• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د کابل د لوېدیځ په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د لومړنيو معلوماتو له مخې وايي، چې د کابل په دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خالد ځدران وايي، چې دا پېښه په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مسافر وړونکی بس څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د غزني قره باغ پخوانی قوماندان وايي، چې طالبانو یې ۱۵ کلن زوی نیولی او زنداني کړی دی

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱

په تېر جمهوري نظام کې د غزني د قره باغ ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو یې یو ۱۵ کلن زوی نیولی او زنداني کړی دی.

رمضان ځیرک وايي، چې د عبدالعزیز په نوم د هغه کوچنی زوی تېره چهارشنه له قره باغ ولسوالۍ څخه د طالبانو استخباراتو په رینجر کې وړی دی.

په تېر حکومت کې د غزني قره باغ ولسوالۍ قوماندان رمضان ځېرک افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوې ویډیو پېغام کې ویل، چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو د هغه ۱۵ کلن زوي زنداني کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم څو ځله بندي کړی او د قومي مشرانو په ضمانت راخوشې شوی دی.

دغه قوماندان همدراز وايي، چې طالبانو یې زوی په زندان کې سخت شکنجه کړی هم دی.

رمضان ځیرک زیاتوي، چې طالبانو یې زوی د دې لپاره نیولی چې د پلار وسلې او موټر ورته وښيي؛ خو دغه قوماندان وايي، چې له دوی سره هېڅ وسلې نه شته.

رمضان ځیرک وویل: « طالبانو په بند کې زما زوی ته ویلي، چې پلار دې باید راشي او تاسې د پلار موټر او وسلې مونږ ته وښيي.»

د پخواني نظام دا قوماندان چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره د دوی له وېرې له هېواد څخه وتلی وايي، چې د طالبانو عمومي عفوه جعلي ده او د دوی وسله وال عمومي بخښنه نه مني.

رمضان وايي؛ هغه یوازې د طالبانو پر ضد د خپلې دندې پر مهال سختې جګړې کړې دي او دغه ډلې تسلیم شوی نه دی، نو دوی اوس طالبان د هغه کوچنی زوي عبدالعزیز ځوروي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وویل، چې په ښه توګه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله له خوا اعلان شوې ټولبخښنه عملي شوې او په دې اړه هېڅ بېلګه نه شته چې له بخښنې وروسته د پخواني نظام کارکونکي نیولي شوي او یا هم وژل شوي وي.

په دې وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د تېر حکومت دولتي کارکوونکو د نیولو او د شکنجو راپورونه زیات شوي دي.

د افغانستان د ولایتي شوراګانو ټولنه هم نن په یوه اعلامیه کې وايي، چې د طالبانو د مشر د بخښنې له فرمان سره - سره هره ورځ په دغه هېواد کې پخواني پوځیان، دولتي کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان نیول کېږي، ربړول کېږي او ځیني یې په مرموزه توګه وژل کېږي.

یوناما هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې پخواني نظامیان وژل کېږي، بندیانېږي او شکنجه کېږي؛ خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.

د اګسټ ۱۵مه؛ ځیني افغانان یې د تورې ورځې په نامه یادوي، خو طالبان یې د بریا ورځ بولي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه چې د هېواد پخوانی ولسمشر اشرف غني له افغانستانه ووت، طالبانو له شل کلنې جګړې وروسته بیا د کابل په ګډون ټول ولایتونه ونیول. طالبان دا ورځ د خپلې ډلې لپاره د بریا ورځ بولي او په ټول هېواد کې یې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

ډېری افغانان بیا وايي، چې د افغانستان له سقوط سره امنیتي ادارې له منځه ولاړې، د ښځو په ګډون زرګونه کسان بې روزګاره شول، میلیونونه کسان د سیمې د هېوادونو په ګډون اروپایي او امریکایي هېوادونو ته کډوال شول او د تېرو شلو کلونو لویې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې.
له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د دې ورځې د نمانځلو لپاره د طالبانو تر واک لاندې بېلابېلو ادارو کې چمتوالی نیول شوی او دا ډله نور افغانان هم د دې ورځې نمانځنې ته هڅوي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې په ټول افغانستان کې د چهارشنبې په ورځ عمومي رخصتي ده.
په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت په مشرۍ د امریکايي اشغال پر وړاندې چې د افغانانو د "جهاد" د بریالیتوب او فتحې ویاړلې ورځې له درېیمې کلیزې سره برابره ده، په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.»

100%


که څه هم په هېواد کې یو شمېر کسان د ځینو مجبوریتونو له امله له دغې ډلې سره دا ورځ نمانځي؛ خو د طالبانو له ټولو سخت دریځیو سره - سره ډېر شمېر نور هېوادوال بیا دا ورځ توره ورځ ګڼي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس بیا خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر په مشرۍ یو شمېر ادارو له دې ورځې څخه د نمانځنې په موخه د همغږۍ ناسته کړې ده.
د راپور له مخې؛ په دې ناسته کې وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې، څو له ولسي وګړو سره یو ځای له دغې ورځې څخه په همغږۍ نمانځنه وشي.

