په ارجنټاین کې د یوې «اسلامي ډلې» ۷ غړي په یهودانو د برید د پلانولو په تور نیول شوي

د ارجنټاین د ملي امنیت وزارت ویلي، چې د دې هېواد پولیسو د "اسلامي ترهګرې ډلې" یو سازمان نیولي چې پلان یې درلود د مندوزا په یهودي ټولنه برید وکړي.