د بنګلدېش چارواکو نن تایید کړه، چې د دغه هېواد له زندانونو د تېښتې په دوو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه بندیان تښتېدلي دي.
د بنګلدېش د زندانونو مشر ابو فتح ویلي، چې د جاماپور په زندان کې شپږ بندیان، پر امنیتي ځواکونو تر برید وروسته وژل شوي دي.
د بنګلدېش چارواکي وايي، چې بندیانو د پنجشنبې په ورځ د زندان پر ساتونکو د اوسپنې مېلو او تیغونو برید وکړ او د زندان دفترونو ته یې اور واچوه.
هغه زياته کړه، چې زندانيانو هڅه کړې، چې له دغه زندان ټول ٦٠٠ بنديان خوشي کړي.
ابوفتح وايي، چې له دې پېښې وروسته د زندان امنيتي مامورينو پر هغو تښتېدونکو زندانيانو ډزې وکړې، چې په پايله کې يې شپږ بنديان ووژل شول.
د پولیسو مشر لطف الرحمان رسنیو ته وویل، چې د سې شنبې په ورځ پلازمنې ډاکا ته څېرمه په کاشیمپور زندان کې شپږ تنه نور زندانیان هم د امنیتي ځواکونو په برید کې ووژل شول.
د پولیسو مشر همدارنګه زیاته کړه، چې بنديانو پر ساتونکو د بريد لپاره د اوسپنې له مېلو کار اخيستى او د زندان مرکزي دروازه يې ماتې کړې ده.
دغه پوليس چارواکي تاييد کړه، چې په دې پېښه کې شپږ تنه بنديان د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.
لطف الرحمن وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۰۳ بندیان د کاشیمپور له زندان په تیښته بریالي شوي دي.
د بنګلدېش چارواکي وايي، چې د کاشیمپور په زندان کې د بنګلدیش ځینې خورا بدنام مجرمین بندیان دي.
خو لطف الرحمن وويل، چې په دې پېښه کې مشهور زندانيان او لوى مجرمين له زندانه په تېښته بريالي نه شول.
د بنګلدېش له زندانونو د بندیانو د تېښتې پېښې په داسې حال کې کېږي، چې دغه هېواد له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې د محصلینو له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې ښکېل دی.
د بنګله دېش محصلینو په ټول هیواد کې د هغو کسانو کورنیو ته د حکومتي دندو د ورکولو په ضد لاریونونه وکړل، چې د پاکستان سره د دغه هېواد د خپلواکۍ په جګړه کې یې برخه اخېستې وه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په بنګلدېش کې د محصلینو له لاریونونو وروسته لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي دي.
تېره اوونۍ د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د لاریونونو د پراخېدو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه او په یوه نظامي چورلګه کې هند ته وتښتېده.
د پنجشنبې په ماښام په بنګله دېش کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی محمد یونس په مشرۍ موقت حکومت جوړ شو.