روسیه: اوکراین په کرسک سیمه کې د امریکا هیمارس توغندی کارولی دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې اوکراین د روسیې د خاورې پر کرسک سیمې برید کې د امریکا هیمارس توغندی کارولی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې اوکراین د روسیې د خاورې پر کرسک سیمې برید کې د امریکا هیمارس توغندی کارولی دی.
د اوکرایین د پوځ قوماندان الکساندر سیرسکي وویل، چې د دغه هېواد ځواکونو د جمعې په ورځ د روسیې د کرسک په ځینو سیمو کې د یو او درې کیلومترو ترمنځ پرمختګ کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم وویل، چې د دغه هېواد ځواکونو په کرسک سیمه کې خپلې پوستې پیاوړي کړي دي.
له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د کرسک په سیمه کې د اوکراین څو بریدونه شنډ کړي دي.
دغه وزارت د کومې سیمې د بېرته نیولو په اړه راپور نه دی ورکړی.
په تېرو ورځو کې روسیې ویلي و، چې «اوکراین د کرسک په سیمه کې امریکايي تسلیحات کارولي دي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل، چې اوکراین د کرسک په سیمه کې د «سیم» پل د ویجاړولو لپاره د هیمارس توغندي کارولی دی.
امریکايي هیمارس توغندي چې اوکراین ته ورکړل شوي دي شاوخوا ۸۰کیلومتره لرې واټن ویشتلای شي.
اوکراین د زمري په ۱۶مه پر کورسک خپل برید پیل کړ.
دا برید له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر روسیې د یو بهرني ځواک تر ټولو لوی برید دی.
اوکراین ویلي، چې په کرسک کې یې د یو زرو ۱۵۰ کیلومتره مربع مساحت سره تر ۸۰ زیات ښارګوټي نیولي او ۳۵ کیلومتره پرمختگ یې کړی دی.
روسیه هم د اوکراین پر ۱۸ سلنه خاوره واک لري.
د شنبې په ورځ، د روسیې دفاع وزارت اوکراین په دې تورن کړ چې د کورسک اټومي بټۍ باندې د برید پلان لري او ګواښ یې وکړ چې د داسې احتمالي برید په وړاندې، چې پراخه سیمه به ککړه کړي، سخت ځواب ورکوي.

د لبنان دولتي خبري اژانس ان ان اې د شنبې په ورځ وویل، چې د لبنان په سویل کې د نباتیح په ښار کې د استوګنې پر ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون شاوخوا لس تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ان ان اې وویل، چې د برید قربانیان ټول د سوریې وګړي دي، او زیاته یې کړه چې د ډي ان اې ازموینو وروسته به د قربانیانو هویت معلوم شي .
اسراییلي پوځ ویلي، چې هوايي برید د حزب الله وسله والو د وسلو یوه ډیپو په نښه کړې ده.
حزب الله په یوه اعلامیه کې وویل، چې د نباتیه برید په غچ کې یې د اسراییل په شمال کې د ایلت هشاهر کیبوتز سیمې په مرکز برید کړی دی.
حزب الله ژمنه کړې چې له اسراییل څخه به غچ واخلي.
اسراییلي پوځ ویلي، د لبنان له لوري په راکټي برید کې دوه پوځیان ټپیان شوي، او زیاته کړې یې ده چې له لبنان څخه په تازه بریدونو کې ټولټال ۵۵توغندي توغول شوي دي.

په قطر کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره له خبرو اترو یوه ورځ وروسته، پر لبنان او غزې د اسرايیلو په دوو بریدونو کې ۳۰ کسان ووژل شول. د حماس جګپوړي ویاند په راتلونکو ورځو کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو په اړه خوشبیني «یو خیال» بللی دی.
د لبنان په سویلي ښار نبطيه کې پر یوې ودانۍ د اسراییلو په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
قربانیان ټول د سوریې وګړي دي.
د اسراییلو پوځ ويلي، چې په دې هوايي برید کې یې د حزب الله وسله والو د وسلو یو ګودام په نښه کړی دی.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې روانې دي.
په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه له دوو ورځو خبرو اترو وروسته، د دغو خبرو منځګړو درې واړو هېوادونو اعلان وکړ، چې امریکا په دې برخه کې نوی وړاندیز کړی دی.
امریکا، مصر او قطر د دوحې خبرې «رغنده او جدي» بللې دي.
په ورته وخت کې د حماس لوړپوړي ویاند سمیع ابوزهري په راتلونکو ورځو کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو په اړه خوشبیني «یو خیال» بللی دی.
هغه وویل، چې اسراییل «د موافقې چانس له منځه وړي او امريکا د هغوی د کړنو ملاتړ کوي.»
د حماس دغه لوړپوړي چارواکي ټینګار وکړ: «موږ د یوې موافقې یا رښتیني خبرو اترو په لور نه یو روان، بلکې د امریکا د حکمونو د تحمیلولو په لور روان یو.»
تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې منځګړو له اسراییل غوښتي، چې راتلونکې اوونۍ د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي.
په همدې حال کې امریکايي او سیمه ییزو چارواکو ایران ته خبرداری ورکړی، چې که د اسماعیل هنیه د وژنې په غچ کې پر اسراییلو برید وکړي له ناوړه عواقبو سره به مخ شي او په غزه کې د اوربند خبرې اترې به هم ودرول شي.
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ایران له چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي، چې د خبرو اترو د له منځه وړلو د مخنیوي په خاطر پر اسراییلو له احتمالي برید څخه ډډه وکړي.

