زهرا بلوڅ: له افغانستانه مو بیا غوښتي، چې د وسله‌والو ډلو په سپارلو کې راسره مرسته وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، دوی له طالبانو سره ښې سیاسي اړیکې لري او له هغې ډلې یې بیا غوښتنه کړې چې د دوی وسله‌وال مخالفین دې دوی ته وسپاري.