• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې یو پولیس او ۴ ملېشې وژل شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا په درېیو بېلابېلو سیمو کې د نښتو په ترڅ کې یو پاکستانی پولیس او څلور ملېشې وژل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د جګړې په یوه سیمه کې د نښتو پر مهال یو ۲۴ کلن پولیس عزیر محمود ملک سخت ټپي او د پېښور په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه نښتې د جمعې په ورځ د زمري په ۱۹مه په پښتونخوا کې شوې دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د کلني راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د نښتو اصلي مرکزونه وو.

د دغه راپور له مخې؛ د تلفاتو د ۱۳۹ پېښو ۹۰ سلنه او د ټولو بریدونو ۸۴ سلنه په دغو دوو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: پر پښتنو اوس هم ظلم کیږي او په راتلونکي کې هم له لوی ګواښ سره مخ دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۲ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، د اکټوبر ۱۱م د پښتنو قامي جرګې لپاره دې ټول پښتني سیاسي ګوندونه خپلمنځي مخالفتونه پریږدي او د پښتنو په دغې تاریخي راټولېدنه کې دې برخه واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د شنبې په ماښام پر خپله فیسبوک پاڼه د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو قامي عدالت جرګې په اړه خپله تګلاره بیان کړه.

نوموړي په پاکستان کې د ټولو سیاسي پښتنو ګوندونو پر غړو غږ وکړ، چې سیاسي مخالفتونه پریږدي او په یوالي دې د ۱۱ اکټوبر په جرګه کې ګډون وکړي.

نوموړي وویل: «پر ټولو پښتنو غږ کوم چې یوځای شي، د اکټوبر ۱۱مې لپاره دې سیاسي اختلاف پریږدي، موږ ټولو ته بلنه ورکوو او پښتون قوم پر یوه ټغر راټولوو.»

نوموړی وايي، په دغې غونډه کې به د پښتنو د هرې ولسوالۍ او هر کلي مشران شامل وي او بیا به دغه مشران په قامي عدالت کې د پښتنو لپاره پرېکړې کوي.

پښتین وویل، چې د هر پښتون قومي مشر، سپین ږیري او پښتنو د راټولولو لپاره هره یوه ته جلا جلا ورځي او د قومي عدالت جلسي ته د تګ بلنه ورکوي.

ښاغلی پښتین وايي، د اکټوبر ۱۱م قامي عدالت لپاره په پښتني سیمو کې د وژل شویو، ټپي شویو، ورکو شویو کسانو او ویجاړو شویو کورونو، هټیو، کلیو، سړکونو په اړه به شمېرې او معلومات وړاندې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، د اکټبور ۱۱مه به د پښتنو په تاریخ کې یوه تاریخي راټولیدنه وي او دا راټولیدنه به په نړۍ کې نورو محکومو قومونو ته هم د عدالت غوښتنې الهام او جرات ورکړي.

پښتین د پاکستاني ریاست ته په اشاره کولو سره وویل؛ هغو چې د افغانستان د ورانولو لپاره له نورو سره همکاري کوله، او هغوی «۳۰ لکه بندګالیان وژلي دي موږ څنګه ورسره څنګ په څنګ ودریږو.»

منظور احمد پښتین د خپلو خبرو پر مهال وویل، دا د پښتون قوم یوه تاریخې راټولیندنه ده.

نوموړی زیاتوي، چې په «پاکستان کې پر پښتون قوم اوس هم ظلم روان دی او په راتلونکې کې هم ورته لوی ګواښونه متوجه دي.»

د نوموړي په خبره د پښتون قوم د ژغورني لپاره د ۱۱ اکټوبر قومي عدالت جرګه ډيره اړینه ده.

نوموړوي په خپلو خبرو کې د دغې جرګې د جوړېدو د ځای په اړه معلومات وړاندې نه کړل. خو وايي، چې جرګه به درې ورځې دوام ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له شپږو کلو راهیسې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دغې موده کې د یاد غورځنګ یو شمېر غړي وژل شوي، ټپیان شوي او نږدې هره ورځ بندیان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د قومي عدالت جرګې د رابللو سره همهاله د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مهمو غړو د نیولو لړۍ هم پیل شوې او داسې انګېرل کیږي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په نیولو سره پر یاد غورځنګ فشار اچوي چېیاده لویه غونډه او جرګه په ښه توګه ترسره نه شي.

د انګور اډې پرلتوالو پرېکړه؛ که غوښتنې مو ونه منل شي، د اګست ۱۴ توره ورځ لمانځو

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د سوېلي وزیرستان د انګور اډې پرلتوال تازه پرېکړه کې وايي، که د پاکستان حکومت یې غوښتنې ونه مني او له افغانستان سره یې تګ راتګ بې پاسپورټه نه شي، نو د دغه هېواد د ازادۍ ورځ به توره ورځ ولمانځي. دوی وايي کوم کس په سوېلي وزیرستان کې دغه ورځ ولمانځله نو یو لک روپۍ به ناغه ورکوي.

دغو پرتلوالو په ننۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې که د انګور اډې له لارې له افغانستان سره د تګ لپاره یې د ویزې او پاسپورټ پرېکړه وا نه خیستل شي، نو د ۱۴ اګست چې د پاکستان د ازادۍ ورځې سره برابره ده په سوېلي وزیرستان کې به ټول خلک پر خپلو کورنو او دوکانونو تور بیرغونه لګوي.

