سوېډن د "ایمپوکس" ناروغۍ لومړۍ قضیه ثبت کړه

سوېډن د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی د ایمپوکس ناروغۍ لومړۍ قضیه ثبت کړې. دغه ناروغي داسې یو ویرویس دی، چې د نږدې تماس له لارې خپریږي.

سوېډن د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی د ایمپوکس ناروغۍ لومړۍ قضیه ثبت کړې. دغه ناروغي داسې یو ویرویس دی، چې د نږدې تماس له لارې خپریږي.
د پنجشنبې په ورځ د روغتیا نړۍوال سازمان په دوه کلونو کې د دویم ځل لپاره ایمپوکس د عامه روغتیا نړۍوال اضطراري حالت اعلان کړ.
دغه ناروغي د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې له پېدا کېدو وروسته نورو هېوادونو ته خپره شوې ده.
د سوېډن روغتیا او ټولنیزو چارو وزیر جیکوب فورسمډ یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ په سویډن کې د ایمپوکس ناروغۍ خورا جدي ډول یوه قضیه لرو ، چې کلیډ-۱ نومیږي."

د اوکراین جګپوړي قوماندان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې کییف د روسیې د کرسک په سیمه کې د پوځي قوماندانۍ دفتر جوړ کړی، چې هلته یې ځواکونه لا هم د پرمختګ په حال کې دي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱.۵ کیلومتره نور پرمختګ کړی دی.
ډګروال اولیکساندر سیرسکي د اوکراین د ولسمشرۍ له خوا په خپره شوې ویډیو کې ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ته وویل، چې د کییف ځواکونو تیره اونۍ د روسیې پر قلمرو د برید له پیل راهیسې د کرسک سیمې کې ۳۵ کیلومتره پرمختګ کړی.
هغه په خپل ټیلیګرام په خپور کړي پیغام کې وویل: "موږ په کرسک سیمه کې مخ په وړاندې روان یو. د پوځي قوماندانۍ دفتر رامینځته شوی چې باید نظم او همدارنګه د ځایي خلکو ټولې اړتیاوې تضمین کړي."
تیره اونۍ د روسیې په خاوره کې د کییف پرمختګ مسکو حیران کړ او د روسیې د ځواکونو په پرتله یې د جګړې ابتکار په لاس کې ونیوه، چې ټول کال یې د اوکراین په ختیځ کې کوچنۍ خو ثابتې لاسته راوړنې ترلاسه کړې.
سرسکي وویل؛ اوکرایني ځواکونو پر روسیې د یرغل له پیل راهیسې ۸۲ښارګوټي او ۱۱۵۰کیلومتره مربغ سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
هغه وویل، چې تورن جنرال ادوارد موسکالیوف د روسیې په لویدیځ کې د کییف تر واک لاندې سیمو کې د پوځي قوماندانۍ د دفتر مشري کوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د کییف د پرمختګ کچه په کرسک سیمه کې ورو شوې ده.
هغه وویل، چې کییف په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰ مترو څخه تر ۱.۵ کیلومترو پورې پرمختګ کړی دی. تیره ورځ کییف د یو او دوه کیلومترو ترمنځ پرمختګ کړی و.
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ، چې د چهارشنبه په ورځ یې په خپلو څرګندونو کې د "راتلونکو ګامونو" چمتو کولو اړتیا باندې ټینګار سره یوځل بیا د روسیې په خاوره کې نورو احتمالي بریدونو ته اشاره وکړه.
هغه وویل: "موږ باید په مقننه کچه په واضح ډول دا تضمین وکړو چې زموږ جنګیالي چې د مثال په توګه د کرسک په عملیاتو کې برخه اخلي او د یرغلګر دولت په خاوره کې په ټولو نورو جنګي ماموریتونو کې برخه لري، په بشپړه توګه ټول هغه امتیازات او ګټې ترلاسه کړي چې د دوی لپاره ټاکل شوي. "

