په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۰ زرو واوښت

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۷مې نیټې راهیسې پر غزې د اسراییلي بریدونو په پایله کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۰ زرو اوښتی دی. د غزې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۴۰ زره او ۵ تنه وژل شوي دي.