پر کییف د روسیې په هوايي برید کې یو پلار او څلور کلن زوی یې وژل شوی دی

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې پر کییف د روسیې هوايي برید کې یو څلور کلن هلک او د هغه ۳۵ کلن پلار ووژل شول.

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې پر کییف د روسیې هوايي برید کې یو څلور کلن هلک او د هغه ۳۵ کلن پلار ووژل شول.
د پلازمېنې په ختیځ کې په دغه برید کې د یو تنکي ځوان په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې دغه برید د شمالي کوریا له خوا جوړ شویو توغندیو پر مټ شوی دی.
هغه نور جزییات ورنه کړل؛ خو د اوکراین بېړنیو خدماتو وړاندې ویلي وو، چې په برید کې د بروواري په ولسوالۍ کې یو کور په نښه شوی او ویجاړ شوی دی.
د اوکراین د بېړنیو خدماتو له خوا خپاره شوي انځورونه ښیې چې په تیاره کې له ویجاړې شوې ودانۍ د یو ماشوم جسد راوباسي.
زېلینسکي پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکلي: "د لومړنیو معلوماتو له مخې، روسیې په دې برید کې د شمالي کوریا یو توغندی کارولی.”
هغه دغه برید ترهګریز بللی او ویلي یې دي، چې کارپوهان په دغو وسلو لا هم کار کوي.
د کییف هوايي قوتونو وویل، چې د مسکو په برید کې ۵۷ ایراني بې پېلوټه الوتکې هم شاملې وې چې ۵۳ یې د هوايي دفاعي سیسټم پر مټ ویجاړې شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیې د شمالي کوریا څلورکې ان – ۲۳ توغندي پر اوکراین توغولي، خو د درېیو نورو برخلیک یې نه دی په ډاګه کړی.


