په غزه کې پر یوه ښوونځي د شوي برید له امله تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د غزې په ښار کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د غزې په ښار کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دغه چارواکي وایي، دغه ښوونځی هغه مهال په نښه شو چې ګڼ شمېر فلسطینیان د سهار لمونځ لپاره راغونډ شوي وو.
د الجزیرې د راپور له مخې، په تېره اوونۍ کې د غزې په شمال کې لږ تر لږه څلور ښوونځي د اسراییلي پوځ لهخوا په نښه شوي دي.
د اسراییل د پوځ په وینا، حماس دغه ښوونځي د پوځي او عملیاتي موخو لپاره کاروي.
تر دې وړاندې په غزه کې له ملکي وګړو څخه د دفاع بنسټ په دغه برید کې د وژل شويو کسانو شمېره ۴۰ تنه ښودلې وه.
د دغې ادارې ویاند محمود بسال د ټېلګرام په یوه لیکنه کې دا پېښه د «یوه وحشتناکه قتل عام» په توګه بیان کړه.
هغه ویلي و:« هڅه کوي، چې اور کابو کړي؛ چې د وژل شویو کسانو مړي راوباسي او ټپيان وژغوري.»

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ختیځې اروپا پوځونه د روسیې د ګواښونو په مقابل کې د ځواکونو د کمښت له بحران سره مخامخ دي.
د چک جمهوریت د محصلینو او نورو ختیځې اروپا هېوادونو لپاره د اوړي د روزنې کورسونه په لاره اچولو سره د دفاعي ځواکونو د کمښت د جبران لپاره کمپاینونه جوړ کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چک جمهوریت، رومانیا، پولنډ او هنګري په ګډون د ختیځې اروپا د هېوادونو پوځونه چې د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) غړي دي، کلونه کیږي چې د خپلو پوځي ځواکونو د زیاتولو هدف ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
دا ستونزه په سیمه کې د پوځونو په واحدونو کې د سرتېرو د کمښت او د ځواکونو د جنګي چمتووالي د نشتوالي لامل شوې ده. خو د ختیځې اروپا ځینې هېوادونه هڅه کوي چې په تبلیغاتي کمپاینونو او د دفاعي بودیجې په زیاتولو سره د ځواکونو د کمښت د جبرانولو لپاره د نوي نسل څخه سرتېري استخدام کړي.
ښوونیز پروګرامونه او تبلیغاتي کمپاینونه
په چک جمهوریت کې، د ښوونځیو زده کونکو لپاره د دوبي روزنیز پروګرامونه جوړیږي. په دې پروګرامونو کې زده کونکو هڅول کیږي او له پوځي ژوند سره یې اشنا کوي.
د رویټرز خبري اژانس د جمعې ورځې (د زمري ۱۹مه) د راپور له مخې، دغه پروګرام به د پراګ په لویدیځ کې په یوه تړلي پوځي سیمه کې ترسره شي او عملي زده کړې لکه ډزې او پوځي تاکتیکونه به پکې شامل وي.
دا پروګرام څلور اونۍ دی او د لیسې د دورې ۸۰ زده کونکو پکې ګډون کړی دی.
په نورو هېوادونو، لکه پولنډ او هنګري کې، د بلبورډونو په کارولو سره پراخ تبلیغاتي کمپاینونه، د رسنیو اعلانونه، او حتی د ټلویزیوني سریالونو جوړول د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره کارول کیږي.
د کار په بازار کې سیالي او په دې هېوادونو کې د بیکارۍ ټیټه کچه د استخدام په برخه کې نورې لویې ننګونې دي. ځوانان د پوځ سره د یوځای کیدو په پرتله په خصوصي سکتور کې کار کولو ته ترجیح ورکوي.
په مقابل کې، پوځونه هڅه کوي، چې د نورو زړه راښکونکو مالي وړاندیزونو او د طبي او روغتیایي معیارونو په برابرولو سره ځوانان وهڅوي چې په پوځ کې شامل شي.
امنیتي ګواښونه او د دفاعي بودیجې زیاتوالی
په اوکراین د روسیې له برید وروسته په سیمه کې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.
په ختیځه اروپا کې د یو لوی هېواد په توګه پولنډ هڅه کوي خپله دفاعي بودیجه د داخلي ناخالص تولید څخه شاوخوا پنځه سلنه لوړه کړي.
دغه هېواد د ځوانو وګړو د پوځي روزنې لپاره «له پوځ سره رخصتۍ» په نوم کمپاین پیل کړی او پراخ پلانونه لري چې د خپلو پوځیانو شمېر ۳۰۰ زرو ته لوړ کړي.
د ختیځې اروپا د پوځونو بله ستونزه له څو کلن عسکرۍ خدمت ورورسته د دندو پرېښودل دي.
احصایې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې تر ۹ زرو ډېر مسلکي سرتېري له پولنډ وتلي دي.
د دې ستونزې د حل لپاره، پوځونه د خپلو اوسنیو ځواکونو د ساتلو لپاره نوي او ډیر زړه راښکونکي مالي وړاندیزونه کړي دي.
په رومانیا کې ۴۳ سلنه د افسرانو او ۲۳ سلنه د سرتېرو او نور مسلکي پوسټونه خالي پاتې دي، چې دا په دغه هېواد کې د سرتېرو د کمښت د کړکېچ ښکارندويي کوي.
رومانیا د خپلو نویو پوځي تجهیزاتو لکه ایف - ۱۶ جنګي الوتکو د کارولو لپاره د روزل شویو پوځیانو له کمښت سره مخامخ ده.
