• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي د پاکستان ولس ته: د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځئ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له ولسه غوښتي چې د اګسټ ۱۴مه ورځ د «پاکستان د ازادۍ ورځ نه بلکې د تورې ورځې په توګه نمانځئ.» دغې ډلې ويلي، دغه ورځ د دوی ډلې د «الفتح» په نوم نومولې ده.

دغې ډلې د پاکستان پر ولس غږ کړی چې د «غلامۍ د دې سمبول په له منځه وړلو سره، د حقیقي ازادۍ لپاره عملي ډګر ته رامخته شئ.»

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان کې هر کال د اګسټ ۱۴مه د دغه هیواد د حکومت له لوري د ازادۍ ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ټي ټي پي د پاکستان له ولسه غوښتي چې چې ۱۴ اګسټ د قبایلو او بلوڅو په څېر د خپلواکۍ د ورځې په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو او بلوچستان کې بلوڅو خوځښتونو ویلي وو، چې د ۱۴م اګسټ ورځ به د پاکستان د نورو ولسونو په څېر نه نمانځي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاریونونه او پرلتونه روان ساتي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان ولس ته په دغې خبرپاڼه وریاده کړې چې د پاکستان اوسني چارواکي د دوی ریښتیني خدمتګاران نه دي او یوازې په لوړو مالیو، د برېښنا په پرچاوئ او ګرانۍ یې د دوی ملاوې ور ماتې کړې او دوی یې پوروړي کړي دي.

واک ته په کابل کې د طالبانو له رسیدو وروسته د پاکستان حکومت تل کابل کې طالبان تورن کړي چې ټي ټي پي وسله والې ډلې ته یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې د نا امنیو پلانونه جوړوي خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې رد کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د اسراییل د دفاع لپاره د ابراهام لېنکن اوبتل منځني ختیځ ته واستاوه

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر لوید اسټن منځني ختیځ ته د ابراهام لېنکن اوبتل د استولو امر کړی دی. دغه اوبتل په لارښودو توغندیو سمبال دی او سیمې ته په داسې حال کې استول شوی چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدو ده.

د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۱مه) ویلي، چې لوید اسټن دغه امر د اسراییل د دفاع له وزیر یوف ګالانت سره له اړېکې وروسته صادر کړ.

د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: «لویډ اسټن د امریکا پر ژمنې ټینګار وکړ چې د اسراییل د دفاع لپاره به هر ممکن ګام واخلي او د سیمه ییز تاوتریخوالي زیاتېدو ته په کتو به په ټول منځني ختیځ کې د امریکا د دریځ او پوځي وړتیاو د پیاوړتیا لپاره پام ډیر کړي.»

امریکا منځني ختیځ ته داسې مهال دیوه نوي اوبتلد استولو خبر ورکړی، چې د جورجیا (یو ایس ایس) اټومي اوبتل د جولای له میاشتې راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې دی.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو او پر اسراییل د ایران او ملګرو له خوا د بریدونو د ګواښونو له زیاتېدو وروسته امریکا ویلي، چې سیمې ته به نور جنګیالي او جنګي بېړۍ واستوي.

د پاکستان پوځ وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې یو پولیس او ۴ ملېشې وژل شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا په درېیو بېلابېلو سیمو کې د نښتو په ترڅ کې یو پاکستانی پولیس او څلور ملېشې وژل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د جګړې په یوه سیمه کې د نښتو پر مهال یو ۲۴ کلن پولیس عزیر محمود ملک سخت ټپي او د پېښور په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه نښتې د جمعې په ورځ د زمري په ۱۹مه په پښتونخوا کې شوې دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د کلني راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د نښتو اصلي مرکزونه وو.

د دغه راپور له مخې؛ د تلفاتو د ۱۳۹ پېښو ۹۰ سلنه او د ټولو بریدونو ۸۴ سلنه په دغو دوو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

افغان ډېپلوماتانو په ایران کې له افغان ځوان سره د ناوړه چلند د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نماینده ګیو د انسجام شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستیو ناوړه چلندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغې شورا په ایران کې له یوه افغان ځوان سره د ناوړه چلند په اړه د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نمایندګانو د انسجام شورا د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دې تنکي ځوان شکنجه یوه زړه بوږنونکې او غیر انساني پېښه وبلله.