د مسعود پزشکیان د حکومت له خوا د وړاندیز شویو وزیرانو د وړتیاوو د ارزونې لپاره د اسلامي شورا عمومي غونډه نن د شنبې په ورځ د زمري په ۲۷مه پیل شوه. د غونډې استازو موافقه وکړه، چې غونډه به د شنبې څخه تر چهارشنبې پورې - د زمري له ۲۷ مې څخه تر ۳۱ مې پورې - دوام وکړي.
پزشکیان غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې د خپلې کابینې لپاره له وړاندیز شویو وزیرانو دفاع وکړه او وویل، چې دوی مشهور کسان دي او زیاته یې کړه: «د وزیرانو په ټاکلو کې مې له خدای سره مشوره وکړه.»
د نننۍ غونډې په پیل کې پزشکیان په خپلو خبرو کې په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون او د ایران اسلامي جمهوریت د حکومتدارۍ څخه د ټولنې نهيلۍ ته اشاره وکړه.
د شاوخوا یو ساعت خبرې کولو وروسته، پزشکیان وویل، چې هغه په خبرو چندانې بلد نه دی او کله یې چې د کاغذ له مخې لولي نو خبرې یې لا خبرابیږي.
د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان وړاندېز شوي د کابینې وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو په موخه اسلامي شورا ته ور وپېژندل.
د دغه نوملړ پر بنسټ، عباس عراقچي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه معرفي شوی دی.
همدا راز اسماعیل خطیب د اطلاعاتو د وزیر په توګه وړاندیز شوی دی.
عراقچي د حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف مرستیال و او له لوېدیځ سره یې د اټومي خبرو اترو په برخه کې مهم رول لوبولی و.
خطیب د ابراهیم رییسي په حکومت کې د اطلاعاتو وزیر و او د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت په کرمان کې د چاودنې او د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو او همدا شان په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په څېر پیښې د هغه په دوره کې رامنځته شوې.
د راپورونو له مخې، عبدالناصر همت د اقتصاد د وزیر په توګه د پزشکیان له خوا اسلامي شورا ته معرفي شوی دی.
نوموړی پخوا په ۱۴۰۰ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و او د ایران د مرکزي بانک مشر هم و.

د افریقا اتحادیې روغتیایی ادارې نن ويلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افریقا کې د ام پاکس ۱۸ زره ۷۳۷ پېښې ثبت شوې دي. د افریقا د روغتیا اداره وايي، چې په دې کې د ویروس (کولډ B1) او نور ټول ډولونه شامل دي.
په افریقا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) په یوه اعلاميه کې ويلي، چې تر دې دمه د دې اتحادیې په ۱۲ غړو هیوادونو کې د ام پاکس ناروغۍ ۳ زره ۱۰۱ قضیې تایید شوې او ۱۵ زره ۶۳۶ شکمنې پیښې ثبت شوې دي.
دغه مرکز زیاته کړې، چې په افریقا کې د دغې ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۲ عشاريه ۸۹ سلنې ته رسېدلی دی.
د افریقا د روغتیا اداره دا هم وایي، چې د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ام پاکس ترټولو ډېرې قضیې ثبت شوې ي.
دې سازمان زیاته کړه چې په دې هېواد کې د ۲۰۲۳ په سپټمبر کې د «کولډ B1» فشار لومړۍ قضیه وموندل شوه.
د افریقایي اتحادیې د روغتیا سازمان په وینا تیره اونۍ د کانګو جمهوریت د یو زر او ۵۰۰ ام پاکس پېښو شاهد و، چې له جملې څخه یې ۲۲۲ پېښې یاید ۷۸۳ شکمنې او لږ تر لږه ۲۴ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د افریقایي اتحادیې د روغتیا سازمان د راپور له مخې، د کانګو جمهوریت په ټولو ۲۶ ښارونو کې، چې ۱۰۰ ميليونه خلګ ژوند کوي د ام پاکس قضیې راپور شوي.
په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان د ام پاکس ناروغۍ د زیاتوالي له امله نړیوال بیړنی حالت اعلان کړی دی.
ام پاکس یوه ویروسي ناروغي ده، چې له حیواناتو څخه انسانانو ته او همدارنګه له انسان څخه انسان ته د جنسي یا فزیکي تماس له لارې لیږدول کیدی شي.
لوړه تبه، د عضلاتو دردونه او د پوستکي لوی زخمونه د دې ناروغۍ نښې دي.