100%


اخوا د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وایي، چې دا ورځ د افغانستان د معاصر تاريخ هغه توره ورځ ده، چې په دې ورځ د افغانستان دښمنانو يو ولسواک نظام له ټولو پرمختګونو سره سره سقوط کړ.
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلې: «د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دا ورځ د تورې ورځ‌ په توګه لمانځو. له تاسې ټولو هيله کېږي چې هر چېرې یئ، هر څومره یئ، د خپل وطن د ګټو او په وطن د حاکم جابر استبدادي رژيم په خلاف احتجاج ته راوځئ.»
نوموړی پر ټولو افغانانو غږ کوي، چې د بندو ښوونځيو، بندو پوهنتونونو،‌ اقتصادي بېبالېلو بندیزونو، استبداد، شکنجو، سانسور، فقر،‌ بېکارۍ، جبري کډواليو، نړۍوالې انزوا او په هېواد کې د هرې حاکمې بدمرغۍ پر خلاف خپل غږ پورته کړي.
د تېر جمهوریت له ړنګېدو سره د بیان ازادۍ او د افغانستان ټولې انځوریزې، غږېزې او چاپي رسنۍ هم اغېزمنې شوې او د طالبانو له لسګونو بندیزونو سره مخ شوې.
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ ښځينه کار کوونکې وایي، چې په داسې یوه هېواد کې ژوند کول چې واک یې د یوې ظالمې او وحشي ډلې په لاس کې دی، ډېر سخت دی.
نوموړې چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، چې د کار کولو تر ټولو سخته برخه یې بیا دا ده، چې له دې ډلې سره هره ورځ مخامخ شي او له دوی څخه د خلکو د ستونزو په اړه پوښتنه وکړې، حال دا چې د خلکو اصلي ستونزه دوی دي.
یاده مېرمن زیاتوي: «له طالبانو سره کار کول ډېر سخت دی، خو زه مجبوره یم چې کار ته دوام ورکړم او هره ورځ چې په راپور جوړولو پسې راوځم د طالبانو له لسګونو سپکاوي او ځورولو سره مخ کېږم، ان زمونږ پلار او وروڼو ته ښکنځلې کوي او وایي چې څنګه غیرت لري چې تاسو دومره د بې شرمۍ کار کوئ.»
د نوموړې په وینا؛ په ځينو مواردو کې طالبان یې حوزو ته هم بیایي خو په ضمانت او د تعهد په اخیستو سره یې بېرته خوشې کوي.
له کابل څخه یو شمېر معترضو مېرمنو د اکسټ د پنځلسمې په مناسبت خپرې شوې اعلامیه کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بندیزونو پر دوام نیوکه وکړه.
دوی وایي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو لاسته راوړنې (بېوزلي، وزګاري، ناامنۍ، له کار او زده کړو څخه د ښځو منع کول، خپل سرې نیونې، وژنې او د خلکو په ځان او مال تېری» و، چې د یادې ډلې دغه چلند له هېواد څخه د زرګونو افغانانو د وتلو لامل شوی دی.

د کندهار ځیني ښاریان وايي طالبان د سړک لپاره د دوی ودانۍ نړوي خو په بدل کې هېڅ هم نه ورکوي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د کندهار ښار د ۹مې او ۷مې ناحيو ځیني اوسېدونکي وایي؛ د طالبانو تر واک لاندې د کندهار ښاروالۍ د سړک د پراخوالو په نوم د دوی کورونه او هټۍ نړوي او په بدل کې يې هېڅ هم نه ورکوي. د کندهار ښاروالۍ په مطبوعاتي دفتر کې بیا سرچينې وايي، طالبان د بدیل د ورکړې پلان نه لري.

پر دغه لار د سلګونو کورونو، هټيو او مارکېټونو خاوندانو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې ښاروالۍ يې په ميليونونو افغانيو ملکيتونه له منځه وړي او په بدل کې يې هېڅ هم نه ورکوي.

دغه څلور لارې د کندهار د ولایت مقام څخه شروع بیا تر کوتل مرچي پورې شاوخوا پنځه کيلومتره دی، چې طالبان د ۴۰ متره بروالي په اندازه سړک پراخوي.

کندهار ښاروالۍ د اومې ناحيې خلکو ته هم ورته خبرداری ورکړی، چې د سړک جوړېدو په اوږدو کې جوړې شوې هټۍ او کورونه پرېږدي، ځکه دوی يې نړوي.

د همدې سېمې اوسېدونکي د طالبانو له ښاروالۍ څخه غواړي، چې د کورنونو او هټيو د نړېدو په بدل کې پيسې او يا هم په نورو سېمو کې ځمکې ورکړي.

د کندهار د ښاروالۍ رسنیز دفتر کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د ښاروالۍ مشرتابه د سړک پراخوالي له کبله په سېمو کې د تخريب کېدونکو هټيو او کورنو خاوندانو ته هېڅ بديل په پلان کې نه لري.

