• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ډېپلوماتانو په ایران کې له افغان ځوان سره د ناوړه چلند د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نماینده ګیو د انسجام شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستیو ناوړه چلندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغې شورا په ایران کې له یوه افغان ځوان سره د ناوړه چلند په اړه د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نمایندګانو د انسجام شورا د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دې تنکي ځوان شکنجه یوه زړه بوږنونکې او غیر انساني پېښه وبلله.

افغان ډېپلوماتانو له افغان کډوالو سره چلند د اساسي بشري حقونو، اسلام او د ښه ګاونډيتوب له اصولو سره په ټکر کې بللى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په تېرو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې په ترڅ کې، موږ پر ایراني چارواکو غږ کوو، چې د دغې غمجنې پېښې په اړه هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي او په راتلونکي کې د داسې کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.» .

د افغانستان سیاسی نمایندګانو هم په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقو او هوساینې د ساتنې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د انسانی چلند وکړ.

په دې وروستیو کې داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې د دماوند ښار د ابسارد په کلي کې د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر د یوه افغان ځوان لاسونه او پښې نیولي او یو بل افسر یې پر غاړه زنګون وهي.

د افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ د دغه تنکي ځوان د شکنجې یوه ویډیو خپره کړه، چې د افغان او ایراني وګړو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

حزب الله په اسراییل کې پر پوځي مرکزونو تازه بریدونه کړي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په شمال کې پر څو پوځي مرکزونو بریدونه کړي، چې د دواړو خواو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ او پراخې جګړې احتمال زیاتوي.

حزب الله وايي، چې د دوی جنګیالیو د مارج سیمه په "مناسبو وسلو" په نښه کړې او پر پوځي مرکزونو یې مستقیم بریدونه کړي‌ دي.

دغې ډلې د برکات ریشا او الرحب په پوستو هم توغندي ویشتي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه «د فلسطینیانو د مقاومت په ملاتړ» شوي دي.

د اسراییل پوځ د بریدونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

د اسراییل او حزب الله ترمنځ د یوې میاشتې راهیسې په سرحدي سیمو کې د ډزو تبادلې، په سیمه کې د یوې پراخې جګړې په اړه وېره ډېره کړې ده.

حزب الله د جولای په ۳۰ مه په بیروت کې د اسراییل په یو هوايي برید کې د خپل لوړ پوړي قوماندان فواد شکر له وژل کېدو وروسته د نظامي غچ اخیستو ګواښ کړی و.

د حزب الله او اسراییل ترمنځ نښتو د غزې په تړانګه کې د اسراییل د پراخو بریدونو وروسته زور اخیستی.

اسراییل پر دغه هیواد د حماس له برید وروسته پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي او تر اوسه یې نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژلي دي.

طالبان: د کابل د لوېدیځ په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د لومړنيو معلوماتو له مخې وايي، چې د کابل په دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خالد ځدران وايي، چې دا پېښه په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مسافر وړونکی بس څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د بنګلدېش پخوانۍ لومړۍ وزيرې حسينې واجد امریکا د خپل حکومت په نسکورولو تورنه کړه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د بنګلدېش لومړۍ وزيرې شيخ حسینه واجد په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا د دغه هېواد د حکومت په نسکورولو تورنه کړې. حسينه واجد زياتوي؛ که چېرې یې امریکا ته هوايي پوځي اډې ورکړی وی اوس به پر خپله دنده پاتې وی.

له واک څخه د حسينه واجد له ليرې کېدو وروسته دا د هغې لومړنۍ څرګندونې دي، چې د امريکا اړوند يې کوي.

هندي رسنیو ویلي، چې حسينه واجد خپلو پلويانو ته په يو پېغام كې ادعا كړې، چې امريكا غواړي د بنګال په خليج كې تسلط تر لاسه کړي او د سېنټ مارټن جزيره کې پوځي اډه جوړه کړي.

لومړۍ وزيرې ويلي، چې د جزيرې واک يې امريکا ته نه دی سپارلی.

اغلې حسينه وايي؛ که یې د جزيرې واک او د بنګال پر خلیج تسلط امريکا ته ورکړی وی، اوس به هم لومړۍ وزيره وی.

په خبر کې راغلي، چې په بنګلدېش کې د لاريونوالو له لورې د دولتي ادارو څخه د حسينه واجد د پلويانو د ليرې کېدو لړۍ لا هم دوام لري.