افغان ډېپلوماتانو له افغان کډوالو سره چلند د اساسي بشري حقونو، اسلام او د ښه ګاونډيتوب له اصولو سره په ټکر کې بللى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په تېرو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې په ترڅ کې، موږ پر ایراني چارواکو غږ کوو، چې د دغې غمجنې پېښې په اړه هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي او په راتلونکي کې د داسې کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.» .

د افغانستان سیاسی نمایندګانو هم په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقو او هوساینې د ساتنې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د انسانی چلند وکړ.

په دې وروستیو کې داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې د دماوند ښار د ابسارد په کلي کې د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر د یوه افغان ځوان لاسونه او پښې نیولي او یو بل افسر یې پر غاړه زنګون وهي.

د افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ د دغه تنکي ځوان د شکنجې یوه ویډیو خپره کړه، چې د افغان او ایراني وګړو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

حزب الله په اسراییل کې پر پوځي مرکزونو تازه بریدونه کړي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په شمال کې پر څو پوځي مرکزونو بریدونه کړي، چې د دواړو خواو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ او پراخې جګړې احتمال زیاتوي.

حزب الله وايي، چې د دوی جنګیالیو د مارج سیمه په "مناسبو وسلو" په نښه کړې او پر پوځي مرکزونو یې مستقیم بریدونه کړي‌ دي.

دغې ډلې د برکات ریشا او الرحب په پوستو هم توغندي ویشتي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه «د فلسطینیانو د مقاومت په ملاتړ» شوي دي.

د اسراییل پوځ د بریدونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

د اسراییل او حزب الله ترمنځ د یوې میاشتې راهیسې په سرحدي سیمو کې د ډزو تبادلې، په سیمه کې د یوې پراخې جګړې په اړه وېره ډېره کړې ده.

حزب الله د جولای په ۳۰ مه په بیروت کې د اسراییل په یو هوايي برید کې د خپل لوړ پوړي قوماندان فواد شکر له وژل کېدو وروسته د نظامي غچ اخیستو ګواښ کړی و.

د حزب الله او اسراییل ترمنځ نښتو د غزې په تړانګه کې د اسراییل د پراخو بریدونو وروسته زور اخیستی.

اسراییل پر دغه هیواد د حماس له برید وروسته پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي او تر اوسه یې نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژلي دي.

د بنګلدېش پخوانۍ لومړۍ وزيرې حسينې واجد امریکا د خپل حکومت په نسکورولو تورنه کړه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د بنګلدېش لومړۍ وزيرې شيخ حسینه واجد په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا د دغه هېواد د حکومت په نسکورولو تورنه کړې. حسينه واجد زياتوي؛ که چېرې یې امریکا ته هوايي پوځي اډې ورکړی وی اوس به پر خپله دنده پاتې وی.

له واک څخه د حسينه واجد له ليرې کېدو وروسته دا د هغې لومړنۍ څرګندونې دي، چې د امريکا اړوند يې کوي.

هندي رسنیو ویلي، چې حسينه واجد خپلو پلويانو ته په يو پېغام كې ادعا كړې، چې امريكا غواړي د بنګال په خليج كې تسلط تر لاسه کړي او د سېنټ مارټن جزيره کې پوځي اډه جوړه کړي.

لومړۍ وزيرې ويلي، چې د جزيرې واک يې امريکا ته نه دی سپارلی.

اغلې حسينه وايي؛ که یې د جزيرې واک او د بنګال پر خلیج تسلط امريکا ته ورکړی وی، اوس به هم لومړۍ وزيره وی.

په خبر کې راغلي، چې په بنګلدېش کې د لاريونوالو له لورې د دولتي ادارو څخه د حسينه واجد د پلويانو د ليرې کېدو لړۍ لا هم دوام لري.

پرون زده کوونکو او محصلينو د دې هېواد د سترې محکمې مخې ته هم لاريون کړی او وروسته د سترې محکمې د مشر قاضي په ګډون ۶ نورو سياسي قاضيانو له دندو استعفاوې کړي.

د بنګلدېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شیح حسینه واجد تېره دوشنبه له پرلپسې مظاهرو وروسته له دندې لاس پر سر او هند لاړه.

د شیخ حسینه واجد تر استعفا وروسته لاریونوالو د اقتصاد برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د خپل هېواد لنډمهالی لومړی وزیر وټاکه.

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.