طالبان وايي، د کابل - جلال اباد د دویم سړک د جوړولو کار به ډېر ژر پیل شي

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د کابل ـ جلال اباد تر منځ د دویم سړک د جوړولو چارې چې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې وې ډېر ژر به یې له سره پیل کړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د کابل ـ جلال اباد تر منځ د دویم سړک د جوړولو چارې چې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې وې ډېر ژر به یې له سره پیل کړي.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې سترې ترانزیټي لارې د جوړولو چارې که له یوې خوا د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اسانتیاوې رامنځته کوي؛ نو ورسره پر دغې لویې لارې د ترافیکي پېښو د کمېدو لامل هم ګرځي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په دغې خبرپاڼه کې د کابل- غزني د لویې لارې د جوړولو یادونه هم شوې او ویل شوي، چې د دغې ډلې د مشرتابه له حکم سره سم به د غزني د دویم لین سړک د جوړولو چارې هم پیل شي.
که څه هم چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د دغو دوو لویو ترانزیټي لارو د جوړولو خبره کړې؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې دغه چارې به کله بشپړېږي.
د کابل- جلال اباد دویم سړک د جوړولو چارې چې د کابل د خاک جبار له ولسوالۍ پیل او بیا د حصارک، شېرزادو، خوګیاڼو او سره رود له ولسوالیو تېرېږي او تر تورخمه رسېږي د پخواني نظام پر مهال پیل شوې وې، چې ډېر ځله د امنیتي ستونزو له امله ټکنۍ پر مخ روانې وې.
د ګڼو خلکو په باور پخوا همدغه ډله وه، چې د بیارغاونې چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې وې، اوس چې دغه ډله د واک پر ګدۍ ناسته ده؛ نو بله داسې وسلهواله ډله نه شته، چې د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستانه باجوړ ته د ننوتو په هڅه کې پنځه وسلهوال وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي.
په دغه وینا پاڼه کې راغلي، چې د ډزو په تبادله کې د دوی درې سرتېري د عنایت خان، عمر حیات او وقار خان په نوم هم وژل شوي دي.
د وینا پاڼې له مخې، دغه درې سرتېري د پېښور، خیبرپښتونخوا او مانسهرې اوسېدونکي وو.
خبرپاڼه وایي، پاکستان په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د وسلهوالو ډلو له ورتګه دې مخنیوی وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د طالبانو له حکومته تمه کېږي، چې خپل مکلفیتونه پوره کړي او د پاکستان پر ضد د ترهګریزو کړنو د دوام لپاره د وسلهوالو لهخوا د افغان خاورې د کارونې مخه دې ونیسي.»
طالبانو او وسلهوالو ډلو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو پاکستان په وار، وار طالبان تورن کړي، چې په افغان خاوره کې یې ټيټيپي وسلهوالو ته ځای ورکړی او دغه ډله له هغې ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال وایي، چې په بشر دوستانه مرستو کې د نارینه و ترڅنګ د ښځو بشپړ او پراخ ګډون حیاتي دی. اېنډریکا راټواټ ویلي، چې په عمومي برخو کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه نوې ستونزې جوړې کړي، چې باید پرې غالب شو.
نوموړي د بشرپالنې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوناما په اېکس کې په خپره شوې ویډيو کې ویلي، چې که نړۍواله ټولنه د بشردوستانه فعالیتونو په لومړۍ کرښه کې د ښځو د ګډون او ملاتړ برخه کې ناکامه شي، په اصل کې خلکو ته د بشردوستانه خدمتونو په وړاندې کولو کې ناکامي ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال زیاته کړه، چې ښځې او نارینه دواړه په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو د ملا تیر دی.
د راټواټ په خبره؛ اوس د هر بل وخت په پرتله اړتیا ده، چې نړۍ د بشرپالو د وړتیاو لوړولو او له دوی څخه د ملاتړ ضمانت وکړي.
نوموړي په دې ویډيو کې ویلي، چې له مرسته کوونکو په ځانګړې توګه د ښځو له نه شتون سره به د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي وو، چې افغانستان په نړۍ کې د بشرپالو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.
د اوچا په اعلامیه همداراز راغلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د روزنیزو، ماین پاکۍ، د خوراکي مرستو، روغتیایي خدمتونو او د روان درملنې په برخو کې د غیر دولتي، سیمه ییزو او نړۍوالو سازمانونو ۳۵ زره کارکوونکي کار کوي.

طالبانو اعلان کړی، چې د دې ډلې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د چارو د پيل پرانیسته وکړه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ملا برادر وویل؛ دغې ډلې درک کړې ده، چې د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې د پرمختګ لپاره اوبه تر هر څه مهمې دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پلتوني بند چارې به په دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي او په جوړېدو سره به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره.
