• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډان ورځپاڼه: د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري په ټپه درېدلې ده

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۰۶ GMT+۱

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري د دوشنبې په ورځ هغه مهال په بشپړه توګه په ټپه ودرېده چې د پاکستان او افغانستان د موټر چلوونکو لپاره د لنډمهاله اسنادو د شرط پر ضد د باروړونکو لاریو موټر چلوونکو او د ګمرکونو د تصفیې کارکوونکو دغه غځېدلې لار وتړله.

اعتراض کوونکو په عمومي سړک کانټینرونه کېښودل او ټایرونه یې سوځولي وو؛ چې د لاریون کولو دمخه دواړو خواو ته د سوداګریزو توکو د موټرو د تګ مخه ونیسي.
معترضو کسانو د تګ راتګ لپاره د «ټي اې ډي» کارټونو شرط د لغوه کولو او د ویزې په پالیسۍ کې د اسانتیا غوښتنه کوله.
پاکستان او افغانستان د مارچ په میاشت کې هوکړه کړې وه، چې د پاسپورټ او ویزې پرته د دواړو هېوادونو د موټر چلوونکو لپاره «ټي اې دي» کارټونه ورکړي.
دوی وایي، چې د دغه کارټ اخیستلو لپاره د ۱۰۰ ډالرو د ورکړې وس نلري.
دوی وایي، تر هغو چې مرکزي حكومت د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د وېزې په پالېسۍ له سره غور نه وي كړې؛ دوی به دغه لاره تړلي وساتي او هیڅ یوې لارۍ ته به د تګ اجازه ورنه کړي.
دوی وایي، دغه ګامونو پر سوداګرۍ بد اغېز کړی چې له امله یې اوس‌مهال ځايي سوداګر او صنعتکاران له ګاونډیو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
خو افغان سوداګر بیا وايي، د دغو ټولو ستونزو او خنډونو زیان تر ډېره افغانانو ته اوړي.

دوی وايي، د میوو دانو په دې موسم کې د هغوی حاصلات په کور د ننه خوسا کېږي او بهرنیو بازارونو ته یې هم پر لارو بندیزونه لګول شوي دي، همدا نن سبا د افغانستان د خټکیو، هندوانو، انګورو، زردالو، ګېلاس او الو بالوو د حاصلاتو موسم دی او سوداګر او بڼوال نه شي کولای خپل محصولات بهرنیو مارکېټونو ته ولېږدوي.

دغه ورځپانه بیا وایي، چې دغه لاره یوازې د بار وړونکو موټرو لپاره تړل شوې؛ مساپر پرې تګ راتګ کولی شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د مدافعان: نړۍوال باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال بشري حقونو ته پام وکړي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د بشري حقونو د مدافعانو فورم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره په خبرو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو اساسي حقونه په پام کې ونیسي.

دوی وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین د طالبانو له خوا ګواښل شوي، بندیان شوي او شکنجه شوي دي.

د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) کابل ته د طالبانو د راتګ د درېیمې کلیزې په مناسبت د بشري حقونو د مدافعانو شورا په يوې اعلاميه کې ويلي: «موږ د نړۍ له ټولو هغو دولتونو څخه چې له افغانستان سره تعامل غواړي غوښتنه لرو، چې د نړۍوالو میثاقونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک ته درناوی وکړي.»

د بشري حقونو دغه ډله وايي؛ طالبان د افغانانو استازي نه دي او دا ډله په زور او غرور پر افغانانو تپل شوې ده.

دې فورم له ملي او نړۍوالو لوبغاړو وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي او دغه ډله د خپلو کړونو مسووليت ومني.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په خپله اعلامیه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې له طالبانو سره په تعامل کې دې د سیاسي اړیکو لپاره انساني ارزښتونه نه قرباني کوي.

په اعلامیه کې راغلي، د سېمې هېوادونه باید هغه طالب چارواکي، چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي د همدې سازمان د منشور خلاف غونډو ته دعوت نه کړي. 

د بشري حقونو د مدافعانو فورم له نړۍوالو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې هم غوښتي، چې د افغانستان د بشري حقونو له بنسټونو ملاتړ وکړي.

دوی ویلي، چې له دغو بنسټونو سره نړۍوال ملاتړ به د دې لامل شي، چې د طالبانو د بشري حقونو په ضد د کړونو څارنه زیاته او د سرغړونو اسناد به ثبت شي.

دغه سازمان د افغانستان د مدني ټولنو، د ښځو د حقونو له فعالانو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې د کړکېچ او حساسو شرايطو له امله تر بل هر وخت له يو بل سره همغږي او همکاري وکړي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د بشري حقونو له فعالانو، د مدني او بشري حقونو د بنسټونو له ځینو چارواکو څخه له هېواده بهر جوړه شوې ده.