د ځايي خلکو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي ویډیوګانې شيي، چې د انګور اډې بازار کې خلک نه لیدل کیږي.

د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له لسو میاشتو راهیسې پرلت کړی دی.

د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په لومړیو ورځو کې د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې، چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کېدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له بندخونو د سیمې د ځوانانو خوشي کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.

د پاکستان لومړی وزیر: ملت د ترهګرۍ ضد جګړه کې له پوځ سره ولاړ دی

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر د پښتونخوا د خیبر په تیرا کې د وسلوالو پرضد د پوځ عملیات ستایي او زیاتوي چې «ولس د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پوځ ملاتړی دی.» لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي‌زرداري په دغه سیمه کې د وسلوالو په برید کې د دریو پوځیانو وژل هم غندلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، پرون یې تیرا کې په عملیاتو سره څلور وسلوال وژلي او په مقابل کې یې درې پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان لومړی وزیر دغې پېښې ته په اشاره وايي، چې پوځ به یې له ترهګرۍ د ټول هېواد د خوندي کولو لپاره جګړې ته دوام ور کړي.

د شهباز شریف په خبره، د پاکستان ټول ملت په دغه جګړه کې له پوځ سره ولاړ دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم تیرا کې د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

نوموړي هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان ملت په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د جرړو اېستلو هوډ لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، اسلام اباد د بنګلدېش پرمختیاوو کې لاس نه لري

۱۹ زمری ۱۴۰۳ - ۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، دغه هېواد د بنګلدېش وروستیو پرمختیاوو او د لومړۍ وزیرې حسینه واجد د حکومت پرځېدو کې لاس نه لري. ممتاز زهرا بلوڅ نن خبریالانو ته وویل، «اسلام اباد او ډاکه خپلو کې ښه اړیکي لري او دا اړیکي په تېرو څو کلونو کې نور هم پراخ شوي دي.»

د بنګلدېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شیح حسینه واجد تېره دوشنبه له پرلپسې مظاهرو وروسته له دندې لاس پر سر او بهر لاړه.

ځینې هندي چارواکي او رسنۍ د بنګلدېش دې نارامیو کې پاکستان ښکېل بولي، خو مېرمن بلوڅ په خپلو خبرو دا ادعاوې رد کړه.

د شیخ حسینه واجد تر استعفا وروسته لاریونوالو د اقتصاد برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د خپل هېواد لنډمهالی لومړی وزیر وټاکه.

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.

خیبرپښتونخوا کې جوړه شوې جرګه وايي، چې د تورخم دروازه دې د سوداګریزو توکو لپاره خلاصه شي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا له مخورو او سوداګرو څخه جوړې شوې جرګې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په تورخم کې ولاړې بار لارۍ دې ژر تر ژره خوشې او هغه بندیزونه دې لرې کړای شي چې پر موټر چلوونکو لګول شوي دي.

دغه جرګې چې ګڼ ګډونوال یې سوداګر ول د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۱۷مه) ویلي، چې د تورخم دروازې تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته زیانونه اړوي او په بازارونو کې ورسره بیې هم لوړې شوې دي.

دوی وايي، خلک نه شي کولای په ارزانه بیه میوې دانې او نور اړین توکي وپېري.
د دغې جرګې مشر خان بابا وايي، همدا اوس د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه میوو او سبو بیې لوړې شوې او عام خلک یې د اخیستو وس نه لري.

هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې په تورخم کې دې افغان او پاکستاني سوداګرو لپاره په ګمرکي خدمتونو کې هم اسانتیاوې برابرې شي.
د جرګه‌والو تر ټولو ستره غوښتنه دا وه، هغه بار لاریو ته دې ژر تر ژره اجازه ورکړل شي چې دا مهال د تورخم دروازې په دواړو خواو کې اېسارې پاتې دي او هغه توکي چې په کې بار دي د خوسا کېدو په حال کې دي.
پاکستان هغو لاریو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړې، چې موټر چلوونکي یې ویزې، پاسپورټونه او یا د تېرېدلو لنډمهاله کارټونه نه لري.

دغه کارټونه په کابل کې د پاکستان سفارت او په پېښور کې د طالبانو قونسلګرۍ له‌خوا موټر چلوونکو ته ورکول کېږي.
په تورخم کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دا مهال په تورخم کې زرګونه لارۍ د موټر چلوونکو د اسنادو د نشتوالي له امله ولاړې دي چې ډېرې یې تشې لارۍ دي.
ښاغلي شینواري زیاته کړه، د عامو افغان وګړو له پاره چې قانوني ویزې لري د تورخم دروازه خلاصه ده؛ خو هغه کسان چې د روغتیايي ویزو په لرلو سره پاکستان ته راځي د هغوی د ناروغۍ اسناد کتل کېږي او هغه چې ناروغان نه وي او د ناروغۍ په ویزو راغلي وي هغوی نه پرېښودل کېږي.
دا رنګه ښاغلي شینواري زیاته کړه، هغه ځوانان چې په تعلیمي ویزو پاکستان ته تګ راتګ کوي د هغوی تحصیلي سندونه هم کتل کېږي او په جعلي سندونو د دغو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو لپاره هم بندیزونه لګول شوي دي.