د خبرپاڼې له مخې؛ د دې بند په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۵ میلیونه متر مکعبه اوبه زېرمه، ۲۵۰۰ هېکټاره ځمکه خړوبه او ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا به هم ورسره تولید شي.

په دې غونډه کې ملا برادر زیاته کړې ده، چې یاده ډله د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د طبیعي سرچینو د مدیریت قوي هوډ لري او په دې برخه یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه هم برابره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه کړې، چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه وو پیل شوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بند په بشپړېدو سره به د دغه ولایت پر مرکز ښرنې سربېره د نېږدې سیمو تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې قوي، کرنیزې ځمکې خړوبې، سېلابونه به کنټرول او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د برېتانيا غیر مقیم سفارت د دوشنبې په ورځ د بشري مرستو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وويل، چې په ۲۰۲۳ کال کې يې له افغانستان سره له ۲،۷ ميليونو زياتو خلکو سره مرسته کړې ده. سفارت ویلي، چې په دې کې ۱،۳ میلیونه افغانو مېرمنو ته بشري مرستې ورکړل شوې دي.
د افغانستان لپاره د برېتانيا سفارت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) پر خپله اېکس پاڼه په يوه ياداښت کې ليکلي: «د بشردوستانه نړۍوالې ورځې په مناسبت موږ له خپلو همکارانو سره د ستونزمن بشري وضعیت د ښه کولو لپاره، چې د افغانستان خلګ ورسره مخ دي خپل کار ته دوام ورکوو.»
افغانستان لپاره د سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسن کابل ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره وویل، چې د برېتانیا بشري هڅو د افغانانو پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.
تر دې مخکې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د برېتانیا ۴۰ میلیونه پونډه مرسته اعلان کړې وه او ویلي یې وو، چې دغه اداره کولای شي په دې مرستو سره په افغانستان کې له ۱.۵ میلیونو زیاتو خلکو سره مرسته وکړي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه محروم دي.

د انګریزانو څخه د خپلواکۍ د اخیستو ورځ د افغانستان ټولو حکومتونو په تېرو ۱۰۵ کلونو کې په شاندارو مراسمو سره نمانځلې ده او یوازې هغه ډلې او کسان د دغه ورځې مخالف دي، چې د پردو په لاس جوړې شوې او د پردیو ګټو لپاره کار کوي.
ولې افغانان دا ورځ نمانځي؟
دا ورځ افغانان ځکه نمانځي چې په دغه ورځ د افغانستان ځوان مشر شاه غازي امان الله خان اعلان وکړ، چې افغانستان نور په خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې ازاد او مستقل دی.
د لومړي ځل لپاره په دغه ورځ د افغانستان ملت سره یوځای شو او د استقلال د ازادۍ لپاره د انګریزي ښکیلاک په ضد ودریدل او خپله ازادي یې د خپل ولس په زور او ملاتړ تر لاسه کړه.
د افغانستان اکثره نور جنګونه افغانانو په خپلو منځو کې د بهرنیانو په ملاتړ او مخالفت تر سره کړي دي.
په دې خاطر د افغانستان په معاصر تاریخ کې هیڅ بله ورځ د استقلال د ورځې ځای نه شي نیولی.
د افغانستان استقلال د هند د نیمه وچې ازادي غوښتونکو خوځښتونه ته الهام ورکړ، چې خپله مبارزه ګړندۍ او د انګریزانو برم او ښکیلاک د هند د نیمه وچې څخه ټول کړي.
د استقلال ورځ نمانځل او د استقلال په اهمیت پوهیدل د افغانانو لپاره او په خاصه توګه ځوان نسل ته د دغه ورځې د تجلیل یادول زیات اهمیت لري؛ تر څو ځوان نسل د خپل هېواد د ملي ورځو او ملي ارزښتونو سره اشنا او ملي احساس د دوی په منځ کې ژوندې پاتې شي.

د استقلال مفهوم څه دی؟
د یو هېواد د استقلال او ازادۍ تعریف دا دی، چې په خپلو داخلي او بهرنیو پالیسیو کې د پرېکړو اختیار ولري.
حکومتونه د خپل ولس د ګټو لپاره قوانین جوړ کړي، په خپلو منابعو کنټرول ولري، د خپلې جغرافیه او سرحداتو څخه او همداشان د خپلو خلکو د حقوقو څخه دفاع وکړي.
د پورته تعریف په اساس، یو نظام او حکومت قانوني، ولسي او نړۍوال مشروعیت تر لاسه کوي.
