• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف دورانی: که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري مشکل به ور سره حل شي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري، نو له اسلام اباد سره به یې مشکل حل شي. اصف دورانی د طالبانو د واکمنۍ د درې کلنۍ په مناسبت وايي، چې دا ډله دې یا پخپله د ټي ټي پي پرضد ګام پورته کړي یا دې یې پاکستان ته وسپاري.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا پر دې ډله تور لګوي چې د دوی مخالف وسلوال یې په افغان خاوره کې ساتلي دي.

له اصف دوراني انډیپنډنټ اردو پوښتنه کړې چې پاکستاني طالبان ټول بریدونه له افغانستان پلانوي، نو په ځواب کې نوموړي ویلي چې اسلام اباد کله هم دا نه دي ویلي چې ټول بریدونه له افغان خاورې پلانېږي.

په ورته مهال زیاتوي چې دوی له طالبانو سره پر هغو بریدونو خبرې کوي چې پکې افغانان ښکېل دي، یا هلته پاکستاني طالبان پټنځي لري.

دغه پاکستانی استازی وايي، چې له دوی سره خبرو کې طالبانو د ټي ټي پي پرضد د هڅو خبره شوې او دوی هیله من دي چې طالبان پر خپله ژمنه ودرېږي.

تر اصف دوراني مخکې د پاکستان د پوځ مشر هم د دغه هېواد د ازادۍ ورځې غونډه کې وویل، چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي پر ځای خپل خیرخواه ګاونډی غوره کړي.

عاصم منیر تېره اونې هم له افغان طالبانو وغوښتل، چې د پاکستان د تحریک طالبان د ملاتړ لپاره دې د اسلام اباد مخالفت ونه کړي.

افغان طالبان بیا بیا د طالبانو دا تور ردوي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان شته او په مقابل کې پر اسلام اباد تور لګوي چې د دوې پرضد داعش وسلوالوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د عالمانو شورا غړی: د قرآن د ایتونو له مخې د دې ډلې واکمنېدل لمانځل کېږي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د لغمان لپاره د طالبانو د علماوو شورا مشر محمد سالم حقاني نن وویل چې د «قرآن او نبوي احادیثو» پر بنسټ د طالبانو د واک ته رسېدو ورځ لمانځل روا دي. د باختر اژانس د خبرله مخې، هغه وويل: «واک ته د طالبانو د رسېدو لپاره «زرګونه» کسان ووژل شول، معيوب او يتيمان شول.»

طالبانو د نوروز د په ګډون د هر ډول جشنون لمانځل بند کړي دي؛ خو دغه ډله هر کال پر افغانستان د خپلې واکمنۍ کلیزه لمانځي.

طالبان په ټول هیواد کې د علماوو شورا غړي ټاکي.

په ځینو ولایتونو کې دغې ډلې ټولو ښوونکو او د ښوونځیو زدکوونکو ته امر کړی، چې د زمري د ۲۴ مې په مراسمو کې ګډون وکړي.

په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد مرګوني او ویجاړوونکي عملیات کړي دي.

دې ډلې د بمونو او له چاودیدونکو توکو ډک موټرونو په کارولو سره عامه تاسیسات ویجاړ کړي.

د پوځي تلفاتو تر څنګ د طالبانو په بریدونو کې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.

له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبان د زمري د ۲۴ په مناسبت له پوځي کاروانونو سره په ښارونو کې ګرځي او پر افغانستان د خپلې واکمنۍ جشن لمانځي.

استانا ټایمز : پاکستان او قزاقستان د ټرانس-افغان پټلۍ د جوړېدو لپاره اولنۍ هوکړې ته رسېدلي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۱

استانا ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او قزاقستان تر منځ د «ټرانس افغان» پټلۍ د جوړېدو لپاره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړ. د دې ورځپاڼې په وینا په پام کې ده چې د ۴،۸ میلیارد ډالرو په لګښت له شمالي ترمذ تر کابل او بیا کوهاټ پورې ۵۷۳ کیلومتره پټلۍ جوړه شي.

د استانا ټایمز د راپور له مخې، د دې پلان اصلي موخه د افغانستان او پاکستان له لارې د خلیج په اوږدو کې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو کرښې غځول دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، دا لار د قزاقستان په شمال ختیځ کې له یوې سیمې پیلېږي او له افغانستان او پاکستان تر تېرېدو وروسته د سمندر له لارې د متحده عربي اماراتو جبل علي بندر ته رسېږي.

په دې لاره کې د ازبکستان له ترمذ د افغانستان له لارې د پاکستان د کوهاټ تر غرونو د اورګاډي پټلۍ نشته، خو په منځنۍ اسیا او پاکستان کې پاتې برخه یې پټلۍ لري.

