• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: فیض حمید به زما په خلاف ګواهۍ ته مجبور شي او پوځ به ما نظامي محکمې ته ولېږدوی

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په اډیاله زندان کې له خبریالانو سره به خبرو کې ویلي، چې پوځ به د ای اېس ای پخوانی مشر فیض حمید د هغه په خلاف ګواهۍ ورکولو ته مجبور کړي او له دې لارې به دی نظامي محکمې ته ولېږدوي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال په اډیاله زندان کې د څو قضیو له امله زنداني دی وايي، چې هغه د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه پوره ملاتړ کړی و؛ خو باجوه یې تر شاه تخریب کاوه.

نوموړی زیاتوي، چې جنرال باجوه له نواز شریف سره پټه معامله وکړه او جنرال فیض حمید یې له دندې لرې کړ.

عمران خان زیاتوي، چې د پاکستان پوځ اوس په دې پوهېږي چې د هغه په اړه ټولې جوړې شوې قضیې مخ په ختمېدو دي او دوی غواړي چې یوه نوې قضیه ورته ایجاد کړي او دی پوځي محکمې ته معرفي کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د حکومت له نسکورېدو وروسته له ګڼو قضیو سره مخ دی زیاتوي، چې پوځ یې پر وړاندې دسیسې جوړوي.

د پاکستان د ای اېس ای پخوانی مشر او د عمران خان ملګری جنرال فیض حمید څو اونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ له خوا نیول شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچینې: د تېر حکومت یو قومندان په بلوچستان ایالت کې ترور شو

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۱ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د تېر حکومت قومندان برات خان باختر د تېرې یکشنې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې ترور شو. وژل شوی پخوانی قومندان برات خان د کویټې ښار په لورلايي سیمه کې د سبزيو هټۍ پرانیستې وه او خپل عادي ژوند یې کاوه.

د قومندان برات خان نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي په کویټه کې د سبزیو یوه هټۍ کې د دوو مخ پټو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
سرچینو همداراز وویل؛ تر پېښې مخکې په وازي خوا ولسوالۍ کې د طالبانو مخکینی جنګي قومندان چې اسراییل نومیږي او اوسمهال د پکتیکا ولایت په لېوا کې دنده ترسره کوي، څو ځلې نوموړي ته زنګونه وهلي و او نوموړی یې پر مرګ ګواښه.
د سرچینو په خبره، قومندان برات خان اته کاله د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
یاد قومندان د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته ولاړ، خو هلته هم د طالبانو تر تعقیب لاندې و او د ایران حکومت هم له طالبانو سره همکاري کوله چې قومندان برات خان مجبوره شو له دغه هېواد څخه کراچۍ ښار ته ولاړ شي.
سرچینې همداراز زیاته کړه، چې قومندان برات په کراچۍ کې هم ارامه پرېنښودل شو او له بېلابېلو شمېرو ورته زنګونه او مسجونه کېدل، چې بیا د کویټي لورلايي سیمې ته ولاړ.
دغه سرچینه وایي، چې قومندان برات د خپلې کورنۍ وروستی نارینه و، چې ترور شو او تر هغه مخکې د کورنۍ نولس نور غړي یې هم چې ډېریو یې د جمهوریت پر مهال نظامي دندې درلودې، د طالبانو له خوا وژل شوي و.

د دغې سرچینې په وینا، د قومندان برات مړی یې تېره ورځ د کویټې په لورلایي سیمې کې خاورو ته سپارلی.
ویل کیږي، چې یاد قومندان نه اته کونډې او اتلس یتیمان پاتې دي، چې اوس د نوموړي په وژل کېدو سره بې برخلیکه دي.
قومندان برات له خپلو څو ملګرو سره کویټه کې اوسېده او اوسمهال د نوموړي د ملګرو ژوند هم له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
د ویلو ده، چې جنرال سمیع سادات هم په خپل اېکس کې د یاد قومندان د وژل کېدل په غبرګون کې ویلي، چې د دغه وژل شوي افغان پوځي غچ به اخلي.
ښاغلي سادات دغه راز د پاکستان له حکومت هم غوښتي، چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان یې ردوي.