څه موده مخکې د کندهار د اومې ناحيې اوسېدونکو په همدې اړوند اعتراض هم کړی و، چې امنيتي کسانو يې مخه ونيوله.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو په زندان کې درې امریکايي بندیان "جاسوس" وبلل

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۸ GMT+۱

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د طالبانو په زندان کې درې امریکايي بندیان "جاسوس" بللي دي. ښاغلی ضعیف چې یو وخت د ګوانتانامو زنداني و وایي، چې امریکا له څو لسیزو راهیسې بې ګناه خلک پرته له کومې محکمې په خپلو وحشیانه زندانونو کې ساتلي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر د زمري په ۲۱ مه د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «هغه کسان چې د خپلو دریو جاسوسانو په اړه اندېښمن دي باید پوه شي، چې دوی بشردوستانه نه دي، بلکې د بشر په تاریخ کې تر ټولو لوی جنایتکاران دي.»

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو له زندانه د درېیو امریکايي بندیانو پر خلاصون ټینګار کړی و او ویلي یې و، چې دوی په "ناحقه" بندیان شوي او امریکا هڅه کوي، چې خوشې یې کړي.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د دغې ډلې سفیر و.

د ۱۳۸۱ کال په ژمي کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته ضعیف زنداني شو او د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.

د ۱۳۸۴ کال په مني کې له ګونتانامو څخه له خلاصون وروسته افغانستان ته راستون شو او په کابل کې پاتې شو.

د طالبانو دغه نامتو شخصیت د ګوانتانامو زندان خپل یادښتونه په پښتو ژبه په یوه کتاب کې د «ګوانتانامو انځور» په نوم چاپ کړي دي.

عبدالسلام ضعیف په کابل کې د "افغان بنست" په نوم د یوې ادارې مشر دی.

راپورونه ښیي، چې طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې ریان کوربټ، جورج ګلزمان او افغان الاصله امریکايي محمود حبیبي په جلا جلا عملیاتو کې نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنګاښ په ۱۳مه اعلان وکړ، چې د دوحې په غونډه کې یې له امریکايي استازو سره د بندیانو پر تبادلې خبرې کړې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې طالبان به له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو جنګیالیو د خلاصون په بدل کې امریکايي وګړي خوشې کړي.

هغه همداراز ټینګار وکړ ،چې امریکا باید د خپلو وګړو د ازادولو لپاره د دغې ډلې شرایط ومنی.

د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالۍ داسې مهال پیلیږي چې افغان لوبغاړي په بهرنیو لوبو کې بوخت دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ وايي، د دوشنبې په ورځ د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیلیږي. خو د کرېکټ بورډ له لوري د سپین غر پړانګانو لوبډلې لپاره ټاکل شوی لوبډلمشر راشد خان لا تر اوسه پورې هېواد ته نه دی راستون شوی.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ له یوه کال ځنډ وروسته سبا د دوشنبې په ورځ په کابل کې پیلیږي.

په شپږیزه لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې د یو او بل په وړاندې لوبیږي.

په یاد لیګ کې د افغانستان د شل اوریزې ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان د کرېکټ بورډ له لوري د سپین غر پړانګانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی، خو نوموړی دا مهال د لندن په سل توپه لیګ کې په لوبو بوخت دی او تردې مهاله هېواد ته نه دی راستون شوی.

همدارنګه د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی عظمت الله عمرزی چې په یاد لیګ کې د امو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دمګړۍ د کاناډا به لیګ کې په لوبو بوخت دی او تردې مهاله هېواد ته نه دی راستون شوی.

په کرېکټ بورد کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په شپږیزه لیګ کې د امو نهنګان لوبډلې لوبغاړی فضل الحق فاروقي د لندن په سل توپه لیګ، د میس عینک لوبډلې لوبغاړی محمد نبي، د بست ساتونکي لوبډلې لوبغاړی حضرت الله ځاځی او د سپین غر لوبډلې لوبغاړی رحمن الله ګربز په کاناډا لیګ کې په لوبو بوخت دي او تر دې مهاله دغهیو لوبغاړی هم هېواد ته نه دیراستون شوی.

بلخوا نوین الحق چې په شپږیزه لیګ کې د کرېکټ بورډ له لوري د بند امیر ښاماران لوبډلې مرستیال لوبډلمشر اعلان شوی و، څو ورځې وړاندې یې پر خپل اینسټاګرام ټولنیزه پاڼه د ځان عملیات کېدو انځور خپور کړی. خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې کرېکټ بورډ ویلي و، د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي چې په کورني کرېکټ سیالیو کې د نه ګډون کولو په صورت کې به، لوبغاړو ته په بهرنیو لیګونو کې د ګډون کولو اجازه لیګ ورنه کړل شي.

په دغو سياليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر راشد خان د سپين غر پړانګانو، د ملي لوبډلې د يو ورځينو او ټېسټ سياليو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي د بند امير ښامارانو، د شل اوريزو سياليو مرستيال لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ د مس عينک اتلان، د یو ورځينو سياليو مرستيال لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی د بوست ساتوونکو او د ملي لوبډلې الرونډر عظمت الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشران ټاکل شوي دي.