له قزاقستان تر کراچۍ پورې د پټلۍ ټول اوږدوالی له ۴ زره ۹۰۰ کیلومترو ډیر اټکل شوی.

د دې راپور له مخې، له دې لارې د و بار وړلو اټکل شوی وخت له ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې دی.

راپور زیاتوي چې په دې وروستیو کې د سیمه ییز تولید د توکو دوه ۲۱ ټنه کارګو له پاولودر ځانګړي اقتصادي زون څخه بار شوې.

په دې امتحاني سفر کې په ۲۰ ورځو کې د کراچۍ بندر او په دریو ورځو کې جبل علي بندر ته لیږدول شوې دي.

استانا ټایمز په دې راپور کې په قزاقستان کې د یوه پاکستاني بانکدار محمد رفیق له قوله لیکلي، چې پاکستاني او قزاقستاني چارواکي په دې برخه کې د همغږۍ لپاره له ښکېلو خواوو سره خبرې کوي او ټولو د دغه پلان د عملي کولو پرېکړه کړې ده.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې د پاکستان او قزاقستان حکومتونو د انرژۍ د سوداګرۍ، کارموندنې او اقتصادي ودې د زیاتولو لپاره د ټرانس-افغانستان د دهلیز د پراخولو لپاره پر یوه اداري چوکاټ موافقه کړې ده.

د استانا ټایمز د راپور له مخې، په پاکستان کې د قزاقستان سفیر یرزان کستافین د اپریل په نهمه د پاکستان د پټلۍ له وزیر مظهر علي شاه سره خبرې کړې.

له هغه وروسته، د بیلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او افغانستان چارواکي د می په میاشت کې په ترمذ کې سره راټول شول.

مجاهد: موږ دا تصور هم کاوه چې د امریکا وتلو سره به کورنۍ جګړه پیل شي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د دې ډلې تر واکمنېدو مخکې په دې تصور هم و چې د امریکا له وتلو سره به افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي. ذبیح الله مجاهد له ملي رادیو تلوېزون سره خبرو کې د دوی د واکمنېدو ورځ د افغانانو لپاره تاریخ سازه بولي او وايي «دې سره افغانان بېرته ژوندي شول.»

طالبان ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ پر کابل واکمن شول، چې له امله یې له هغې ورځې راهیسې تر اوسه له یو میلیون ډېر خلک ایران او په لکونو پاکستان ته کډوال شول.

خو ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د ولکې درې کلنۍ ته په اشاره وايي: «دغه ورځ واقعن د افغانانو لپاره تاریخسازه ورځ ده، زرینه ورځ ده، دا هغه ورځ ده چې افغانان بیا ژوندي شول په دې ورځ، ځکه د اشغال دور د نیواک دور او د یرغل دور چې امریکا پر موږ کړی و، داسې و لکه له افغانانو یې چې روح اخیستی وي، خو اوس موږ ازادي اخیستې ده.»

له دې سره ښاغلی مجاهد زیاتوي، په دې تصور هم و چې ممکن د امریکا وتلو سره په افغانستان کې جګړه پیل شي.

هغه زیاتوي: «په دې تصور هم و چې افغانستان کې به کورنۍ مشکلات تر دریو څلورو کلونو دوام ولري او خدای مه کړه که جګړه رانه وای، نو دا دریو کلونو کې به تر یو لک کسان وژل شوي وو.»

طالبان له امریکا سره د دوحې تړون د لاسلیک له مخې پر کابل واکمن او په نتیجه کې یې افغان جمهوریت وپرځېد، خو د دریو کلونو تېرېدو سره لا هم د دوی حکومت څوک په رسمیت نه پېژني.

پر طالبانو نیوکه ده چې د دوحې تړون ټولې مادې یې لا نه دي پلې کړې، چې په هغو کې تر ټولو مهم ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او لږکیو حقونه ور کول دي.

دې ډلې په واکمنېدو سره ګام په ګام د تېرې دورې سیاست په لور ځي، د سیاسي ډلو پر فعالیت یې بندیز لګولی، د نجونو زدکړې او د ښځو کار یې بند کړی دی.

پر طالبانو بله نیوکه دا ده چې د خپلې ډلې کسان پر مختلفو مسلکي دندو ګوماري او له امله یې ورځ تر بلې لوستی او مسلکي پاړکی کډوالېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې وویل، چې د ۲۰۲۰ کال د پرورۍ پر ۲۹ د طالبانو او امریکا د دوحې تړون راهیسې د افغانستان شاوخوا اته میلیونه اوسیدونکي له خپلې خاورې وتلي دي.

