• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیولی دی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی دی. د پوځ د رسنیو څانګې ویلي، چې ښاغلی حمد د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوايي په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان پوځ د هغه د نیوني په اړه نور جزيیات نه دي ورکړي.

د معلوماتو له مخې؛ جنرال فیض حميد یو پاکستاني پوځي جنرال دی، چې د ۲۰۱۹ کال په جون مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ايس ای) مشر وټاکل شو.

نوموړي د ۲۰۲۱ کال په وروستيو میاشتو کې له همدې دندې ګوښه شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچینې؛ په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۱

له تورخم څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې ده.

هغه ویډیو چې ځايي سرچینو رالېږلې په کې لېدل کیږي چې دواړو خواو درنه جګړه روانه ده.

ځايي سرچینې زیاتوي، چې جګړه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر پیل شوې ده.

د تورخم دروازه هم تړل شوې ده.

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان د ځواکمنو هیوادونو د سړې جګړې ډګر ګرځېدلی دی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر وايي، پخوا افغانستان د سړې جګړې ډګر و، خو اوس پاکستان د جګړې په ډګر بدل شوی دی. فضل الرحمن وايي، یو لوریزه نړۍ د چین په راپورته کېدو سره بدلېږي او له همدې امله پاکستان تر اقتصادي فشار لاندې دی.

د پاکستان دغه مذهبي-سیاسي شخصیت د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۱مه) د دغه هیواد له سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې د پاکستان د حکومت له خوا غوره شوې پالیسي به په هیڅ صورت کوم ځای ونه نیسي.

پر شهباز شریف دغه نیوکه کوونکی سیاستوال وایي، چې د پاکستان حکومت له یوې خوا روانو جګړو ته سړه جګړه وایي او د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز چې د ترهګرو ډلو د اغېز او پراخېدو لامل شوی کوم ځای ته نه رسېږي، له بلې خوا بیا له چین څخه د دغې پروژې د امنیت لپاره پیسې غواړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي، چې په دې وروستیو کې لومړی وزیر او د پوځ مشر چین ته سفرونه کړي، چې چین په پاکستان کې پانګونې ته وهڅوي، خو تش لاسونه راستانه شول، «ځکه چې کوربه چینايانو ورته ویلي، پاکستان له سیاسي پلوه بې ثباته دی او امنیت یې د ډاډ وړ نه دی.»

فضل الرحمان همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی، چې له اقتصادي پلوه له ډوبیدو سره مخ دی.

هغه زیاته یې کړه:«اوسنی پارلمان د خلکو استازیتوب نه کوي. هغه پارلمان چې د خلکو باور نه لري د هېواد ستونزې نه شي هوارولی.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې حال کې پاکستان د ځواکمنو هیوادونو لپاره د سړې جګړې په ډګر بدلیدل، له اقتصادي اړخه د پاکستان د ډوبېدو او له افغانستان سره په پر ډیورنډ فرضي کرښه د ناامنۍ په اړه خبرې کوي، چې نوموړي د چنګاښ په شپږمه په پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال ویلي و، چې تر راتلونکو درېیو، څلورو میاشتو به «اسلامي امارت» پر خیبرپښتونخوا واکمن شي.

فضل الرحمن ویلي و، چې طالبان به پر شمالي او سوېلي وزیرستان، دېره اسماعیل خان، لکي مروت، بنو او نورو سیمو واکمن شي.

پاکستانی ډیپلومات: هڅه کوو چې د ټي ټي پي په اړه د طالبانو تګلاره بدله کړو

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو په وړاندې د افغان طالبانو تګلاره بدله کړي. ښاغلي اکرم زیاته کړه چې د طالبانو خپلمنځي مخالفتونو د ټي ټي پي پر ضد د کوټلو ګامونو مخه نیولې ده.

ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د (زمري ۲۲مه) د منیر اکرم په حواله راپور ورکړ چې پاکستان په دوه اړخیزه، سیمه ییزه او نړۍواله کچه د ډیپلوماسۍ له لارې د ټي ټي پي په وړاندې د طالبانو پالیسي بدلوي.