د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان په وړاندېز د کابینې وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو په موخه اسلامي شورا ته ور وپېژندل شول. راتلونکې اونۍ به ددغو کسانو د صلاحیتونو د څېړونو په موخه ناسته پیل شي. د دغه نوملړ پر بنسټ، عباس عراقچي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه معرفي شوی دی.
همدا راز اسماعیل خطیب د اطلاعاتو د وزیر په توګه وړاندیز شوی دی.
عراقچي د حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف مرستیال و او له لوېدیځ سره یې د اټومي خبرو اترو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
خطیب د ابراهیم رییسي په حکومت کې د اطلاعاتو وزیر و او د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت په کرمان کې د چاودنې او د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو او همدا شان په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په څېر پیښې د هغه په دوره کې رامنځته شوې.
د راپورونو له مخې، عبدالناصر همت د اقتصاد د وزیر په توګه د پزشکیان له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوی دی.
نوموړی پخوا په ۱۴۰۰ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و او د ایران د مرکزي بانک مشر هم و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، د اکټوبر ۱۱م د پښتنو قامي جرګې لپاره دې ټول پښتني سیاسي ګوندونه خپلمنځي مخالفتونه پریږدي او د پښتنو په دغې تاریخي راټولېدنه کې دې برخه واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د شنبې په ماښام پر خپله فیسبوک پاڼه د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو قامي عدالت جرګې په اړه خپله تګلاره بیان کړه.
نوموړي په پاکستان کې د ټولو سیاسي پښتنو ګوندونو پر غړو غږ وکړ، چې سیاسي مخالفتونه پریږدي او په یوالي دې د ۱۱ اکټوبر په جرګه کې ګډون وکړي.
نوموړي وویل: «پر ټولو پښتنو غږ کوم چې یوځای شي، د اکټوبر ۱۱مې لپاره دې سیاسي اختلاف پریږدي، موږ ټولو ته بلنه ورکوو او پښتون قوم پر یوه ټغر راټولوو.»
نوموړی وايي، په دغې غونډه کې به د پښتنو د هرې ولسوالۍ او هر کلي مشران شامل وي او بیا به دغه مشران په قامي عدالت کې د پښتنو لپاره پرېکړې کوي.
پښتین وویل، چې د هر پښتون قومي مشر، سپین ږیري او پښتنو د راټولولو لپاره هره یوه ته جلا جلا ورځي او د قومي عدالت جلسي ته د تګ بلنه ورکوي.
ښاغلی پښتین وايي، د اکټوبر ۱۱م قامي عدالت لپاره په پښتني سیمو کې د وژل شویو، ټپي شویو، ورکو شویو کسانو او ویجاړو شویو کورونو، هټیو، کلیو، سړکونو په اړه به شمېرې او معلومات وړاندې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، د اکټبور ۱۱مه به د پښتنو په تاریخ کې یوه تاریخي راټولیدنه وي او دا راټولیدنه به په نړۍ کې نورو محکومو قومونو ته هم د عدالت غوښتنې الهام او جرات ورکړي.
پښتین د پاکستاني ریاست ته په اشاره کولو سره وویل؛ هغو چې د افغانستان د ورانولو لپاره له نورو سره همکاري کوله، او هغوی «۳۰ لکه بندګالیان وژلي دي موږ څنګه ورسره څنګ په څنګ ودریږو.»
منظور احمد پښتین د خپلو خبرو پر مهال وویل، دا د پښتون قوم یوه تاریخې راټولیندنه ده.
نوموړی زیاتوي، چې په «پاکستان کې پر پښتون قوم اوس هم ظلم روان دی او په راتلونکې کې هم ورته لوی ګواښونه متوجه دي.»
د نوموړي په خبره د پښتون قوم د ژغورني لپاره د ۱۱ اکټوبر قومي عدالت جرګه ډيره اړینه ده.
نوموړوي په خپلو خبرو کې د دغې جرګې د جوړېدو د ځای په اړه معلومات وړاندې نه کړل. خو وايي، چې جرګه به درې ورځې دوام ولري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له شپږو کلو راهیسې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دغې موده کې د یاد غورځنګ یو شمېر غړي وژل شوي، ټپیان شوي او نږدې هره ورځ بندیان شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د قومي عدالت جرګې د رابللو سره همهاله د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مهمو غړو د نیولو لړۍ هم پیل شوې او داسې انګېرل کیږي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په نیولو سره پر یاد غورځنګ فشار اچوي چېیاده لویه غونډه او جرګه په ښه توګه ترسره نه شي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په ترکیه کې د رسنیو سره د اردوغان د حکومت د تیرې يوې لسیزې چلند څیړلی او هغه یې «دښمني» بللې ده. دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې پنځه خبریالان وژل شوي، ۱۳۱ نور ټپیان شوي او ۷۷ خبریالان د ولسمشر د سپکاوي په تور محاکمه شوي دي.
د بې پولې خبريالانو سازمان د شنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه) په ترکیه کې په تېرو لسو کلونو کې له رسنیو سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت د چلند په اړه یو راپور خپور کړی او ويلي يې دي، چې په دې موده کې د اردوغان له خوا لسګونه خبریالان د دوی د کار له کبله محاکمه شوي دي.
د بې پولې خبريالانو سازمان وايي، ولسمشر اردوغان په تېرو لسو کلونو کې د رسنيو د مديريت يو فوق العاده سيسټم رامنځته کړى، چې په هېواد کې يې د مطبوعاتو ازادي او د رسنيو لویه برخه کمزورې کړې ده.
د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې ټینګار شوی، چې په ترکیه کې د اردوغان د رژیم د لسیزو دښمنیو په پایله کې خپلواک ژورنالیزم اوس د ورکېدو په حال کې دی.
بې پولې خبریالان وايي، چې د ۲۰۱۳ کال له مې میاشتې څخه تر سپټمبر پورې په استانبول، انقره او ازمیر ښارونو کې تر ۱۵۰ډېرو خبریالانو باندي پوليسو بريدونه کړي دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې اوسمهال په ترکیه کې تر ۸۵ سلنې زیاتې کورنۍ رسنۍ د حکومت تر کنټرول لاندې فعاليت کوي.
بې پولې خبريالانو دا هم ليکلي، چې دولتي تلويزيون (ټي ار ټي) د ۲۰۲۳ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د اردوغان په دريمه بريا کې رول لوبولی او په ښکاره يې د هغه لپاره کار کاوه.
په همدې حال کې د بې پولې خبریالانو سازمان څېړنو ښودلې، چې له ۲۰۱۴ کال د اردوغان له ولسمشرۍ راهیسې ۱۳۱ خبریالان نیول شوي، چې لږ تر لږه ۴۰یې د محکمې له خوا په بند محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ترکیې بهر یو شمېر ترکي ژبو ژورنالیستانو او د اپوزیسیون ګوندونو له رسنیو سره د اردوغان د محدودیت څخه پر ډک چلند نیوکې کړې دي.
رویټرز خبري اژانس تېر کال ويلي و، چې په ترکیه کې تر ۹۰ سلنه زیاتې رسنۍ د اردوغان د حکومت تر کنټرول لاندې دي.

د غزې په تړانګه کې پر یو ښوونځي د اسراییل د برید په غبرګون کې، د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو راپورورکوونکې فرانچسکا البانیز وویل، چې د «متمدن هېوادونو د بې غورۍ» او «د امریکا او اروپا په وسلو سره» اسراییل په ښوونځیو، روغتونونو او کورونو کې د فلسطینیانو «نسل وژنه» کوي.
اغلې البانیز پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: «زه هیله لرم چې فلسطینیان به د دوی د ساتنې او د نړۍوالو قوانینو بنسټیزو مفاهیمو ته د درناوي په برخه کې زموږ د ډله ییزې بې کفایتۍ له امله موږ وبښي.»
تر دې مخکې فلسطیني رسنیو ویلي وو، چې د غزې په تړانګه کې پر یو ښوونځي چې فلسطیني کډوالو ته یې پناه ورکړې وه، د اسراییل په هوايي برید کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، درې راکټونه پر ښوونځي هغه مهال ولګېدل چې فلسطیني کډوال د سهار د لمانځه په ادا کولو بوخت وو.

