• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبرپښتونخوا کې جوړه شوې جرګه وايي، چې د تورخم دروازه دې د سوداګریزو توکو لپاره خلاصه شي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا له مخورو او سوداګرو څخه جوړې شوې جرګې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په تورخم کې ولاړې بار لارۍ دې ژر تر ژره خوشې او هغه بندیزونه دې لرې کړای شي چې پر موټر چلوونکو لګول شوي دي.

دغه جرګې چې ګڼ ګډونوال یې سوداګر ول د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۱۷مه) ویلي، چې د تورخم دروازې تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته زیانونه اړوي او په بازارونو کې ورسره بیې هم لوړې شوې دي.

دوی وايي، خلک نه شي کولای په ارزانه بیه میوې دانې او نور اړین توکي وپېري.
د دغې جرګې مشر خان بابا وايي، همدا اوس د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه میوو او سبو بیې لوړې شوې او عام خلک یې د اخیستو وس نه لري.

هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې په تورخم کې دې افغان او پاکستاني سوداګرو لپاره په ګمرکي خدمتونو کې هم اسانتیاوې برابرې شي.
د جرګه‌والو تر ټولو ستره غوښتنه دا وه، هغه بار لاریو ته دې ژر تر ژره اجازه ورکړل شي چې دا مهال د تورخم دروازې په دواړو خواو کې اېسارې پاتې دي او هغه توکي چې په کې بار دي د خوسا کېدو په حال کې دي.
پاکستان هغو لاریو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړې، چې موټر چلوونکي یې ویزې، پاسپورټونه او یا د تېرېدلو لنډمهاله کارټونه نه لري.

دغه کارټونه په کابل کې د پاکستان سفارت او په پېښور کې د طالبانو قونسلګرۍ له‌خوا موټر چلوونکو ته ورکول کېږي.
په تورخم کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دا مهال په تورخم کې زرګونه لارۍ د موټر چلوونکو د اسنادو د نشتوالي له امله ولاړې دي چې ډېرې یې تشې لارۍ دي.
ښاغلي شینواري زیاته کړه، د عامو افغان وګړو له پاره چې قانوني ویزې لري د تورخم دروازه خلاصه ده؛ خو هغه کسان چې د روغتیايي ویزو په لرلو سره پاکستان ته راځي د هغوی د ناروغۍ اسناد کتل کېږي او هغه چې ناروغان نه وي او د ناروغۍ په ویزو راغلي وي هغوی نه پرېښودل کېږي.
دا رنګه ښاغلي شینواري زیاته کړه، هغه ځوانان چې په تعلیمي ویزو پاکستان ته تګ راتګ کوي د هغوی تحصیلي سندونه هم کتل کېږي او په جعلي سندونو د دغو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو لپاره هم بندیزونه لګول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امریکا وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې د مذهبي لږکیو وضعیت مخ په خرابېدو دی

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د امریکا د مذهبي ازادیو دولتي کمېسیون وايي، په افغانستان کې د مذهبي ډلو د ازادیو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. دغه کمېسیون پر طالبانو تور پورې کړی، چې د مذهبي ازادیو څخه سرغړونه کوي او د دغې ډلې پر چارواکو یې د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.

دغه کمېسیون په خپل کلني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۷مه) خپور شوی، له واشنګټنه وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان دې «د اندېښنې وړ هېوادونو» په ډله کې وشمېري.
د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د ټولو افغانانو په شخصي او مذهبي ازادیو په تېره بیا د ښځو، مذهبي لږکیو لکه شیعه مذهبو، احمدیه، سیکانو، هندوانو او مسیحانو بندیزونه زیات کړي او دغه لړۍ یې روانه ساتلې ده.
طالب چارواکو د محرم په شپو ورځو کې وویل، چې د ماتم کوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره دې د عاشورا مراسم محدود او په ځانګړو سیمو کې دې تر سره شي.

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون وايي، چې طالبانو د شیعه مذهبو ازادۍ محدودې کړې دي.
داعش په څو پېښو کې د افغانستان په پلازمېنه کې د شیعه مذهبو پر مذهبي ځایونو بریدونه کړي او طالبان په دې کې پاتې راغلي، چې پر شیعه مذهبو د داعش د بریدونو مخه ونیسي.
د دغه راپور له مخې، د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې پر شیعه مذهبو خپلو بریدونه ته دوام ورکړی.