په دې اساس؛ د غازي امان الله خان په وخت کې د افغانستان لومړنی اساسي قانون په ۱۹۲۳ز کال کې جوړ شو.
اساسي قانون د نظام او حکومت د جوړېدو لپاره اساس دی؛ تر څو حکومت د قانون په چوکاټ کې د خلکو د ګتو لپاره کار وکړي. اساسي قانون د ولس او حکومت تر منځ یو ټولنیز قرار داد دی.
د دې تر څنګ د شاه غازيامان الله خان په دور کې د حکومتي لکه د بهرنیو چارو وزارت او نورو اداراتو جوړیدل، د نوي عصري تعلیمي نظام او د هېواد د مډرنیزه کېدو بڼست کېښودل شو.
د خپلواکۍ د اخستلو تر څنګ شاه غازي امان الله د معاصرې حکومتولۍ بنسټ اېښودونکی هم دی.
د هېوادونو ملي هویت څنګه رامنځته شو؟
کله چې په اولسمې او اتلسمې پېړیو کې د څو لسیزو جنګونو څخه وروسته په اروپا کې د نیشن سټیت (Nation States) مفکوره په ۱۶۴۸ز کال کې د ویست پالیه(Westphalia Treaty) د قرارداد څخه وروسته رامنځته شوه، چې د ویسپالیا سیستم په نوم هم یادیږي، د هېوادونو تر ملي حاکمیت وپېژندل شو او د هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماسې په وسیله د قدرت تعادل په اروپا کې رامنځته کړ.
بیا په نولسمې پېړۍ کې چې د نیشنلیزم مفکوره رامنځته شوه، په هېوادونو کې د ملي هویت په اساس ملي حاکمیت، جغرافیه او ملي ګټې تعریف شوې.
ولې اساس قانون د یو هېواد لپاره اهمیت لري؟
د اساسي قانون پر بنسټ؛ د یو نظام تهداب کېښودل کیږي تر څو د یو هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه تګلاره معلومه کړي.
با ثباته هېوادونه هغه وو او دي، چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د حکومت او ولس وجایب او مکلفیتونه پکې معلوم وي.
د اساسي قانون پر بنسټ؛ ولس خپل حکومت او مشران ټاکي. همداشان په باثباته هېوادونو کې اساسي قانون د حکومتونو په خوښه ژر بدلیږي رابدلیږي نه، البته په اساسي قانون کې تعدیلات د وخت د اړتیاو په اساس رامنځته کیږي.
کله چې د اساسي قانون په اساس؛ یو هېواد خپله تګلاره تعین کړه، په هغه هېواد کې سیاسي ثبات رامنځته کیږي.
د سیاسي ثبات په نتیجه کې حکومتولي ښه کیږي، اقتصادي پرمختګ رامنځته کیږي او حکومت د ولس بادار نه بلکې د ولس خدمتګار وي.
د قانون په اساس د یو هېواد ټول وګړي مساوي حقوق او وجایب لري او په دې توګه ټولنیز عدالت هم رامنځته کیږي.
د اساسي قانون په چوکاټ کې د چیک او بېلانس سیستم رامنځته کیږي؛ ځکه هیڅوک مطلق قدرت او صلاحیت نه لري.
واک او قدرت د اساسي قانون په چوکاټ کې د ولس د پرېکړو په اساس تر سره کیږي. ولسواکي حاکمه او د دیکتاتورۍ مخه نیول کیږي.
استقلال د سیاسي علومو له نظره
کله چې د استقلال بحث کوو، دا د دې معنا نه لري، چې یو هېواد به د نړۍ د نورو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او پوځي تعلقات ونه لري.
د استقلال بحث دا دی، چې یو هېواد د خپلو ګتو لپاره باید ازادي ولري چې خپل ستراتیژیک دوستان او دوښمنان وټاکي او د هغوي سره روابط د خپلو ګټو په چوکاټ کې تنظیم کړي.
د سیاسي علومو په تعریف؛ استقلالیت مطلق نه دی بلکې نسبي دی. د یو هېواد اقتصاد چې څومره په خپل ځان متکي وي، هماغومره هغه هېواد په خپلو پرېکړو کې هم مستقل دی.
په یویشیتمه پیړۍ کې حتا د پرمخ تللو هېوادونو مشران هم په خپلو پرېکړو کې سل په سلو کې مستقل نه دي ځکه هغوي مجبوره دي، چې ډېر کورني او بهرني عوامل په نظر کې ونیسي او ټولې پرېکړې په خپله خوښه نه شي کولی.
