• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بنګلدېش پخوانۍ لومړۍ وزيرې حسينې واجد امریکا د خپل حکومت په نسکورولو تورنه کړه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د بنګلدېش لومړۍ وزيرې شيخ حسینه واجد په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا د دغه هېواد د حکومت په نسکورولو تورنه کړې. حسينه واجد زياتوي؛ که چېرې یې امریکا ته هوايي پوځي اډې ورکړی وی اوس به پر خپله دنده پاتې وی.

له واک څخه د حسينه واجد له ليرې کېدو وروسته دا د هغې لومړنۍ څرګندونې دي، چې د امريکا اړوند يې کوي.

هندي رسنیو ویلي، چې حسينه واجد خپلو پلويانو ته په يو پېغام كې ادعا كړې، چې امريكا غواړي د بنګال په خليج كې تسلط تر لاسه کړي او د سېنټ مارټن جزيره کې پوځي اډه جوړه کړي.

لومړۍ وزيرې ويلي، چې د جزيرې واک يې امريکا ته نه دی سپارلی.

اغلې حسينه وايي؛ که یې د جزيرې واک او د بنګال پر خلیج تسلط امريکا ته ورکړی وی، اوس به هم لومړۍ وزيره وی.

په خبر کې راغلي، چې په بنګلدېش کې د لاريونوالو له لورې د دولتي ادارو څخه د حسينه واجد د پلويانو د ليرې کېدو لړۍ لا هم دوام لري.

پرون زده کوونکو او محصلينو د دې هېواد د سترې محکمې مخې ته هم لاريون کړی او وروسته د سترې محکمې د مشر قاضي په ګډون ۶ نورو سياسي قاضيانو له دندو استعفاوې کړي.

د بنګلدېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شیح حسینه واجد تېره دوشنبه له پرلپسې مظاهرو وروسته له دندې لاس پر سر او هند لاړه.

د شیخ حسینه واجد تر استعفا وروسته لاریونوالو د اقتصاد برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د خپل هېواد لنډمهالی لومړی وزیر وټاکه.

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۱۲ تنه هغه کډوال ژغورلي چې له یونان څخه شړل شوي وو

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د ترکیې ساحلي ګارد د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۲ ناقانونه کډوال ژغورلي، چې له یونان څخه له شړل کېدو وروسته د ازمیر ولایت ساحل ته څېرمه په سمندر کې ګېر وو.

د ترکیې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې سیمې ته امنیتي ټیمونه وروسته له هغه واستول شول چې د سیفیریسار او مینډیرس ولسوالیو څخه په ربړي کښتیو کې د غیرقانوني کډوالو د یوې ډلې په اړه معلومات ترلاسه شول.

امنیتي ټیمونو د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۶۵ ناقانونه کډوال د ربړي کښتیو څخه ژغورلي، چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې اوبو ته شړل شوي وو.

سربیره پردې، سرحدي ځواکونو ویلي، چې د ازمیر ولایت د کارابورن او اورلا ولسوالیو ساحلې سیمو کې د یونان څخه د راشړل شوو کډوالو ربړي کښتۍ د ماشین د خرابوالي له امله ډوبه شوې او له ترکي ځواکونو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د دغو ځواکونو په وینا؛ امنیتي ټیمونو له کښتیو څخه د نهو ماشومانو په ګډون ۴۷ غیرقانوني کډوال وژغورل.

کډوال له ژغورنې وروسته د اسنادو د پروسس لپاره د دغه ولایت د کډوالۍ ریاست ته استول شوي دي.

د غزې کړکېچ؛ اسراییل د غزې د نورو سیمو خلکو ته هم امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

اسراییلي پوځ تېره شپه د غزې په سوېل کې د خان یونس په سیمه کې خلکو ته امر کړی، چې خپل کورونه پریږدي. دغه امر د سیمې په لسګونو زره فلسطیني اوسېدونکي او بې ځایه شوې کورنۍ مجبورې کړې، چې په تیاره کې خپل کورونه په داسې حال کې پریږدي چې د ټانک مرمۍ یې په شاوخوا کې لګیدلې.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس ډلې پر وسله والو یې برید کړی، چې له جګړې مخکې یې غزه اداره کوله او دا چې اوس یې له دغو سیمو د بریدونو او راکټونو د ویشتلو لپاره کار اخیسته.

د شنبې په ورځ د غزې په ښار کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو ښوونځي باندې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي وو، چې د نړۍوال غبرګون لامل شو.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس او اسلامي جهاد وسله والو پر یوې پوستې یې برید کړی، او ۱۹ وسله وال یې وژلي دي.

د غزې تړانګې په سوېل کې په خان یونس سیمه کې د کورونو د تخلیې امر، په تېره لس میاشتنۍ جګړه کې د تخلیې یو تر ټولو پراخ امر بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي ټانکونه هم دغې سیمې ته راستانه شوي دي.

