د اوږده عمر ریکارډ؛ د نړۍ تر ټولو ډېر عمره ښځه مړه شوه

د نړۍ تر ټولو اوږد عمر لرونکې ښځه ماریا برینیاس موریرا مړه شوه. ماریا چې تېر کال د نړۍ د تر ټولو زړې ښځې شخصیت جایزه ګټلې وه، د اګست په ۱۹مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ماریا مړینه د ګنیز نړۍوال ریکارډ چارواکو هم تایید کړې ده.