دغه سازمان وايي، یو میلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

خو د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا راپور ردوي او وايي، چې په تېرو دریو کالو کې ۳.۷ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

سرچینې: د خيبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځل شوه

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۰۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې نن د اګسټ ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د تورې ورځې په توګه ونمانځل شوه. د لوی وزیرستان په یو شمېر سیمو او د خیبر په جمرود کې کلیوالو د تورو بیرغونو په لیږدولو سره دغه ورځ توره بللې.

له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (زمري ۲۴مه) ويلي، چې تېره شپه او نن سهار د خیبر درې په جمرود کې ځینو کلیوالو د یوې غونډې پر مهال د اګسټ ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت د دوی حقونه نه دي ورکړي او هره ورځ د نا امنۍ له امله وژل کیږي.

100%


وزیرخان اپریدی چې په دغې غونډه او لاریون کې یې ګډون درلود، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې کومه خپلواکي ونمانځي چې حکومت یې امن لا نه شي ساتلی، هغه وايي: «حکومت مو حق نه راکوي، موږ د پوځي عملیاتو له وجې سلګونه کورنۍ چې دوولس کاله مخکې د تیرا سیمې له خپلې مېنې راکډه کړل شوي یو او تر اوسه پورې مو پوځ خپلې سیمې ته نه پرېږدي او نه دلته خیبر کې سم او معلوم ځای لرو. موږ غواړو بیرته خپلې سیمې ته ولاړ شو.»
تر دې وړاندې ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې له لارې د پاکستان په ولسونو غږ کړی و چې دغه ورځې دې د خپلواکۍ په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.
بل خوا د شمالي وزیرستان د اسدخیلو کلي یو شمېر اوسېدونکو هم د یوه لاریون په ترڅ کې چې تور بیرغونه یې هم له ځان سره لرل، دغه ورځ د تورې ورځې په توګه ونمانځله.

100%


په خیبرپښتونخوا کې خپلواک خبریال لال وزیر هم افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د لوی وزیرستان د ځینو سیمو تر څنګ د انګور اډې پرلتوالو هم د پاکستان له حکومته د ناخوښۍ له امله د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او پرلتوالو یې تور بیرغونه پورته کړي دي.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال هم وايي، چې په جمرود کې د کوکي خيلو په نوم یوه قبېله چې دغه ورځ یې د تورې ورځې په توګه نمانځلې له ځان سره تور بیرغونه لیږدول.
د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د دغه هیواد امنیتي کسانو د داسې خلکو په وړاندې چې دغه ورځ یې د تورې ورځې په توګه نمانځلې غبرګون ښودلی.

محقق وايي، که طالبان د خلکو غوښتنو ته غاړه نه ږدي نو جګړه حتمي ده

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر ګوت څنډنه کړې، که طالبان د خلکو غوښتنې له پامه غورځوي؛ نو له دغې ډلې سره د جګړې شونتیا ډېرېږي.

محمد محقق د طالبانو د درېیمې واکمنۍ د کلیزې سره هم‌مهاله لیکلي، چې طالبانو د خلکو غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلی محقق چې د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د سترې شورا د سیاسي کمېټې مشر هم دی د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) یې د خبرو اترو سیاسي مشارکت، پراخ بنسټه حکومت، د مېرمنو، قومونو او مذهبونو د حقونو د خوندیتوب په اړه یې یو لړ غوښتنې شریکې کړې دي.

د طالبانو ضد دغه جهادي مشر لیکلي:« د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته نه پاملرنه، هغه څه دي چې تاوتریخوالی ورسره زیاتېږي او په دې برخه کې اړینه ده چې سیاسي ګوندونه او نړۍوال د امنیت د اړتیا لپاره سره یوه خوله شي، ځکه دا د هېواد، سیمې او نړۍ لپاره یو ستر ضرورت دی.»

ښاغلي محقق په خپله وینا کې «د طالبانو لپاره د امریکا د مرستو» په درولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغې ډلې ته دې هم په کور د ننه او هم بهر کې مالي مشروعیت نه ورکول کېږي.

هغه دا رنګه له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو مخالف بهیرونه دې د افغانستان د ښکېلو اړخونو په توکه وپېژني او پر طالبانو دې فشارونه زیات کړي چې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

هغه پر طالبانو هم غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس پر سر شي او د مخالفو سیاست‌والو سره دې خبرې اترې پیل کړي.

طالب ځواکونه په ۱۴۰۰ کال (د زمري په ۲۴مه) هغه مهال چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده ووت، کابل ته د ننه شول او واک یې تر لاسه کړ.

په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنۍ درې کاله تېرېږي؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دغې ډلې د نظام د جوړښت، ټاکنو، ولسواکۍ او بشري حقونو په تړاو کورنۍ او بهرنۍ غوښتنې نه دي منلي او هغو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.