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو نښته؛ په مومندره کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې پر یوه کور د پاکستان له لوري د یوه هاوان د لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي. د راپورونو له مخې؛ وژل شوي کسان یوه مور او درې زامن دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پاکستان خوا ته د شاوخوا کلینکونو او سیمه ییزو روغتونونو ټول روغتیايي کارکونکي دندو ته راغوښتل شوي او په سیمه کې بېړنی حالت دی.
سرچینې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې د جګړې شدت کم شوی خو درېدلی نه دی.
یوه ځايي ډاکتر هم له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د پېښې مرګ ژوبله زیاته ده.
د راپورونو له مخې، جګړه هغه وخت پیل شوې چې طالبانو غوښتل یوه پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ.
ویل کیږي، چې له جګړې سره سم د تورخم دروازه هم د هر ډول تګ او راتګ پر وړاندې بنده شوې ده.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپل اېکس کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته منلې او وایي، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې تر هغه وروسته وشوه، چې د ډیورند کرښې په استقامت د پاکستان د سرحدي ځواکونو لخوا د طالبانو په امنیتي ځواکونو ډزې وشوې.
د عبدالمتین قانع په خبره، د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونه هم اړ شوي، چې ځوابیه برید وکړي.
نوموړي همداراز لیکلي، چې د دغې پېښې په پایله کې پاکستاني ځواکونو ملکي کورونه په نښه کړل، چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سبا سې شنبه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، سبا سې شنبه د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي. دغه بانک ويلي، چې په شرایطو برابر بانکونه او د پولي خدمتونو شرکتونه په دې تړاو بولۍ کې ګډون کولی شي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک نن د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په يوې اعلاميه کې له سوداګريزو بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي.

افغانستان بانک تېر ځل د ۱۴۰۳ کال د وري په مياشت کې هم ۱۶ ميليونه ډالره لیلام کړي وو.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوريت تر پرځېدو وروسته افغانیو خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړ او یو ډالر له ۱۱۳ افغانیو سره برابر شو.
خو افغانستان ته د نغدو ډالري کڅوړو په رسېدو او د طالبانو له خوا لیلام یې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مرسته وکړه.

طالبان د همدې نغدو ډالرو د لړۍ له پیلېدو را هیسې نږدې هره یا دوه اونۍ وروسته تر لسو میلیونو ډېر ډالر لیلاموي، چې ورسره ورځ تر بلې د افغانۍ ارزښت زیاتېږي.

ایراني پانګوالو د ایران او افغانستان ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو ته لېوالتيا ښودلې

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي؛ ايراني پانګوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې د جوړولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده. ايراني پانګوالو ويلي، چې دوی چمتو دي څو په خپل هېواد کې د ظرفيت لوړولو په موخه افغانانو ته د روزنې زمينه برابره کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په يوې خبرپاڼه کې د ملا برادر او ايراني پانګوالو د ليدنې خبر ورکړی.

په اعلاميه کې راغلي، چې ايراني پانګوالو د اوسپنې کانونو د استخراج او پروسس، د لمريزې برېښنا د توليد، د سړک او رېل پټلۍ شبکو د غځولو او د معياري صنعتي فابريکو د رامنځته کولو په برخه کې هم پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د طالبانو اقتصادي مرستيال ملا برادر ایراني پانګوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي یې دي: «اړوند وزارتونه به له تاسو سره ګډ کار وکړي.»

د ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د طالبانو له لوري د کابل له سقوط وروسته افغان سوداګرو په ايران کې پراخه پانګونه کړې.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت تېره مياشت ويلي وو، چې په ایران کې ثبت شویو بهرنیو شرکتونو له ډلې ۵۰ سلنه یې د افغانانو دي، چې په دغه حساب افغان سوداګرو په دغه هېواد کې له درې میلیارده ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.

طالبان بیا ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې او د دوی په خبره افغان سوداګر هڅه کوي، چې خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیولی دی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی دی. د پوځ د رسنیو څانګې ویلي، چې ښاغلی حمد د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوايي په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان پوځ د هغه د نیوني په اړه نور جزيیات نه دي ورکړي.

د معلوماتو له مخې؛ جنرال فیض حميد یو پاکستاني پوځي جنرال دی، چې د ۲۰۱۹ کال په جون مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ايس ای) مشر وټاکل شو.

نوموړي د ۲۰۲۱ کال په وروستيو میاشتو کې له همدې دندې ګوښه شو.