په خیبرپښتونخوا کې چارواکي: د بیزو د تڼاکو یا چیچک تازه دوه پېښې ثبتې شوې

د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د روغتیا صوبايي څانګې وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې د بیزو تڼاکو دوه نورې پېښې ثبت شوې چې په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ شمېره درېیو ته لوړه شوه. په پاکستان کې تېره ورځ د روان کال د بیزو چیچک لومړۍ مشکوکه پېښه راپور شوې وه.