پرون زده کوونکو او محصلينو د دې هېواد د سترې محکمې مخې ته هم لاريون کړی او وروسته د سترې محکمې د مشر قاضي په ګډون ۶ نورو سياسي قاضيانو له دندو استعفاوې کړي.

د بنګلدېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شیح حسینه واجد تېره دوشنبه له پرلپسې مظاهرو وروسته له دندې لاس پر سر او هند لاړه.

د شیخ حسینه واجد تر استعفا وروسته لاریونوالو د اقتصاد برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د خپل هېواد لنډمهالی لومړی وزیر وټاکه.

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۱۲ تنه هغه کډوال ژغورلي چې له یونان څخه شړل شوي وو

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د ترکیې ساحلي ګارد د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۲ ناقانونه کډوال ژغورلي، چې له یونان څخه له شړل کېدو وروسته د ازمیر ولایت ساحل ته څېرمه په سمندر کې ګېر وو.

د ترکیې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې سیمې ته امنیتي ټیمونه وروسته له هغه واستول شول چې د سیفیریسار او مینډیرس ولسوالیو څخه په ربړي کښتیو کې د غیرقانوني کډوالو د یوې ډلې په اړه معلومات ترلاسه شول.

امنیتي ټیمونو د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۶۵ ناقانونه کډوال د ربړي کښتیو څخه ژغورلي، چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې اوبو ته شړل شوي وو.

سربیره پردې، سرحدي ځواکونو ویلي، چې د ازمیر ولایت د کارابورن او اورلا ولسوالیو ساحلې سیمو کې د یونان څخه د راشړل شوو کډوالو ربړي کښتۍ د ماشین د خرابوالي له امله ډوبه شوې او له ترکي ځواکونو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د دغو ځواکونو په وینا؛ امنیتي ټیمونو له کښتیو څخه د نهو ماشومانو په ګډون ۴۷ غیرقانوني کډوال وژغورل.

کډوال له ژغورنې وروسته د اسنادو د پروسس لپاره د دغه ولایت د کډوالۍ ریاست ته استول شوي دي.

د غزې کړکېچ؛ اسراییل د غزې د نورو سیمو خلکو ته هم امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

اسراییلي پوځ تېره شپه د غزې په سوېل کې د خان یونس په سیمه کې خلکو ته امر کړی، چې خپل کورونه پریږدي. دغه امر د سیمې په لسګونو زره فلسطیني اوسېدونکي او بې ځایه شوې کورنۍ مجبورې کړې، چې په تیاره کې خپل کورونه په داسې حال کې پریږدي چې د ټانک مرمۍ یې په شاوخوا کې لګیدلې.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس ډلې پر وسله والو یې برید کړی، چې له جګړې مخکې یې غزه اداره کوله او دا چې اوس یې له دغو سیمو د بریدونو او راکټونو د ویشتلو لپاره کار اخیسته.

د شنبې په ورځ د غزې په ښار کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو ښوونځي باندې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي وو، چې د نړۍوال غبرګون لامل شو.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس او اسلامي جهاد وسله والو پر یوې پوستې یې برید کړی، او ۱۹ وسله وال یې وژلي دي.

د غزې تړانګې په سوېل کې په خان یونس سیمه کې د کورونو د تخلیې امر، په تېره لس میاشتنۍ جګړه کې د تخلیې یو تر ټولو پراخ امر بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي ټانکونه هم دغې سیمې ته راستانه شوي دي.

د کورونو د تخلیې دغه اعلان د اېکس خواله رسنۍ او د ټلیفوني پیغامو پر مټ شوی، چې پکې راغلي:

"د خپل ځان د خوندیتوب لپاره تاسو باید سمدستي نوي رامنځته شوي بشردوستانه زون ته لاړ شئ. هغه سیمه چې تاسو په کې یاست یو خطرناکه جنګي سیمه ګڼل کیږي."

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني ویلي، چې په غزه کې خلک بند پاتې دي او د تګ ځای نه لري.

هغه وويل: "ځينې يوازې د دې وړتيا لري چې خپل ماشومان له ځانه سره یوسي، ځينې نور خپل ټول ژوند په يوې وړه کڅوړه کې له ځانه سره وړي. هغوى له ګڼې ګوڼې ډکو ځايونو ته ځي چېرته چې کورونه او کمپونه لا له وړاندې له خلکو ډک وي. هغوى هر څه له لاسه ورکړي او هرڅه ته اړتيا لري."