د ختیځې اروپا هېوادونه هیله لري، چې د نوي نسل د ځوانو سرتېرو په استخدام سره به وکړای شي د ځواکونو کمښت له منځه یوسي او خپل دفاعي چمتوالی زیات کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قومندان مایکل کوریلا په یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره اسراییل ته ولاړ. ښاغلي کوریلا په خپل دوهم سفر کې د اسراییل د پوځ له لوی درستیز هرزي حلوي سره وکتل او د اسراییل د هوايي ځواک له اډې څخه یې لیدنه وکړه.
د دغه جګپوړي امریکايي پوځي چارواکي دواړه سفرونه پر اسراییل د ایران اسلامي جمهوریت او د لبنان د حزب الله د احتمالي بریدونو په درشل کې شوي دي.
اسراییل ټایمز د جمعې په ورځ (د زمري۱۹مه) د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړ، چې په دې لیدنو کې پر امنیتي او ستراتیژیکو مسایلو، په سیمه کې د چمتووالي او په منځني ختیځ کې د ګواښونو پر ځوابولو تمرکز شوی دی.
په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، ایران اسلامي جمهوریت اسراییل ته د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، دغه هېواد د بنګلدېش وروستیو پرمختیاوو او د لومړۍ وزیرې حسینه واجد د حکومت پرځېدو کې لاس نه لري. ممتاز زهرا بلوڅ نن خبریالانو ته وویل، «اسلام اباد او ډاکه خپلو کې ښه اړیکي لري او دا اړیکي په تېرو څو کلونو کې نور هم پراخ شوي دي.»
د بنګلدېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شیح حسینه واجد تېره دوشنبه له پرلپسې مظاهرو وروسته له دندې لاس پر سر او بهر لاړه.
ځینې هندي چارواکي او رسنۍ د بنګلدېش دې نارامیو کې پاکستان ښکېل بولي، خو مېرمن بلوڅ په خپلو خبرو دا ادعاوې رد کړه.
د شیخ حسینه واجد تر استعفا وروسته لاریونوالو د اقتصاد برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د خپل هېواد لنډمهالی لومړی وزیر وټاکه.
د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.

د امریکا، قطر او مصر مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسراییل او حماس غوښتي چې د زمري په ۲۵مه د اوربند د ټینګولو لپاره د خبرو مېز ته راشي. دوی په خپله اعلامیه کې لیکلي چې دواړه لوري په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر تر وژل کېدو مخکې د اوربند هوکړې ته نږدې شوي وو.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن، د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني پر لاسلیک د اوربند خبرو د بیا پیلولو اعلامیه خپره شوې ده.
درې واړو هېوادونو په خپله ګډه اعلامیه کې لیکلي، چې د اوربند د هوکړې لپاره یې طرحه چمتو کړې، چې د عملي کېدو لپاره یې ځینو "جزیاتو" ته اړتیا ده.
درې واړو هېوادونو پر اسراییل او حماس فشار راوړی، چې راتلونکې اوونۍ په قاهره یا دوحه کې د اوربند لپاره خبرې بیا پیل کړي.
اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دواړه لوري باید د پاتې اختلافاتو د حل لپاره خبرې بیا پیل کړي او پرته له ځنډه دا تړون پلی کړي.
سي این این ته د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلی ، چې راتلونکې غونډه د زمري میاشتې په ۲۵ نېټه ټاکل شوې ده، خو دواړه لوري باید په دې غونډه کې د ګډون تایید وکړي.
په راپور کې ویل شوي چې اسراییل اعلان کړی چې د زمري په ۲۵مه به دوحې یا قاهرې ته خپل مذاکره کوونکي ولېږي، خو حماس تر اوسه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.
دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې په غزه کې طبي چارواکو اعلان کړی، چې پر سیمه د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د تېر کال د اکتوبر میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې تر ۳۹ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.
سجیب وازد جوي د ټایمز اف انډیا سره په خبرو کې دا نه دي ویلي، چې مور به یې په ټاکنو کې برخه اخلي او که څنګه.
مېرمن حسینه د څو اونیو له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو وروسته هند ته وتښتېده.
تر دې وړاندې د بنګله دېش د وکیلانو ټولنې د هغې د «نیولو او بېرته ستنولو» غوښتنه کړې وه؛ خو د هند د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلی و، چې دا پرېکړه به مېرمن حسینه کوي چې چېرته غواړي واوسېږي.
د مېرمن حسینې زوی چې په امریکا کې اوسېږي، وایي هماغه شېبه چې د بنګله دېش لنډمهاله حکومت د ټاکنو پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې سم له واره خپل هېواد ته ستنه شي.
سجیب وازد جوي وویل: «مور به مې د اوسنۍ [کاري] دورې وروسته تقاعد شي.»
د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی ټایمز اف انډیا ته ویلي: «زه د ګوند لپاره فعال شوی یم او اوسمهال د جبهې په لومړۍ کرښه کې یم.»
نوموړي وویل، چې دمګړۍ په بنګله دېش کې «د مشرتابه تشه» را منځته شوې ده.
د مېرمن حسینې په مشرۍ د عوامي لیګ ګوند د بنګله دېش په لنډمهالي حکومت کې ونډه نه لري.
دا حکومت اوسمهال د نوبل جایزې د ګټونکي محمد یونس لهخوا په کار پیل کړی او اصلي دنده یې د ټاکنو تر سره کول دي.
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې مېرمن حسینه له بنګله دېش څخه تر وتلو وروسته اوس په نوي ډیلي کې په یوې خوندي سیمه کې ژوند کوي.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه غواړي چې په بریتانیا کې پناه واخلي؛ خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