د کورونو د تخلیې دغه اعلان د اېکس خواله رسنۍ او د ټلیفوني پیغامو پر مټ شوی، چې پکې راغلي:

"د خپل ځان د خوندیتوب لپاره تاسو باید سمدستي نوي رامنځته شوي بشردوستانه زون ته لاړ شئ. هغه سیمه چې تاسو په کې یاست یو خطرناکه جنګي سیمه ګڼل کیږي."

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني ویلي، چې په غزه کې خلک بند پاتې دي او د تګ ځای نه لري.

هغه وويل: "ځينې يوازې د دې وړتيا لري چې خپل ماشومان له ځانه سره یوسي، ځينې نور خپل ټول ژوند په يوې وړه کڅوړه کې له ځانه سره وړي. هغوى له ګڼې ګوڼې ډکو ځايونو ته ځي چېرته چې کورونه او کمپونه لا له وړاندې له خلکو ډک وي. هغوى هر څه له لاسه ورکړي او هرڅه ته اړتيا لري."

د سوریې په ختیځ کې په یو هوايي برید کې پنځه ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

په سیمه کې دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د سوریې په ختیځ کې له عراق سره پولې ته څېرمه پر یو موټر هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

یوې سرچینې ویلي، چې برید د بې پیلوټه الوتکې پر مټ شوی؛ خو دا یې ونه ویل، چې دغه بې پیلوټه الوتکه د کوم پوځ اړونده ده.

دویمې سرچینې وویل، چې دغه جنګیالي هغه مهال په نښه شول چې په پوسته کې یې پیره پای ته ورسېده او موټر ته سپاره شول.

له عراق سره د سوریې د ختیځې پولې سیمې د هغو وسله والو ډلو تر کنټرول لاندې دي، چې له ایران سره اړیکې لري او د دغه هېواد د کورنۍ جګړې په اوږدو کې د سوریې د وسله والو ځواکونو په استازیتوب جنګیږي.

په دوی کې عراقي وسله والې ډلې هم شاملې دي، چې د عراق پولې ته په څېرمه سیمو هم کنټرول لري.

دغه سیمه اوس د قاچاق یو مرکز دی، چې وسلې له عراق څخه سوریې ته راوړل کیږي او نور توکي عراق ته لیږدول کیږي.

تر دې وړاندې، امریکا او اسراییل دواړو په سوریه کې د ایران پلوه ډلو پر ضد بریدونه کړي دي.

پر کییف د روسیې په هوايي برید کې یو پلار او څلور کلن زوی یې وژل شوی دی

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې پر کییف د روسیې هوايي برید کې یو څلور کلن هلک او د هغه ۳۵ کلن پلار ووژل شول.

د پلازمېنې په ختیځ کې په دغه برید کې د یو تنکي ځوان په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې دغه برید د شمالي کوریا له خوا جوړ شویو توغندیو پر مټ شوی دی.

هغه نور جزییات ورنه کړل؛ خو د اوکراین بېړنیو خدماتو وړاندې ویلي وو، چې په برید کې د بروواري په ولسوالۍ کې یو کور په نښه شوی او ویجاړ شوی دی.

د اوکراین د بېړنیو خدماتو له خوا خپاره شوي انځورونه ښیې چې په تیاره کې له ویجاړې شوې ودانۍ د یو ماشوم جسد راوباسي.

زېلینسکي پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکلي: "د لومړنیو معلوماتو له مخې، روسیې په دې برید کې د شمالي کوریا یو توغندی کارولی.”

هغه دغه برید ترهګریز بللی او ویلي یې دي، چې کارپوهان په دغو وسلو لا هم کار کوي.

د کییف هوايي قوتونو وویل، چې د مسکو په برید کې ۵۷ ایراني بې پېلوټه الوتکې هم شاملې وې چې ۵۳ یې د هوايي دفاعي سیسټم پر مټ ویجاړې شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیې د شمالي کوریا څلورکې ان – ۲۳ توغندي پر اوکراین توغولي، خو د درېیو نورو برخلیک یې نه دی په ډاګه کړی.

د ایران ولسمشر د خپلې وړاندېز شوې کابینې د غړو نوملړ د دغه هېواد پارلمان ته ولېږه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان په وړاندېز د کابینې وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو په موخه اسلامي شورا ته ور وپېژندل شول. راتلونکې اونۍ به ددغو کسانو د صلاحیتونو د څېړونو په موخه ناسته پیل شي. د دغه نوملړ پر بنسټ، عباس عراقچي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه معرفي شوی دی.

همدا راز اسماعیل خطیب د اطلاعاتو د وزیر په توګه وړاندیز شوی دی.

عراقچي د حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف مرستیال و او له لوېدیځ سره یې د اټومي خبرو اترو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

خطیب د ابراهیم رییسي په حکومت کې د اطلاعاتو وزیر و او د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت په کرمان کې د چاودنې او د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو او همدا شان په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په څېر پیښې د هغه په دوره کې رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، عبدالناصر همت د اقتصاد د وزیر په توګه د پزشکیان له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوی دی.

نوموړی پخوا په ۱۴۰۰ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و او د ایران د مرکزي بانک مشر هم و.