په دې توګه کله چې د استقلال ورځ نمانځو نو باید په دې هم پوه شو، چې سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ازادي څه معنا لري او څنګه تر لاسه کیږي؟
اوس مهمه خبره دا ده، چې ایا افغانانو پس له ۱۰۵ کلونو راهیسې چې خپل استقلال یې تر لاسه کړې دی، په څه حالت کې دي او افغانستان د څه ډول بهرنيو او کورنيو ستونزو سره مخامخ دی؟

۱۰۵ کاله د مخه د غازي امان الله په ضد ښکیلاګرو د افغانانو په لاس پروپاګند پیل کړ، چې غازي امان الله خان د دین مخالف دی، اساسي قانون ته حاجت نه شته دی؛ ځکه اسلام پخپله اساسي قانون دی، د ښځو تعلیم ناروا دی، عصري علوم مباح دي او مډرنیزه کېدل د اسلام په خلاف کار دی.
هماغه و، چې د غازي امان الله خان د پروګرامونو پر وړاندې خڼډونه جوړ شول او د هېواد پرمختګ څپه په شا شوله او په عوض کې یو بېسواده کس د حبیب الله کلکاني په نوم قدرت ونیوه.
اوس افغانان، د استقلال ۱۰۵مه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې په افغانستان کې بیا یوه متحجره ډله د طالبانو په نوم حاکمه ده.
اساسي قانون نه مني، د ښځو په تعلیم بندیز دی، عصري علوم مباح ګڼي، ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري، د افغانستان سفارتونه او بانکونه فلج دي، د بیان ازادي او نور حقه حقوق چې انسانانو ته الله تعالی ورکړي دي، په هغه محدودیتونه او بندیزونه دي، فقر ورځ تر بلې زیاتیږي.
د دوی تعبیر د اسلام څخه د دنیا د نورو مهمو او متبحرو علماو سره توپير لري. د دوی د حکومتولۍ موډل نه د اسلام په صدر کې موجود و او نه په اوسني وخت په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې شته.
پیغمبر او خلفای راشدین هم د هغه وخت خلکو لیدلې شو؛ خو د طالبانو مشر څو لیدلې نه شي.
په نړۍوال ستیج کې افغانستان ځای نه لري؛ ځکه د دوی اکثریت مهم مشران د نړۍوالې ټولنې په تور لست کې دي.
افغانان په داخل او بهر کې د زیاتو ستونزو سره مخامخ دي. کله چې یو هېواد خپل ځای او موقف په نړۍوال ستیج کې له لاسه ورکوي، د هغه هېواد وګړي هم د نړۍ د هېوادونو په منځ کې خپل حیثیت له لاسه ورکوي.
طالبان دغه حقوق د اسلام په ضد او د غربي ټولنې زیږنده ګڼي حال دا چې دا حقوق اسلامي حقوق دي، چې الله تعالی خپلو انسانانو ته ورکړیدي.
له تاریخي پېښو زده کړه
که بې پرې ارزونه وکړو، د تېرو تاریخي حوادثو څخه افغانانو په کل کې څه نه دي زده کړي. نه د طالبانو حاکمې ډلې د خپل تېر دور د ناکامې څخه څه زده کړي او نه د طالبانو مخالفو سیاسي او یا مسلحو ډلو او زورواکانو څه زده کړي دي.
نه مدني ټولنو او نه رسینو څه زده کړي دي؟
هماغه زاړه روایتونه او زړې تګلارې دي، چې افغانستان یې دغه حالت ته رسولی دی.
د دې لپاره چې افغانان خپله انرژي د یو بل په تخریب مصرفوي ښه به دا وي، چې خپله انرژي، پوهه، علم او قوت د یو بل په حمایت کې مصرف کړي؛ تر څو په افغانستان کې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي.
دا د افغانانو پورې اړه لري، چې ایا غواړي تېرې ناکامې تجربې بیا - بیا تکرار کړي او که غواړي چې د قانون په چوکاټ کې سره ژوند وکړي او یو بل وزغمي.
که اساسي قانون نه وي؛ نو بیا د قانون په عوض به د ځنګل قانون حاکم وي، نیابتي جګړې وي او افغانان به په داخل او بهر کې در په دره وي.
ښه به دا وي چې د قدرت د نفې او انحصار سیاست له منځه لاړ شي، افغانان یو بل وزغمي او ټول د قانون په چوکاټ کې سره ژوند، کار او سیاست وکړي.
په دغه برخه کې دا د ټولو افغانانو په انفرادي او ټولیزه توګه مسوولیت دی، چې په شریکه سره کار وکړي.
د یو هېواد د رشد او پرمختګ لپاره همېشه ایډیال حالت نه وي؛ بلکې همېشه د یو هېواد د پرمختګ پړاوونه په ټولو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو ټولنیزو برخو کې په تدریجي توګه تر سره کیږي.
یادونه: افغانستان انترنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
