د پاکستان لومړی وزیر: ملت د ترهګرۍ ضد جګړه کې له پوځ سره ولاړ دی

د پاکستان لومړی وزیر د پښتونخوا د خیبر په تیرا کې د وسلوالو پرضد د پوځ عملیات ستایي او زیاتوي چې «ولس د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پوځ ملاتړی دی.» لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف عليزرداري په دغه سیمه کې د وسلوالو په برید کې د دریو پوځیانو وژل هم غندلي دي.