پاکستاني رسنۍ: نږدې یوه میاشت کې له پاکستانه ۳۲ زره افغان کډوال اېستل شوي دي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۱۴ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د جولای له ۲۱مې د اګسټ تر ۱۷مې نېټې) له پاکستانه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال ایستل شوي دي. ويل کیږي، د اګسټ تر ۱۷مې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۹۱۸۵۳ تنو ته رسېدلی.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.

په راپور کې دا نه دي راغلي، چې په د دغو کډوالو له ټول شمېر څخه څومره نران، ښځې او ماشومان دي خو تر دې وړاندې د جولای له ۲۱مې نېټې څخه د اګسټ تر درېیمې نیټې پورې ۱۵۵۳۷ افغان کډوال له دغه هیواده ایستل شوي وو، چې له ډلې ۶۳۴۵ یې نارینه، ۴۹۶۳یې ښځې او ۴۲۲۹یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

راپور کې راغلي چې دغه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال، چې۷۳۲ کورنۍ کیږي، افغانستان ته په ۶۷۴ موټرو کې ستنې شوې دي.

دغه شمېرې پاکستاني چارواکو داسې مهال خپرې کړې دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی او دا مهال د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل روان دي.

پاکستاني چارواکو مخکې ويلي وو، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو د دوی د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په تېره چنګاښ میاشت کې ويلي و، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د پنځه مېلیونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

ویل کیږي د افغان کډوالو یوه لویه برخه د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې ژوند کوي چې د پاکستاني پولیسو په وینا له پلټنو او موندلو وروسته به یې افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان پوځ د ای اېس ای د مخکېني مشر تر نیولو وروسته درې پخواني افسران هم ونیول

۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د دغه هېواد د ای اېس ای د مخکېني مشر تر نیولو وروسته یې د فساد دوسیې په تړاو ۳ متقاعد افسران هم ونیول. د پوځ د عامه اړیکو اداره نن زیاتوي، «د سیاسي ګټو لپاره ناامنۍ ته د لمن وهلو له امله له ځینې پخوانیو افسرانو او د دوی له همکارانو نورې پلټنې هم کېږي.»

دغه اداره په خپل بیان کې زیاتوي چې دې افسرانو د پوځي نظم او ضبط خلاف عمل کړی دی.

د پاکستان پوځ تېره دوشنبه وویل، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی دی.

هغه مهال پوځ ویل، چې ښاغلی حمید د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوايي په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې بهیر پیل شوی دی.

دا د پاکستان په تاریخ کې اول ځل دی چې د دغه هېواد د تر ټولو ځواکمنې امنیتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر پر فساد تورنېږي او محاکمه کېږي.

ټاپ سیټي

ټاپ سیټي د خصوصي ملکیتونو پروژه ده او مشرتابه یې وايي، فیض حمید د دوی پر دفترونو او د پروژې د مشر پر استوګنځي چاپه اچولې وه.

دوی محکمې ته ویلي چې د ۲۰۱۷ کال د مۍ پر ۱۲ پولیس او د ای اېس ای مشران د ټاپ سیټي دفتر او د هغې د مالک معیز خان پر استوګنځي چاپه واچوله او د ترهګرۍ د دوسیې په پلمه یې ترې طلا، الماس نورو ګرانبیه توکي او نغدې پیسې یووړې.

دوی زیاتوي چې جنرال حمید د دې پروژې له چارواکو سره خبرو کې ورته ویلي و، نور نیول شوي مواد در کوم، خو څلور سوه تولې طلا او نغدې پیسې نه در کوم.

د پاکستان سترې محکمې د دې مېنې له مشر غوښتي و چې د دفاع وزارت په ګډون اړوند ادارو ته خپل شکایت وکړي.