د دغه برید په غبرګون کې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس یو ویاند له امریکا غوښتي، چې «له اسراییل نه دې خپل ړوند ملاتړ پای ته ورسوي چې د ماشومانو، ښځو او زړو په ګډون د زرګونو بې ګناه ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوی دی.»
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزف بورل پر اېکس لیکلي، چې د اسراییل له خوا د غزې پر یو ښوونځې د برید د لسګونو قربیانیانو عکسونو «حیران» کړی دی.
بوریل وايي: «په تېرو اونیو کې په غزه کې لږترلږه ۱۰ ښوونځي په نښه شوي.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په غزه کې د تابعین په ښوونځي د اسراییل برید او د سلو څخه د زیاتو کسانو وژنه «د بشریت ضد جنایت» بللی دی.
دغه وزارت د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د اوربند د خبرو په ګډوډولو تورن کړی دی.
سعودي عربستان او قطر هم دغه برید غندلی دی.
د حماس چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې پر «تابعین» ښوونځي باندې د اسراییل په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
همدا راز، فلسطیني رسنیو لیکلي چې په دغه برید کې د غزې د اوقافو مشر محمد حسن ابو سعده هم وژل شوی دی.
د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر ښوونځي د برید پر مهال شاوخوا ۲۰ د حماس او اسلامي جهاد ځواکونه، د دوی د جګپوړو قوماندانانو په ګډون هلته شته وو. پوځ د حماس له خوا اعلان شوې مرګ ژوبله هم «مبالغه» بللې ده.
د حماس ډلې بیا د اسراییلي پوځ دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه ښوونځي کې «هېڅ پوځي ځواک» نه و.
د پېښې په اړه په رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د بدن غړي ټوټې پر ځمکه پرتې دي او خلک په چټکۍ سره جسدونه لېږدوي.
فلسطیني چارواکو ویلي، چې په دغه کمپ کې شاوخوا ۳۵۰ کورنۍ ژوند کوي.


د بنګلدېش چارواکو نن تایید کړه، چې د دغه هېواد له زندانونو د تېښتې په دوو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه بندیان تښتېدلي دي. د بنګلدېش د زندانونو مشر ابو فتح ویلي، چې د جاماپور په زندان کې شپږ بندیان، پر امنیتي ځواکونو تر برید وروسته وژل شوي دي.
د بنګلدېش چارواکي وايي، چې بندیانو د پنجشنبې په ورځ د زندان پر ساتونکو د اوسپنې مېلو او تیغونو برید وکړ او د زندان دفترونو ته یې اور واچوه.
هغه زياته کړه، چې زندانيانو هڅه کړې، چې له دغه زندان ټول ٦٠٠ بنديان خوشي کړي.
ابوفتح وايي، چې له دې پېښې وروسته د زندان امنيتي مامورينو پر هغو تښتېدونکو زندانيانو ډزې وکړې، چې په پايله کې يې شپږ بنديان ووژل شول.
د پولیسو مشر لطف الرحمان رسنیو ته وویل، چې د سې شنبې په ورځ پلازمنې ډاکا ته څېرمه په کاشیمپور زندان کې شپږ تنه نور زندانیان هم د امنیتي ځواکونو په برید کې ووژل شول.
د پولیسو مشر همدارنګه زیاته کړه، چې بنديانو پر ساتونکو د بريد لپاره د اوسپنې له مېلو کار اخيستى او د زندان مرکزي دروازه يې ماتې کړې ده.
دغه پوليس چارواکي تاييد کړه، چې په دې پېښه کې شپږ تنه بنديان د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.
لطف الرحمن وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۰۳ بندیان د کاشیمپور له زندان په تیښته بریالي شوي دي.
د بنګلدېش چارواکي وايي، چې د کاشیمپور په زندان کې د بنګلدیش ځینې خورا بدنام مجرمین بندیان دي.
خو لطف الرحمن وويل، چې په دې پېښه کې مشهور زندانيان او لوى مجرمين له زندانه په تېښته بريالي نه شول.
د بنګلدېش له زندانونو د بندیانو د تېښتې پېښې په داسې حال کې کېږي، چې دغه هېواد له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې د محصلینو له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې ښکېل دی.
د بنګله دېش محصلینو په ټول هیواد کې د هغو کسانو کورنیو ته د حکومتي دندو د ورکولو په ضد لاریونونه وکړل، چې د پاکستان سره د دغه هېواد د خپلواکۍ په جګړه کې یې برخه اخېستې وه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په بنګلدېش کې د محصلینو له لاریونونو وروسته لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي دي.
تېره اوونۍ د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د لاریونونو د پراخېدو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه او په یوه نظامي چورلګه کې هند ته وتښتېده.
د پنجشنبې په ماښام په بنګله دېش کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی محمد یونس په مشرۍ موقت حکومت جوړ شو.