داعش د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې د پلخمري په امام زمان جومات برید وکړ.

طالبانو ویلي و، چې په هغې پېښه کې اووه تنه وژل شوي؛ خو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په یاده پېښه کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي وو.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په توپیري او تبعیضي چلند تورنوي او د طالبانو له‌خوا د اخلاقي جرمونو په تور په عام محضر کې د خلکو په دورو وهلو ته دوام ورکوي.
دغه کمېسیون د امریکا له حکومته غواړي، پر هغو طالب چارواکو بندیزونه ولګوي چې د مذهبي ازادیو مخه نیسي او د هغوی شتمنۍ دې کنګل کړي.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون ویلي، چې طالبانو تېر کال یو شمېر خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او د مذهبي لږکیو خلک نیولي دي.
د مذهبي ازادیو کمېسیون د امریکا له حکومته غوښتي، چې افغانستان دې د هغو هېوادونو په نوملړ کې راولي چې هلته د خلکو د ازادیو په اړه اندېښنې زیاتې دي.
دغه کمیسیون ویلي، چې د طالبانو سره د تعامل او لېدو کاتو پر مهال دې امریکايي ډیپلوماتان د هغوی سره په افغانستان کې د مذهبي ازادیو پر وضعیت هم خبرې وکړي.
د امریکا د مذهبي ازادیو نۍوال کمېسیون یوه خپلواکه اداره ده، چې په کال ۱۹۹۸ کې جوړه شوې ده.

د واليبال ملي لوبدلې ته د لوبغاړو معرفي کولو په برخه کې د طالبانو لاسوهنې زياتې شوې دي

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د افغانستان د واليبال په ملي لوبډله کې د داخلي جنجالونو او تر هغه وروسته، چې د لوبډلې يو شمېر لوبغاړو ته بلنه ور نه کړل شوه اوس طالبانو د واليبال پر فدراسيون فشارونه زيات کړي دي. طالبانو د واليبال ملي نوي ايراني مشر روزونکي ته ځيني لوبغاړي معرفي کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچينو ويلي، چې دغه فشارونه تر ډېره د حقاني شبکې له خوا ترسره شوي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې هغو لوبغاړو، چې بلنه نه ده ورکړل شوې د دې موضوع په وړاندي اعتراضونه کړي او د دې لوبډلې د مشر روزونکي د استعفا غوښتنه یې کړې ده.

په تېرو څو ورځو کې د والیبال فدراسیون مشرتابه پلاوي د طالبانو د بدني روزنې له مشر احمدالله وثیق سره هم کتلي او خبرې یې ورسره وکړي دي.

واليبال فدراسيون او د بدنې روزنې ادارې د دې ناستې جزيیات نه دي شريک کړي.

طالبان: په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروبار اړوند د سیګار راپور بې بنسټه دی

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې د نشه يي توکو د کښت او پلور د زياتېدو اړوند د (سيګار) وروستی راپور بې بنسټه بللی. طالبانو په اعلاميه کې ويلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکيلې په اړه د ځينو بهرنيو بنسټونو او هېوادونو اندېښنې بې ځايه دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي ملي ټلویزيون د چهار شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه) پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان بیارغونې لپاره د امريکا د سر مفتش دفتر (سيګار) د راپور په غبرګون کې د دغه ډلې د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې ځيني برخې نشر کړي.

په اعلاميه کې طالبانو ويلي، چې واک ته د دوی په رسېدو په لومړي ځل د نشه يي توکو کښت، پلور او قاچاق له منځه تللی.

دوی ليکلي دي: « د سیګار وروستی راپور بې بنسټه دی، له څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د نشه‌ یي توکو پدیده له منځه تللې.»

ملي ټلویزيون د همدې اعلاميې له مخې ليکي، چې طالبانو د نشه يي توکو د کرکيلې په اړه د یو شمېر بنسټونو او هېوادونو اندېښنې بې ځايه بللی او ټينګار يې کړی، چې دوی به هېڅ چاته د دې کښتونو د کر اجازه ورنه کړي.

