اترې چې ټاکل شوې د زمري په ۲۶مه دوام وکړي، د «پرمختګ په حال کې» بللې وې.
د دغو خبرو اترو لومړۍ ورځ د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۵مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه.
خبرې اترې د یوې بلې ورځې لپاره په دې وغځول شوې، چې حماس د خبرو په دې پړاو کې ګډون نه و کړی.
یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د اوربند رامنځته کول یو حیاتي ګام دی.
هغه د خبرو اترو جزیياتو او د هغو احتمالي لاسته راوړنو ته له اشارې پرته زياته کړه: «پاتې خنډونه له منځه تللى شي. موږ باید دا پروسه پای ته ورسوو.»
خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیدې او ټاکل شوې د جمعې په ورځ بیا پیل شي ځکه چې پر غزې د اسراییل بریدونه دوام لري.
په غزه کې د حماس اړوند روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په لس میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر له څلویښت زرو واوښت.
د دغو چارواکو په وینا، د پنجشنبې په شپه د غزې د تړانګې په شمال کې د جبالیا په ښار کې پر یو کور د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان ووژل شول.
اسراییلي پوځیانو تر دې مخکې هم په سویلي ښارونو رفح او خان یونس کې خپلې موخې په نښه کړې وې.
د حماس د سیاسي دفتر غړي حسام بدران په یوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په ټیلیګرام ټولنیزې شبکې کې خپره شوې وویل، چې د اسراییل د عملیاتو دوام د اوربند خبرو کې د پرمختګ مخه نیسي.
هغه وویل، چې خبرې اترې باید په هغه چوکاټ کې ترسره شي چې مخکې منل شوی و او د بشپړ اوربند، د اسراییلي ځواکونو د وتلو، د بې ځایه شویو فلسطینیانو د راستنیدو او له بندیانو سره د یرغمل شویو فلسطینیانو د تبادلې لامل شي.
بدران زیاته کړه: «حماس په دوحه کې د اوربند او د یرغملو د تبادلې په هکله خبرو ته د غزې په تړانګې باندې د تېریو د ختمولو په تړاو یو ستراتیژیک پرمختګ بولي.»
رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي په حواله ویلي، چې د امریکا، مصر او قطر منځګړو پلان درلود چې د پنجشنبې په ورځ له خبرو وروسته په دوحه کې د حماس له مرکچي ټیم سره سلا مشورې وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د دفاعي چارواکو په وینا، په دې خبرو کې د د اسراییلو د استخباراتو ادارې مشر ډیویډ برنیا، د داخلي امنیت د ادارې مشر رونن بار او د پوځ د یرغملو د څانګې مشر نتسان الون ګډون کړی و.
په امریکايي پلاوي کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي ای اې مشر ویلیام برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی بریټ مک ګورک شامل وو.
په دې خبرو کې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل هم ګډون کړی و.
دا خبرې په غزه کې د وینو تویولو د پای ته رسولو او د ۱۱۵ اسراییلي یرغمل شویو او د نورو هېوادونو د اتباعو د راستنولو لپاره یوه هڅه ده او دا په داسې حال کې ترسره شوه، چې ایران په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کیدو وروسته له اسراییل څخه غچ اخیستو ته چمتو دی.

په ارام سمندر کې د سېلاب او زورور توپان ګواښ د دې لامل شو، چې د جمعې په ورځ د جاپان له شمالي سیمو څخه زرګونه کسان واېستل شي.
په توکیو کې د تیز باد او باران په اړه د جاپان د هوا پېژندنې ادارې له خبرداري وروسته دغه ښار ته الوتنې او د اورګاډي سفرونه بند شوي دي.
جاپاني چارواکو خبرداری ورکړی، چې توپان او باران به په چټکۍ سره توکیو ته نږدې اوبو ته ورسیږي او بیا به د شمال لور ته دوام وکړي او د شنبې په ورځ به په شمالي کانتو او توهوکو سیمو کې سخت شرایط رامنځته کړي.
جاپاني رسنیو ویلي، چې د جاپان په هوايي ډګرونو کې لسګونه الوتنې او د الوتکو ناستې لغوه شوي دي. د دغو رسنیو په وینا، د الوتنو لغوه کېدو شاوخوا ۹۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې وویل، چې د جمعې په ورځ - د زمري ۲۶مې - سهار مهال د سختو بادونو سرعت په ساعت کې ۱۶۲ کیلومتره و. د دغه سازمان په وینا، دا بادونه اوس مهال د ۱۵ کیلومتره فی ساعت په سرعت سره د جاپان د شمال پر لور روان دي.