فیض حميد د ۲۰۱۹ کال په جون مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې مشر وټاکل شو او د ۲۰۲۱ کال په وروستيو میاشتو کې له همدې دندې ګوښه شو.

نوموړی د پاکستان او همدارنګه تر ټولو بهرنی لوړپوړی چارواکی و، چې د طالبانو واکمنېدو پسې کابل ته لاړ او سرینا هوټل کې له چای سره عکس یې ډېر مشهور شو.

سرچينې: د تورخم دروازه د درېيمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د تورخم له کميسارۍ څخه سرچينې وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د درېيمې ورځې لپاره هم د ګاډو او کورنيو د تګ راتګ پر مخ بنده ده. د معلوماتو له مخې؛ د دروازې د خلاصېدو لپاره به ژر دواړه لورې ناسته وکړي.

د تورخم له کميسارۍ څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وويل، چې له تېرو درېيو ورځو څخه دواړو غاړو ته بند پاتې موټر چلوونکي او کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

سرچينه زياتوي، چې د تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه په د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه، چې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

د سرچينې په خبره، چې د سې شنبې په ورځ د دواړو غاړو د چارواکو ترمنځ ګډه غونده د افغان طالبانو د نه ګډون له کبله پاتې شوه.

سرچینه وايي، چې د ستونزې د حل لپاره به ډېر ژر پاکستاني چارواکي او افغان طالبان بله ناسته وکړي.

څو ورځې وړاندې په تورخم کې د طالبانو د کمیسارۍ مشر عبدالجبار حکمت ويلي وو، چې د ډېورنډ کرښې ها غاړې پاکستان حکومت سوداګرو او د باروړونکو لاریو چلوونکو ته د تګ راتګ لنډ مهاله سند یا ټاډ په برخه کې ستونزې جوړې کړي دي.

خو پرون بیا د پاکستان امنیتي چارواکي ويلي وو، د افغان طالبانو له‌خوا د پوستې د جوړولو له امله ډزې شوي او دغه لار په مکمله ډول تړل شوې.

اصف دورانی: که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري مشکل به ور سره حل شي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري، نو له اسلام اباد سره به یې مشکل حل شي. اصف دورانی د طالبانو د واکمنۍ د درې کلنۍ په مناسبت وايي، چې دا ډله دې یا پخپله د ټي ټي پي پرضد ګام پورته کړي یا دې یې پاکستان ته وسپاري.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا پر دې ډله تور لګوي چې د دوی مخالف وسلوال یې په افغان خاوره کې ساتلي دي.

له اصف دوراني انډیپنډنټ اردو پوښتنه کړې چې پاکستاني طالبان ټول بریدونه له افغانستان پلانوي، نو په ځواب کې نوموړي ویلي چې اسلام اباد کله هم دا نه دي ویلي چې ټول بریدونه له افغان خاورې پلانېږي.

په ورته مهال زیاتوي چې دوی له طالبانو سره پر هغو بریدونو خبرې کوي چې پکې افغانان ښکېل دي، یا هلته پاکستاني طالبان پټنځي لري.

دغه پاکستانی استازی وايي، چې له دوی سره خبرو کې طالبانو د ټي ټي پي پرضد د هڅو خبره شوې او دوی هیله من دي چې طالبان پر خپله ژمنه ودرېږي.

تر اصف دوراني مخکې د پاکستان د پوځ مشر هم د دغه هېواد د ازادۍ ورځې غونډه کې وویل، چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي پر ځای خپل خیرخواه ګاونډی غوره کړي.

عاصم منیر تېره اونې هم له افغان طالبانو وغوښتل، چې د پاکستان د تحریک طالبان د ملاتړ لپاره دې د اسلام اباد مخالفت ونه کړي.

افغان طالبان بیا بیا د طالبانو دا تور ردوي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان شته او په مقابل کې پر اسلام اباد تور لګوي چې د دوې پرضد داعش وسلوالوي.