• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

استانا ټایمز : پاکستان او قزاقستان د ټرانس-افغان پټلۍ د جوړېدو لپاره اولنۍ هوکړې ته رسېدلي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۲ GMT+۱

استانا ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او قزاقستان تر منځ د «ټرانس افغان» پټلۍ د جوړېدو لپاره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړ. د دې ورځپاڼې په وینا په پام کې ده چې د ۴،۸ میلیارد ډالرو په لګښت له شمالي ترمذ تر کابل او بیا کوهاټ پورې ۵۷۳ کیلومتره پټلۍ جوړه شي.

د استانا ټایمز د راپور له مخې، د دې پلان اصلي موخه د افغانستان او پاکستان له لارې د خلیج په اوږدو کې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو کرښې غځول دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، دا لار د قزاقستان په شمال ختیځ کې له یوې سیمې پیلېږي او له افغانستان او پاکستان تر تېرېدو وروسته د سمندر له لارې د متحده عربي اماراتو جبل علي بندر ته رسېږي.

په دې لاره کې د ازبکستان له ترمذ د افغانستان له لارې د پاکستان د کوهاټ تر غرونو د اورګاډي پټلۍ نشته، خو په منځنۍ اسیا او پاکستان کې پاتې برخه یې پټلۍ لري.

له قزاقستان تر کراچۍ پورې د پټلۍ ټول اوږدوالی له ۴ زره ۹۰۰ کیلومترو ډیر اټکل شوی.

د دې راپور له مخې، له دې لارې د و بار وړلو اټکل شوی وخت له ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې دی.

راپور زیاتوي چې په دې وروستیو کې د سیمه ییز تولید د توکو دوه ۲۱ ټنه کارګو له پاولودر ځانګړي اقتصادي زون څخه بار شوې.

په دې امتحاني سفر کې په ۲۰ ورځو کې د کراچۍ بندر او په دریو ورځو کې جبل علي بندر ته لیږدول شوې دي.

استانا ټایمز په دې راپور کې په قزاقستان کې د یوه پاکستاني بانکدار محمد رفیق له قوله لیکلي، چې پاکستاني او قزاقستاني چارواکي په دې برخه کې د همغږۍ لپاره له ښکېلو خواوو سره خبرې کوي او ټولو د دغه پلان د عملي کولو پرېکړه کړې ده.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې د پاکستان او قزاقستان حکومتونو د انرژۍ د سوداګرۍ، کارموندنې او اقتصادي ودې د زیاتولو لپاره د ټرانس-افغانستان د دهلیز د پراخولو لپاره پر یوه اداري چوکاټ موافقه کړې ده.

د استانا ټایمز د راپور له مخې، په پاکستان کې د قزاقستان سفیر یرزان کستافین د اپریل په نهمه د پاکستان د پټلۍ له وزیر مظهر علي شاه سره خبرې کړې.

له هغه وروسته، د بیلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او افغانستان چارواکي د می په میاشت کې په ترمذ کې سره راټول شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د خيبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځل شوه

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۰۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې نن د اګسټ ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د تورې ورځې په توګه ونمانځل شوه. د لوی وزیرستان په یو شمېر سیمو او د خیبر په جمرود کې کلیوالو د تورو بیرغونو په لیږدولو سره دغه ورځ توره بللې.

له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (زمري ۲۴مه) ويلي، چې تېره شپه او نن سهار د خیبر درې په جمرود کې ځینو کلیوالو د یوې غونډې پر مهال د اګسټ ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت د دوی حقونه نه دي ورکړي او هره ورځ د نا امنۍ له امله وژل کیږي.

100%


وزیرخان اپریدی چې په دغې غونډه او لاریون کې یې ګډون درلود، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې کومه خپلواکي ونمانځي چې حکومت یې امن لا نه شي ساتلی، هغه وايي: «حکومت مو حق نه راکوي، موږ د پوځي عملیاتو له وجې سلګونه کورنۍ چې دوولس کاله مخکې د تیرا سیمې له خپلې مېنې راکډه کړل شوي یو او تر اوسه پورې مو پوځ خپلې سیمې ته نه پرېږدي او نه دلته خیبر کې سم او معلوم ځای لرو. موږ غواړو بیرته خپلې سیمې ته ولاړ شو.»
تر دې وړاندې ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې له لارې د پاکستان په ولسونو غږ کړی و چې دغه ورځې دې د خپلواکۍ په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.
بل خوا د شمالي وزیرستان د اسدخیلو کلي یو شمېر اوسېدونکو هم د یوه لاریون په ترڅ کې چې تور بیرغونه یې هم له ځان سره لرل، دغه ورځ د تورې ورځې په توګه ونمانځله.

100%


په خیبرپښتونخوا کې خپلواک خبریال لال وزیر هم افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د لوی وزیرستان د ځینو سیمو تر څنګ د انګور اډې پرلتوالو هم د پاکستان له حکومته د ناخوښۍ له امله د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او پرلتوالو یې تور بیرغونه پورته کړي دي.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال هم وايي، چې په جمرود کې د کوکي خيلو په نوم یوه قبېله چې دغه ورځ یې د تورې ورځې په توګه نمانځلې له ځان سره تور بیرغونه لیږدول.
د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د دغه هیواد امنیتي کسانو د داسې خلکو په وړاندې چې دغه ورځ یې د تورې ورځې په توګه نمانځلې غبرګون ښودلی.

ډان ورځپاڼه: د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري په ټپه درېدلې ده

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۰۶ GMT+۱

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري د دوشنبې په ورځ هغه مهال په بشپړه توګه په ټپه ودرېده چې د پاکستان او افغانستان د موټر چلوونکو لپاره د لنډمهاله اسنادو د شرط پر ضد د باروړونکو لاریو موټر چلوونکو او د ګمرکونو د تصفیې کارکوونکو دغه غځېدلې لار وتړله.