جاپاني چارواکو د فوکوشیما له ایواکي ښار څخه د څه باندې ۳۲۰ زره کسانو د اېستلو امر کړی. د سپورت سالونونو او ښوونځیو په ګډون له ۳۰ څخه ډېر ځایونه د اوسیدو لپاره د خوندي ځایونو په توګه پیژندل شوي.
په ورته وخت کې، د جاپان حکومت د هغو کسانو د اېستلو خبرداری ورکړی چې ښارونه یې له خطر سره مخ دي. د رسنیو د راپور له مخې، د ګڼو ادارو ورځنۍ چاری بندې شوي دي.
د یاماتو انتقال شرکت، چې د امازون او نورو شرکتونو محصولاتو د انتقال خدمات وړاندې کوي، په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د جمعې او شنبې په ورځ به توکیو او اغیزمنو سیمو کې هېڅ محصولات ونه سپاري.
ویل کیږي، چې د توکیو او ناګویا تر منځ د شینکانسن ریل ګاډي د جمعې په ورځ د مساپرو پر مخ وتړل شو.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د دغه هیواد په ځینو سیمو کې د توپانونو او سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.

د اسراييل د بهرنيو چارو وزير يسرایيل کاتز د فرانسې او بريتانيا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په کتنه کې وويل، چې تمه لري چې دغه هېوادونه په علني توګه ایران اسلامي جمهوريت ته خبردارى ورکړي، چې که پر اسراییل بريد وشي، د امريکا په مشرۍ له ايتلاف سره به يو ځاى وي.
د اسراييل د بهرنيو چارو وزير د جمعې په ورځ - د زمري په ۲۶ - دې ته په اشارې سره چې هېواد يې تمه لري دغه ايتلاف به نه يوازې په دفاع کې، بلکې په ايران کې پر مهمو هدفونو په بريدونو کې هم دوی برخه واخلي. هغه زياته کړه چې اسراییل د ایران اسلامي جمهوريت هيڅ بريد له ځواب پرته نه شي پرېښودلی.
کاتز ټینګار وکړ: «ایران باید په دې پوه شي چې که د اسراییل پر ضد خپل مستقیم یا غیر مستقیم یرغل بند نه کړي، په ستراتیژیکو او اقتصادي برخو کې به له سختو پایلو سره مخامخ شي. دا د بشپړې جګړې د مخنیوي یوازینۍ لار ده.»
د اسراییل ۱۳ ټلویزیوني چینل هم راپور ورکړی، چې د ارزونو پراساس دا هېواد لاهم پر اسراییل د حزب الله او د ایران اسلامي جمهوریت بریدونه احتمالي ګڼي.
تر دې مخکې په دوحه کې د غزې د اوربند په خبرو کې د یوه لوړ پوړي منځګړي په حواله راپور ورکړل شو و، چې د قطر لومړي وزیر له خبرو اترو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره تماس نیولی او هغوی ته یې ویلي، چې په خبرو کې د پرمختګ په حال کې دي او دا چې تهران او حزب الله دې باید پر اسراییل د برید معقولیت وڅیړي.
د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) د پنټاګون د ویاند مرستیالې سابرینا سنګ د ایران انټرنشنل خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې واشنګټن په مختلفو لارو پر اسراییل د برید په هکله د ایران اسلامی جمهوریت ته په سیمه کې د جکړې پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
سینګ د علي خامنه يي د وروستیو څرګندونو په اړه پر اسراییل د ایران اسلامي جمهوریت د برید په اړه وویل: "زه د هغه د څرګندونو په اړه خبرې نه کوم، مګر هغه څه چې زه یې تاسو ته ویلای شم هغه دا دي چې موږ په سیمه کې د سرچینو او امکاناتو د لېږدولو په حال کې یو؛ موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې سیمه ییز تاوتریخوالی کم کړو او وښیو چې که ایران برید وکړي، موږ به د اسراییل دفاع وکړو."
د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې د زمري په اتلسمه نېټه خبر ورکړ، چې ایران اسلامي جمهوريت ښايي د اسراییل پر ضد د خپل غچ اخېستنې د اندازې په اړه له سره غور وکړي.
