په هند کې پر یوې ډاکټرې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په غبرګون کې ښځو پراخ لاریونونه کړي

په زرګونه هندیانې تېره اونۍ د کلکتې ښار په یوه دولتي روغتون کې پر یوې ډاکټرې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په اعتراض کې سړکونو ته راووتې. دوی په روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې د ښه امنیت او اسانتیاو د برابرولو او د تېري کوونکو پر وړاندې د عدالت غوښتنه کوي.