اعتراض کوونکو په عمومي سړک کانټینرونه کېښودل او ټایرونه یې سوځولي وو؛ چې د لاریون کولو دمخه دواړو خواو ته د سوداګریزو توکو د موټرو د تګ مخه ونیسي.
معترضو کسانو د تګ راتګ لپاره د «ټي اې ډي» کارټونو شرط د لغوه کولو او د ویزې په پالیسۍ کې د اسانتیا غوښتنه کوله.
پاکستان او افغانستان د مارچ په میاشت کې هوکړه کړې وه، چې د پاسپورټ او ویزې پرته د دواړو هېوادونو د موټر چلوونکو لپاره «ټي اې دي» کارټونه ورکړي.
دوی وایي، چې د دغه کارټ اخیستلو لپاره د ۱۰۰ ډالرو د ورکړې وس نلري.
دوی وایي، تر هغو چې مرکزي حكومت د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د وېزې په پالېسۍ له سره غور نه وي كړې؛ دوی به دغه لاره تړلي وساتي او هیڅ یوې لارۍ ته به د تګ اجازه ورنه کړي.
دوی وایي، دغه ګامونو پر سوداګرۍ بد اغېز کړی چې له امله یې اوس‌مهال ځايي سوداګر او صنعتکاران له ګاونډیو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
خو افغان سوداګر بیا وايي، د دغو ټولو ستونزو او خنډونو زیان تر ډېره افغانانو ته اوړي.

دوی وايي، د میوو دانو په دې موسم کې د هغوی حاصلات په کور د ننه خوسا کېږي او بهرنیو بازارونو ته یې هم پر لارو بندیزونه لګول شوي دي، همدا نن سبا د افغانستان د خټکیو، هندوانو، انګورو، زردالو، ګېلاس او الو بالوو د حاصلاتو موسم دی او سوداګر او بڼوال نه شي کولای خپل محصولات بهرنیو مارکېټونو ته ولېږدوي.

دغه ورځپانه بیا وایي، چې دغه لاره یوازې د بار وړونکو موټرو لپاره تړل شوې؛ مساپر پرې تګ راتګ کولی شي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیولی دی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی دی. د پوځ د رسنیو څانګې ویلي، چې ښاغلی حمد د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوايي په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان پوځ د هغه د نیوني په اړه نور جزيیات نه دي ورکړي.

د معلوماتو له مخې؛ جنرال فیض حميد یو پاکستاني پوځي جنرال دی، چې د ۲۰۱۹ کال په جون مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ايس ای) مشر وټاکل شو.

نوموړي د ۲۰۲۱ کال په وروستيو میاشتو کې له همدې دندې ګوښه شو.

ځايي سرچینې؛ په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۱

له تورخم څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې ده.

هغه ویډیو چې ځايي سرچینو رالېږلې په کې لېدل کیږي چې دواړو خواو درنه جګړه روانه ده.

ځايي سرچینې زیاتوي، چې جګړه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر پیل شوې ده.

د تورخم دروازه هم تړل شوې ده.

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان د ځواکمنو هیوادونو د سړې جګړې ډګر ګرځېدلی دی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر وايي، پخوا افغانستان د سړې جګړې ډګر و، خو اوس پاکستان د جګړې په ډګر بدل شوی دی. فضل الرحمن وايي، یو لوریزه نړۍ د چین په راپورته کېدو سره بدلېږي او له همدې امله پاکستان تر اقتصادي فشار لاندې دی.

د پاکستان دغه مذهبي-سیاسي شخصیت د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۱مه) د دغه هیواد له سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې د پاکستان د حکومت له خوا غوره شوې پالیسي به په هیڅ صورت کوم ځای ونه نیسي.

پر شهباز شریف دغه نیوکه کوونکی سیاستوال وایي، چې د پاکستان حکومت له یوې خوا روانو جګړو ته سړه جګړه وایي او د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز چې د ترهګرو ډلو د اغېز او پراخېدو لامل شوی کوم ځای ته نه رسېږي، له بلې خوا بیا له چین څخه د دغې پروژې د امنیت لپاره پیسې غواړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي، چې په دې وروستیو کې لومړی وزیر او د پوځ مشر چین ته سفرونه کړي، چې چین په پاکستان کې پانګونې ته وهڅوي، خو تش لاسونه راستانه شول، «ځکه چې کوربه چینايانو ورته ویلي، پاکستان له سیاسي پلوه بې ثباته دی او امنیت یې د ډاډ وړ نه دی.»

فضل الرحمان همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی، چې له اقتصادي پلوه له ډوبیدو سره مخ دی.

هغه زیاته یې کړه:«اوسنی پارلمان د خلکو استازیتوب نه کوي. هغه پارلمان چې د خلکو باور نه لري د هېواد ستونزې نه شي هوارولی.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې حال کې پاکستان د ځواکمنو هیوادونو لپاره د سړې جګړې په ډګر بدلیدل، له اقتصادي اړخه د پاکستان د ډوبېدو او له افغانستان سره په پر ډیورنډ فرضي کرښه د ناامنۍ په اړه خبرې کوي، چې نوموړي د چنګاښ په شپږمه په پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال ویلي و، چې تر راتلونکو درېیو، څلورو میاشتو به «اسلامي امارت» پر خیبرپښتونخوا واکمن شي.

فضل الرحمن ویلي و، چې طالبان به پر شمالي او سوېلي وزیرستان، دېره اسماعیل خان، لکي مروت، بنو او نورو سیمو واکمن شي.