په مرکزي غزه کې د اسراییلي پوځ د یو برید په پایله کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي وژل شوي دي

د رویټرز خبرې اژانس د فلسطین د روغتايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو دغه برید د غزې پر زویدا ښارګوټي شوی دی. د برید له امله ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.