ټيټيپي: سویلي وزیرستان کې پوځ د لوټ او تالان په موخه خلک اړ کړي، چې له خپلو کورونو ووځي

تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) وايي، د سویلي وزیرستان په بدر او شاوخوا سیمو کې تېره شپه ځايي خلکو ته ویل شوي چې خپل کورونه خوشې او نورو سیمو ته دې کډه شي.

تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) وايي، د سویلي وزیرستان په بدر او شاوخوا سیمو کې تېره شپه ځايي خلکو ته ویل شوي چې خپل کورونه خوشې او نورو سیمو ته دې کډه شي.
د دغې ډلې لهخوا په هغې خبرپاڼه کې چې بېګا ناوخته خپره شوې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې لیکل شوي، چې تر دې وړاندې هم پاکستاني پوځ په سویلي وزیرستان کې ورته کړنې ترسره کړي چې په پایله کې یې د ځايي خلکو کورونه لوټ شوي یا هم ویجاړ کړل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د پوځ دغسې کړنو ته دې غاړه نه ږدي او د خپلو کلیو او کورونو ساتنه او پالنه دې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني چارواکي سره له دې چې تل پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې پاکستاني طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې؛ خو د دوی دغه کړنې دا څرګندوي، چې د دغې ډلې ټول غړي په وزیرستان کې مېشت دي او له همدغو سیمو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه پلانوي.
د خبر پاڼې په وروستۍ برخه کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه شوې، چې د دغه شان کړنو دې لاس پر سر شي او د خلکو په بېځایه کولو سره دې نورې اجنډاوې نه پلې کوي، چې په دې سره به د خلکو او د دوی تر منځ راغلی واټن نور هم پراخ او ولسونه به یې پر ضد راپورته شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو تړون لپاره اوسنی فرصت شاید تر ټولو غوره او احتمالي وروستی فرصت وي. هغه اسراییل او حماس وهڅول چې د یوې هر اړخیزې موافقې په اړه هوکړه وکړي.
په همدې حال کې د فلسطین اسلامپالې ډلې حماس له څو کلونو وروسته په اسراییل کې د ځانمرګو بریدونو د بیا پیلولو اعلان کړی او اسراییل هم په ټول ځواک سره په غزه کې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی، هغه څه چې د یوې هوکړې په اړه امیدواري کمرنګه کوي.
حماس او د اسلامي جهاد په نوم یوې بلې وسله والې ډلې ویلي، چې دوی د یکشنبې په ورځ په تل ابیب کې یو سنیګاک (د یهودو عبادتځی) ته څېرمه د چاودنې مسوولیت لری.
هغه چاودنه چې بریدګر پکې وژل شوی او یو بل کس یې ټپي کړ.
حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د غزې د جګړې د دوام په صورت کې به ځانمرګي بریدونه له سره پیل کړي.

د غزې په اړه په قطر کې روانې خبرې اترې تېره اونۍ له کوم پرمختګ پرته ودرول شوې؛ خو د امریکا د وړاندیز پر بنسټ به دغه خبرې اترې روانه اونۍ بیا پیل شي.
بلېنکن د دوشنبې په سهار د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرزوګ او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره کتلي دي.
بلېنکن له هرزوګ سره له کتنې مخکې خبریالانو ته وویل: "دا یوه پرېکړه کونکې شېبه ده، شاید تر ټولو ښه، شاید وروستی فرصت وي چې یرغمل شوي خپلو کورونو ته ستانه شي، اوربند وشي او هر څوک د تلپاتې سولې او امنیت لپاره ښه لاره پرانیزي."
د مياشتو - مياشتو پرله پسې خبرو وروسته اسرایيل وايي؛ جګړه يوازې د پوځي او سياسي ځواک په توګه د حماس په له منځه تللو سره پای ته رسېدی شي او حماس وايي، چې يوازې دايمي اوربند مني، نه موقتي.
د متحده ایالاتو د خوشبینۍ څرګندولو سربېره اسراییل او حماس دواړو ویلي، چې یو تړون رامنځته کېدل به ستونزمن وي.

حماس د یکشنبې په ورځ نتنیاهو تورن کړ چې "د منځګړیتوب هڅې یې شنډې کړې" او ترکیې وویل، چې د حماس استازو ورته ویلي، چې د متحده ایالاتو چارواکي "ډیر خوشبینه انځور رامنځته کوي".
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د اسراییل کابینې ته وویل، چې "موږ خبرې اترې ترسره کوو خو دا به یوازې داسې سناریو نه چې مونږ به له هر څه تیریږو."