طالبان وايي: «اسلامي امارت به هيڅکله اجازه ورنه کړي، چې د تېرو کلونو په څیر افغانستان يو ځل بيا د نشه ‌یي توکو د سوداګرۍ او قاچاق په مرکز بدل شي.»

طالبانو په دې اعلاميه کې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې دوی د نشه يي توکو د کښت، قاچاق، توليد او پلور د مخنيو لپاره مبارزه کوي او په دې برخه کې د هېڅ چا پروا نه ساتي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې دغه ډله په ځینو سېمو کې د کوکنار کښت اړولو او مخنيوي په برخه کې توپیري چلند کوي.

وړاندې داسې راپورنه نشر شول، چې په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو سيمه یيزو قومندانانو په کورونو کې کوکنار کرلي دي، چې ځايي طالب چارواکي یې په تخریبولو کې ناکام دي.

پاپ فرانسیس د افغانستان په اړه: له دین څخه باید د کرکې د وسیلي په توګه کار وانه خیستل شي

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وايي، چې له دین څخه باید د تاوتریخوالي او کرکې د وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي. نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې توکمیزه تنوع کله ناکله د "تبعیض او جلاوالي" لپاره یوه بهانه ګرځېدلې ده.

پاپ فرانسیس وویل، چې افغانستان په تېرو لسیزو کې له غمجنو پېښو سره مخ شوی او زیاته یې کړه، چې بې ثباتي، جګړې، داخلي شخړو او له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونو ډېری خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر دغه څرګندونې په ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې له یوې ډلې سره په کتنه کې وکړې.

پاپ فرانسیس وویل؛ توکمیزه تنوع چې د افغاني ټولنې ځانګړتیا ده «کله ناکله د تبعیض او جلاوالي لپاره پلمه کیږي.»

د واتیکان خبري ویب پاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې پاپ فرانسیس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د ناوړه وضعیت او په پاکستان کې د مېشتو پښتنو لږه کیو د کړکېچ یادونه هم کړې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، چې له دین څخه بايد د تاوتريخوالي او کرکې د وسيلې په توګه کار وانه خیستل شي، بلکې د ولسونو ترمنځ د ورورګلوۍ د رامنځته کولو لپاره بايد وکارول شي.

پاپ فرانسیس وویل، چې دین باید د اختلافاتو په کمولو کې مرسته وکړي او داسې فضا رامنځته کړي چې هرڅوک وکولی شي خپل بشپړ حقونه پرته له تبعیض ترلاسه کړي.

د نړۍ د کاتولیکانو د مشر په وینا؛ له دین څخه ناوړه ګټه پورته کیږي او د نفرت او تاوتریخوالي د خپرولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په نړۍ کې د مذهبونو د پیروانو ترمنځ همغږۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په ځینو افریقايي هېوادونو کې مسلمانان او مسیحیان په سوله ییز ډول سره ژوند کوي او د یو بل په مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.

پر صرافانو سخت محدودیتونه؛ طالبانو په پنځو ولایتونو کې بې جوازه صرافۍ بندې کړې

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک په هرات، خوست، هلمند، غزني او کندهار ولایتونو کې د هغو صرافيو فعاليت بند کړی، چې جوازونه یې نه درلوده. د دغه بانک ویاند اعلان وکړ، چې د صرافيو خدمات باید د رسمي شرکتونو له لارې ترسره شي.

د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي؛ هغه صرافۍ چې د فعالیت جواز یې نه درلود او یا تمدید نه و فعاليت یې ځنډول شوی دی.

طالبانو ویلي، چې د پیسو تبادله کوونکي باید جواز ولري که نه نو په بازار کې د فعالیت اجازه نه لري.

تر دې مخکې طالبانو په هرات کې د صرافيو بازار بند کړی او (د چنګاښ ۱۸مه) نېته يې د کابل په سرای شهزاده کې هم د ځينو صرافيو پر فعاليت بنديز لګولی و.

هغه وخت کې د طالبانو تر واک لاندې د مرکزي بانک چارواکو ویلي وو، چې د پیسو تبادله کوونکو ته باید رسمي جوازونه ورکړل شي.

خو طالبانو د صرافۍ د نوي جواز لپاره د درانه مالي تضمین د اېښودو شرط ایښی، چې یو شمېر صرافان یې د ورکړې توان نه لري.