دغې برتانوي ورځپاڼې زیاته کړې، چې ایران اسلامي جمهوریت په دې وروستیو ورځو کې د اسراییل په احتمالي برید کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تر جدي فشار لاندې دی.
ګارډین اسراییل ته د ایران اسلامی جمهوریت د پوځی ځواب لپاره د اسلامی هېوادونو د څرګند ملاتړ نشتوالی ته په اشارې سره لیکلی، چې دا ډول دریځ ښايي تهران پر اسراییل له برید څخه منحرف کړي.
برتانوي ورځپاڼې ټیلیګراف یوه ورځ وروسته له دې خبر ورکړ، چې سپاه پاسداران پر تل ابیب د توغندیو د برید په اړه یو شمیر هېوادونو ته خبر ورکړي، خو د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان وړاندیز کړی، چې په اذربایجان یا عراقي کردستان کې د اسراییل اړوند مرکزونه په نښه کړي.

د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د روغتیا صوبايي څانګې وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې د بیزو تڼاکو دوه نورې پېښې ثبت شوې چې په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ شمېره درېیو ته لوړه شوه. په پاکستان کې تېره ورځ د روان کال د بیزو چیچک لومړۍ مشکوکه پېښه راپور شوې وه.
د روغتیا نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په افریقا کې د دغه ویروس د خپرېدو له امله نړۍوال بېړنی حالت اعلان کړ.
دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو، چې له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه دغه ویروس نږدې هېوادونو ته هم خپور شو.
په پاکستان کې پخوا هم د بیزو چیچک په نامه د ایم پیکس د ناروغۍ پېښې ثبتې شوې وې.
د خېبرپښتونخوا د روغتیایي خدمتونو عمومي مشر سلیم خان وویل، دوو ناروغانو کې د بیزو تڼاکې لیدل شوې دي.
هغه وویل، د درېیم ناروغ نمونې په اسلام اباد کې د روغتیا ملي انسټیټیوټ ته د تایید لپاره لېږل شوې دي.
هغه زیاته کړه، ټول درې واړه ناروغان قرنطین شوي دي.
د صوبایي روغتیا ریاست وویل، چې دغه ناروغان له متحده عربي اماراتو څخه راغلي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د ملي روغتیا وزارت یوه ویاند وویل، چې پاکستان یوه مشکوکه قضیه موندلې او زیاته یې کړه چې ناروغ له خلیجي هېوادونو څخه راغلی و.

په چمن دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبري کولو په غبرګون کې په چمن کې د کاریګرو لهخوا د پنجشنبې په ورځ پرلت بیا له سره پیل شو.
کارګرانو دغه پرلت وروسته له هغه پای ته رسولی و، کله چې د دوی استازو له حکومت سره هوکړې ته ورسېدل چې دوی ته به په شناختي کارتونو او تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکوي.
کارګرانو او سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د افغانستان سپین بولدک ولسوالۍ ته په شناختي کارتونه اجازه ورکړي.
دغه راز افغانانو ته هم اجازه ورکړل شوې وه، چې د دوستۍ له دروازې څخه تر چمن پورې د افغانستان د تذکرې په لرلو سره به پر دغه لاره تګ راتګ کوي.
خو پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د کارګرانو استازو ته خبر ورکړ، چې حکومت له خپلې پرېکړې په شا شوی دی.
له بل پلوه پرلتوال وایي، چې حکومت ورسره د مذاکراتو په نوم دوکه کړې ده.
خو د بلوچستان حکومت وایي، چې د دوی د پاسپورټونو د ترلاسه کولو ټول لګښتونه یې په غاړه اخیستي دي.
د بلوچستان حکومت یوه ویاند ویلي، د دغې صوبې وزیر اعلی سرفراز بګټي پرېکړه کړې چې د ځايي خلکو په تېره بیا د بې وزلو خلکو د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لګښت به صوبايي حکومت ورکوي.
هغه زیاته کړه:« په چمن کې پرلتوال باید د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره سیمهییز دفترونو ته ورشي او د حکومت له دغه نوښته دې ګټه پورته کړي.»
خو په تېر کې هم پرلتوالو ګواښ کړی و، تر هغې چې پر دغه دروازه د پخوا په څېر په شناختي کارټونو او تذکرو دغه لاره نه وي خلاصه شوي؛ نو له پرلته به لاس وا نه خلي.