په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه له دوو ورځو خبرو اترو وروسته، هغه درې هېوادونه چې د دغو خبرو منځګړیتوب کوي وايي، چې امریکا په دې برخه کې نوی وړاندیز کړی دی.
په هغه ګډه اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ د دریو هېوادونو، امریکا، قطر او مصر له خوا خپره شوه، ویل شوي چې متحده ایالاتو د جمعې په ورځ یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې په غزه کې د اوربند په تړون کې پاتې تشې ډکوي او د جو بایډن له طرحې سره هم همغږي لري.
امریکا، مصر او قطر په خپله ګډه اعلامیه کې وروستۍ خبرې اترې جدي او رغنده وبللې.
دوی زیاته کړه، چې منځګړي هېوادونه به په راتلونکو ورځو کې په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند د پلي کولو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه په قاهره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د ضایع کولو لپاره نور وخت نشته او د نور ځنډ لپاره هېڅ پلمه نه شته. د دې وخت را رسېدلی چې یرغمل شوي او بندیان خوشې شي، اوربند پیل شي او دغه هوکړه عملي شي.»
د حماس یو جګپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې هغه څه چې دغې ډلې ته په دوحه کې د اوربند د خبرو د پایلو په اړه ویل شوي، له هغه مواردو سره همغږي نه دي چې د جولای په دویمه پرې موافقه شوې وه.
تر دې مخکې، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره خبرې اترې چې ټاکل شوې د زمري په ۲۶مه دوام وکړي، د «پرمختګ په حال کې» بللې وې.
د دغو خبرو اترو لومړۍ ورځ د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۵مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه.
خبرې اترې د یوې بلې ورځې لپاره په دې وغځول شوې، چې حماس د خبرو په دې پړاو کې ګډون نه و کړی.
یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د اوربند رامنځته کول یو حیاتي ګام دی.
هغه د خبرو اترو جزیياتو او د هغو احتمالي لاسته راوړنو ته له اشارې پرته زياته کړه: «پاتې خنډونه له منځه تللى شي. موږ باید دا پروسه پای ته ورسوو.»
خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیدې او ټاکل شوې د جمعې په ورځ بیا پیل شي ځکه چې پر غزې د اسراییل بریدونه دوام لري.
په غزه کې د حماس اړوند روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په لس میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر له څلویښت زرو واوښت.
د دغو چارواکو په وینا، د پنجشنبې په شپه د غزې د تړانګې په شمال کې د جبالیا په ښار کې پر یو کور د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان ووژل شول.
اسراییلي پوځیانو تر دې مخکې هم په سویلي ښارونو رفح او خان یونس کې خپلې موخې په نښه کړې وې.
د حماس د سیاسي دفتر غړي حسام بدران په یوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په ټیلیګرام ټولنیزې شبکې کې خپره شوې وویل، چې د اسراییل د عملیاتو دوام د اوربند خبرو کې د پرمختګ مخه نیسي.
هغه وویل، چې خبرې اترې باید په هغه چوکاټ کې ترسره شي چې مخکې منل شوی و او د بشپړ اوربند، د اسراییلي ځواکونو د وتلو، د بې ځایه شویو فلسطینیانو د راستنیدو او له بندیانو سره د یرغمل شویو فلسطینیانو د تبادلې لامل شي.
بدران زیاته کړه: «حماس په دوحه کې د اوربند او د یرغملو د تبادلې په هکله خبرو ته د غزې په تړانګې باندې د تېریو د ختمولو په تړاو یو ستراتیژیک پرمختګ بولي.»
رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي په حواله ویلي، چې د امریکا، مصر او قطر منځګړو پلان درلود چې د پنجشنبې په ورځ له خبرو وروسته په دوحه کې د حماس له مرکچي ټیم سره سلا مشورې وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل د دفاعي چارواکو په وینا، په دې خبرو کې د د اسراییلو د استخباراتو ادارې مشر ډیویډ برنیا، د داخلي امنیت د ادارې مشر رونن بار او د پوځ د یرغملو د څانګې مشر نتسان الون ګډون کړی و.
په امریکايي پلاوي کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي ای اې مشر ویلیام برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی بریټ مک ګورک شامل وو.
په دې خبرو کې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل هم ګډون کړی و.
دا خبرې په غزه کې د وینو تویولو د پای ته رسولو او د ۱۱۵ اسراییلي یرغمل شویو او د نورو هېوادونو د اتباعو د راستنولو لپاره یوه هڅه ده او دا په داسې حال کې ترسره شوه، چې ایران په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کیدو وروسته له اسراییل څخه غچ اخیستو ته چمتو دی.