ښاغلي اکرم وویل: «دا ستاسو انګېرنه ده چې موږ نه شو کولی د هغوی (طالبانو) پالیسي بدله کړو. دا زموږ انګېرنه نه ده. که طالبان وي او که بل څوک، هر حکومت هڅه کوي چې د ډيپلوماسۍ له لارې خپله تګلاره بدله کړي او دا هڅې روانې دي.»

اسلام اباد پاکستاني طالبان یوه ترهګره ډله بولي او له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې اصلي غوښتنه د ټي ټي پي مخنیوی دی، هغه ګام چې طالبانو نه دی پورته کړی.

منير اکرم وايي، اسلام اباد د دغه ګام د پورته کولو لپاره ډېرې هڅې کړې وې، خو د طالبانو په حکومت کې دننه مخالفتونو افغان طالبان د پاکستاني طالبانو پر ضد د کوټلو ګامونو د پورته کولو مخه نيولې وه.

دغه لوړپوړي پاکستاني ډیپلومات وویل، «موږ هڅه کوو چې طالبان قانع کړو چې د دوی شتون (په افغانستان کې پاکستاني طالبان) د پاکستان، سیمې او ان د طالبانو پر ضد دي.»

هغه همداراز د نړۍوالې اجماع غوښتنه وکړه چې د افغانستان په قضیه کې د ترهګرۍ موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان استازي دا هم وویل چې په راتلونکي کې د طالبانو په رسمیت پیژندل او پر هغوی د بندیزونو لرې کول به د ترهګرۍ پر وړاندې د دغې ډلې له کړنو سره مشروط وي.

کابو درې کاله وړاندې د اګسټ پر ۱۵مه پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په بري او په کابل کې د اسلام اباد په مشرۍ د حکومت په جوړېدو خوښ و، خو په تېرو درېیو کلونو کې داسې ونه شول، بلکې د پاکستاني چارواکو په وینا، د کابل او اسلام اباد اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي.

ټي ټي پي د پاکستان ولس ته: د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځئ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له ولسه غوښتي چې د اګسټ ۱۴مه ورځ د «پاکستان د ازادۍ ورځ نه بلکې د تورې ورځې په توګه نمانځئ.» دغې ډلې ويلي، دغه ورځ د دوی ډلې د «الفتح» په نوم نومولې ده.

دغې ډلې د پاکستان پر ولس غږ کړی چې د «غلامۍ د دې سمبول په له منځه وړلو سره، د حقیقي ازادۍ لپاره عملي ډګر ته رامخته شئ.»

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان کې هر کال د اګسټ ۱۴مه د دغه هیواد د حکومت له لوري د ازادۍ ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ټي ټي پي د پاکستان له ولسه غوښتي چې چې ۱۴ اګسټ د قبایلو او بلوڅو په څېر د خپلواکۍ د ورځې په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو او بلوچستان کې بلوڅو خوځښتونو ویلي وو، چې د ۱۴م اګسټ ورځ به د پاکستان د نورو ولسونو په څېر نه نمانځي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاریونونه او پرلتونه روان ساتي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان ولس ته په دغې خبرپاڼه وریاده کړې چې د پاکستان اوسني چارواکي د دوی ریښتیني خدمتګاران نه دي او یوازې په لوړو مالیو، د برېښنا په پرچاوئ او ګرانۍ یې د دوی ملاوې ور ماتې کړې او دوی یې پوروړي کړي دي.

واک ته په کابل کې د طالبانو له رسیدو وروسته د پاکستان حکومت تل کابل کې طالبان تورن کړي چې ټي ټي پي وسله والې ډلې ته یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې د نا امنیو پلانونه جوړوي خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې رد کړې دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې یو پولیس او ۴ ملېشې وژل شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا په درېیو بېلابېلو سیمو کې د نښتو په ترڅ کې یو پاکستانی پولیس او څلور ملېشې وژل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د جګړې په یوه سیمه کې د نښتو پر مهال یو ۲۴ کلن پولیس عزیر محمود ملک سخت ټپي او د پېښور په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه نښتې د جمعې په ورځ د زمري په ۱۹مه په پښتونخوا کې شوې دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د کلني راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د نښتو اصلي مرکزونه وو.

د دغه راپور له مخې؛ د تلفاتو د ۱۳۹ پېښو ۹۰ سلنه او د ټولو بریدونو ۸۴ سلنه په دغو دوو ایالتونو کې ثبت شوي دي.