د پنجشنبې په ماسپښین د قطر په پلازمینه دوحه کې د غزې د اوربند د خبرو نوی پړاو پیل شو. د غونډې په اړه یو چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د اسراییل د استخباراتو مشر له خپلو امریکایي او مصري سیالانو او د قطر له لومړي وزیر سره د تړلو دروازو ترشا غونډه کړې.
دا خبرې اترې د فلسطین په سیمه کې د لس میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو او د ۱۱۵ اسراییلي او بهرنیو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره پیل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د جولای په ۳۱مه په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته له اسراییل د غچ اخیستو په اړه خبرداری ورکوي.
د متحده ایالاتو جنګي بېړۍ او جنګي الوتکې سیمې ته د اسراییل د دفاع او د احتمالي برید کونکو د مخنیوي لپاره لیږل شوي.
واشنګټن تمه لري، چې په غزه کې د اوربند موافقه کولای شي د بشپړې پراخې سیمه ییزې جګړې خطر کم کړي.
د حماس چارواکي چې اسراییل یې د خبرو اترو په ټپه درولو تورن کړي، د پنجشنبې د ورځې په خبرو اترو کې ګډون نه دی کړی خو منځګړي په پام کې لري چې له غونډې وروسته په دوحه کې د حماس له مذاکره کوونکي ټیم سره د خبرو اترو په اړه مشوره وکړي.
د دفاعي چارواکو په وینا؛ د اسراییل په پلاوي کې د استخباراتو مشر ډیویډ برنیا، د کورني امنیتي خدماتو رییس رونین بار او د پوځ یرغمل شويو مشر نتزان الون شامل دي.
په دوحه کې د قطر د لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د مصر د استخباراتو له مشر عباس کامل سره په خبرو کې د سي ای اې مشر بیل برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي بریټ مک ګورک د واشنګټن استازیتوب کړی و.
اسراییل او حماس د یوې هوکړې په برخه کې د پاتې راتلو پړه پر یو بل اچوي خو د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې دواړو لورو د یوې موافقې د ردولو خبره نه ده کړې.
د اسراییل د مذاکره کوونکي ټیم یوې سرچینې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یو څو مهمو اختلاف وړ موضوعاتو د هواري اجازه ورکړې ده.
د اختلاف وړ موضوعاتو کې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو شتون، د یرغمل شویو خوشې کولو لړۍ او شمالي غزې ته د لاسرسي محدودیتونه شامل دي.
د پنجشنبې په ورځ له منځګړو ډلو سره د حماس په خبرو کې دغې ډله چې د جګړې وروسته د غزې د راتلونکې په اړه د امریکا او اسراییل لاس وهنه ردوي، وايي، چې که اسراییل د جګړې د ختمولو لپاره یو جدي وړاندیز ولري چې د حماس د پخوانیو وړاندیزونو سره په ټکر کې نه وي، دا ډله به خبرو اترو ته دوام ورکړي.
د حماس یو جګپوړي چارواکي سامي ابو زهري د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې دا ډله د خبرو اترو پروسې ته ژمنه ده او له منځګړو څخه یې وغوښتل چې د اسراییل ژمنې د هغو مواردو په اړه لاس ته راوړي چې حماس د جولای په پیل کې ورسره موافقه کړې وه.
هغه وايي، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو په بشپړ توګه وتل اړین دي.
حتا کله چې مذاکره کوونکي قطر ته ورسیدل، په غزه کې جګړه روانه وه، اسراییلي پوځیانو د رفح او خان یونس په سویلي ښارونو کې هدفونه په نښه کړل.
د څو میاشتو جګړې وروسته چې غزه یې ویجاړه کړه، د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا؛ له ۴۰ زره څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي او نږدې ټول ۲.۳ میلیونه خلک له خپلو کورونو څخه بیځایه شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، د دغه هېواد د ای اېس ای د مخکېني مشر تر نیولو وروسته یې د فساد دوسیې په تړاو ۳ متقاعد افسران هم ونیول. د پوځ د عامه اړیکو اداره نن زیاتوي، «د سیاسي ګټو لپاره ناامنۍ ته د لمن وهلو له امله له ځینې پخوانیو افسرانو او د دوی له همکارانو نورې پلټنې هم کېږي.»
دغه اداره په خپل بیان کې زیاتوي چې دې افسرانو د پوځي نظم او ضبط خلاف عمل کړی دی.
د پاکستان پوځ تېره دوشنبه وویل، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی دی.
هغه مهال پوځ ویل، چې ښاغلی حمید د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوايي په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې بهیر پیل شوی دی.
دا د پاکستان په تاریخ کې اول ځل دی چې د دغه هېواد د تر ټولو ځواکمنې امنیتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر پر فساد تورنېږي او محاکمه کېږي.
ټاپ سیټي د خصوصي ملکیتونو پروژه ده او مشرتابه یې وايي، فیض حمید د دوی پر دفترونو او د پروژې د مشر پر استوګنځي چاپه اچولې وه.
دوی محکمې ته ویلي چې د ۲۰۱۷ کال د مۍ پر ۱۲ پولیس او د ای اېس ای مشران د ټاپ سیټي دفتر او د هغې د مالک معیز خان پر استوګنځي چاپه واچوله او د ترهګرۍ د دوسیې په پلمه یې ترې طلا، الماس نورو ګرانبیه توکي او نغدې پیسې یووړې.
دوی زیاتوي چې جنرال حمید د دې پروژې له چارواکو سره خبرو کې ورته ویلي و، نور نیول شوي مواد در کوم، خو څلور سوه تولې طلا او نغدې پیسې نه در کوم.
د پاکستان سترې محکمې د دې مېنې له مشر غوښتي و چې د دفاع وزارت په ګډون اړوند ادارو ته خپل شکایت وکړي.
فیض حميد د ۲۰۱۹ کال په جون مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې مشر وټاکل شو او د ۲۰۲۱ کال په وروستيو میاشتو کې له همدې دندې ګوښه شو.
نوموړی د پاکستان او همدارنګه تر ټولو بهرنی لوړپوړی چارواکی و، چې د طالبانو واکمنېدو پسې کابل ته لاړ او سرینا هوټل کې له چای سره عکس یې ډېر مشهور شو.

پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هیواد پوځ د خيبرپښتونخوا په تيرا دره کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملياتو کې د یوه قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي دي. ویل کیږي، دغه عملیات یې تېره ورځ په تیرا کې کړي.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د (زمري ۲۵مه) خبر ورکړی، چې د دغه هیواد پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تېره ورځ چهارشنبه د خیبرپښتونخوا په تیرا دره کې د عملیاتو پر مهال د یوه مطلوب قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو دغه وسله وال په ټي ټي پي پورې تړلي وسله وال بللي.
رسنیو د پوځ په حواله ویلي چې دغو وسله والو څو ورځې وړاندې د تیرا په ادم خیل سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په پوسته د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې وې.
د پاکستاني امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو وسله والو کې یو مهم قوماندان هم شامل دی، چې له دوی سره اته کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، شپږ د ماین فیوزونه، ۲۹ ماینونه، ۱۲ لاسي بمونه، دوه میله ایم ۱۶، درې میله کلاشینکوفونه، څلور موبایلونه او درې میله تومانچې هم نیول شوې دي.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان یا ټي تي پي ډلې د دغو عملیاتو او وژل شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې دغې ډلې په تیرا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی و.

الجزیرې راپور ورکړی، چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، یونیسېف خبرداری ورکړی چې په غزه کې د پولیو د خپرېدو ګواښ خورا لوړ دی.
دغو ادارو په یوه بیان کې ویلي، چې د پولیو واکسین لږ تر لږه دوه پړاوونه به د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اړین وي.
دوی وویل، د غزې په تړانګه کې د ګوزڼ شاوخوا درې قضیې راپور شوې او نمونې یې اردن ته لېږل شوې چې وګوري ایا اغېزمن شوي کسان په پولیو اخته شوي که نه.
د ملګرو ملتونو ادارې په غزه کې د ۶۴۰.۵۰۰ ماشومانو لپاره چې عمرونه یې تر لسو کلونو کم دي د پولیو واکسین د مدیریت لپاره په جګړه کې د دمې او اوربند غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې د غزې د روغتیا وزارت په فلسطین کې د پولیو ناروغۍ له اعلان سره د اسراییل پوځي عملیات یې د دغه ویروس د خپرېدو لامل ګڼلي وو.
له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان هم ویلي و، چې غزې ته د یو مېلیون څخه ډېر د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینونه لېږي.