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په اډیاله زندان کې له خبریالانو سره به خبرو کې ویلي، چې پوځ به د ای اېس ای پخوانی مشر فیض حمید د هغه په خلاف ګواهۍ ورکولو ته مجبور کړي او له دې لارې به دی نظامي محکمې ته ولېږدوي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال په اډیاله زندان کې د څو قضیو له امله زنداني دی وايي، چې هغه د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه پوره ملاتړ کړی و؛ خو باجوه یې تر شاه تخریب کاوه.
نوموړی زیاتوي، چې جنرال باجوه له نواز شریف سره پټه معامله وکړه او جنرال فیض حمید یې له دندې لرې کړ.
عمران خان زیاتوي، چې د پاکستان پوځ اوس په دې پوهېږي چې د هغه په اړه ټولې جوړې شوې قضیې مخ په ختمېدو دي او دوی غواړي چې یوه نوې قضیه ورته ایجاد کړي او دی پوځي محکمې ته معرفي کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د حکومت له نسکورېدو وروسته له ګڼو قضیو سره مخ دی زیاتوي، چې پوځ یې پر وړاندې دسیسې جوړوي.
د پاکستان د ای اېس ای پخوانی مشر او د عمران خان ملګری جنرال فیض حمید څو اونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ له خوا نیول شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال وایي، چې په بشر دوستانه مرستو کې د نارینه و ترڅنګ د ښځو بشپړ او پراخ ګډون حیاتي دی. اېنډریکا راټواټ ویلي، چې په عمومي برخو کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه نوې ستونزې جوړې کړي، چې باید پرې غالب شو.
نوموړي د بشرپالنې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوناما په اېکس کې په خپره شوې ویډيو کې ویلي، چې که نړۍواله ټولنه د بشردوستانه فعالیتونو په لومړۍ کرښه کې د ښځو د ګډون او ملاتړ برخه کې ناکامه شي، په اصل کې خلکو ته د بشردوستانه خدمتونو په وړاندې کولو کې ناکامي ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال زیاته کړه، چې ښځې او نارینه دواړه په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو د ملا تیر دی.
د راټواټ په خبره؛ اوس د هر بل وخت په پرتله اړتیا ده، چې نړۍ د بشرپالو د وړتیاو لوړولو او له دوی څخه د ملاتړ ضمانت وکړي.
نوموړي په دې ویډيو کې ویلي، چې له مرسته کوونکو په ځانګړې توګه د ښځو له نه شتون سره به د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي وو، چې افغانستان په نړۍ کې د بشرپالو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.
د اوچا په اعلامیه همداراز راغلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د روزنیزو، ماین پاکۍ، د خوراکي مرستو، روغتیایي خدمتونو او د روان درملنې په برخو کې د غیر دولتي، سیمه ییزو او نړۍوالو سازمانونو ۳۵ زره کارکوونکي کار کوي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې؛ مسکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې اوکراین د روسیې د کرسک په سیمه کې په یو برید کې یو بل پل په نښه کړی چې کییف وايي، له دې کار یې موخه د امنې ساحې رامنځته کول او د روسیې د جنګي پرمختګ مخنیوی دی.
اوکراین وايي، چې د اګسټ په شپږمه یې پر روسیې له ناڅاپي برید وروسته د کرسک ښار له ۱۱۵۰ کیلومتره مربع پراخې سیمې کې تر ۸۰ ډېر ښارګوټي نیولي، چې له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر روسیې تر ټولو لوی برید بلل کیږي.
خو اوکرایني ځواکونه په نورو سیمو کې په دفاعي حالت کې دي او د ستراتیژیک ختیځ ښار پوکروفسک د ساتنې لپاره جګړه کوي، چیرې چې روسیې په وروستیو اونیو کې د سختو جګړو له لارې په پرله پسې توګه پرمختګ کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د دوشنبې په ورځ د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي: "موږ خپلو اهدافو ته رسیږو او چې په کرسک سیمه کې یې روسي سرتیري نیولي دي."
روسیې ویلي، چې درېیم پل د سیم سیند پر سر ویجاړ شوی د کرسک سیمې څخه تیریږي او دغه سیمه د شمال ختیځ اوکراین سره وسلوي.
اوکراین تر اوسه د برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د کییف د هوايي ځواک مشر مخکې ویلي وو، چې د دوی ځواکونو د دښمن د اکمالاتو د کمزوري کولو لپاره دوه پلونه ویجاړ کړي دي.
پوځي شنونکو ویلي، چې دغه پلونه د هغو روسیې ځواکونو لپاره د اکمالاتي لارو یوه برخه وه، چې د سیمې دفاع کوي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې په خپلواکه توګه په کرسک کې د پلونو او یا د جګړې د ډګر وضعیت نه شي تاییدولی.

د حماس او د اسلامي جهاد وسله والو ډلو د دوشنبې په ورځ په تل ابیب کې یهودي عبادتځي ته څېرمه د بمي چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست چې د اسراییل پولیسو او د شین بیت استخباراتي ادارې یو تروریستي برید بللی دی.
د اسراییل د پولیسو په وینا؛ د یکشنبې په ورځ ناوخته په رامنځته شوې دې پېښه کې یو سړی چې بم یې لېږداوه وژل شوی او یو لاروی ټپي شوی دی.
د اسراییل د حکومت ویاند ډیویډ مینسر وویل، چې دغه کس له چاودیدونکو توکو ډکه کڅوړه له ځانه سره لیږدوله او "مخکې له دې چې ډېرې ګڼ میشتې سیمې ته ورسیږي" دغو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې.
په یوه ګډه اعلامیه کې دواړو فلسطیني اورپکو ډلو ویلي، چې په اسراییل کې د دوی د "شهادت عملیات" به تر هغه وخت دوام وکړي، چې د "اشغال د قتل عام او وژنې پالیسي دوام ولري".
دا په غزه کې د اسراییل د بریدونو او په تهران کې د جولای په ۳۱ مه د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژلو د بدل اخیستو یوه هڅه وه.
اسراییل تر اوسه د ایران په پلازمینه کې د هنیه د وژنې مسوولیت منلی او نه یې هم رد کړی دی.
په غزه کې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس وسله والو له پولې هاخوا پر اسراییلي ټولنو برید وکړ، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.
اسراییل د پوځي عملیاتو په پایله کې له هغه وخت راهیسې د غزې په تړانګه کې پراخې سیمې نیولې او د صحي چارواکو په وینا؛ لږ تر لږه ۴۰ زره کسان یې وژلي دي.
په تل ابیب کې د یکشنبې د ورځې چاودنه له هغه یو ساعت وروسته وشوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تل ابیب ته ورسېد، چې په غزه کې د اسراییل او حماس تر منځ د لس میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اوربند ټینګار وکړي.
