• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانی ډیپلومات: هڅه کوو چې د ټي ټي پي په اړه د طالبانو تګلاره بدله کړو

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو په وړاندې د افغان طالبانو تګلاره بدله کړي. ښاغلي اکرم زیاته کړه چې د طالبانو خپلمنځي مخالفتونو د ټي ټي پي پر ضد د کوټلو ګامونو مخه نیولې ده.

ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د (زمري ۲۲مه) د منیر اکرم په حواله راپور ورکړ چې پاکستان په دوه اړخیزه، سیمه ییزه او نړۍواله کچه د ډیپلوماسۍ له لارې د ټي ټي پي په وړاندې د طالبانو پالیسي بدلوي.

ښاغلي اکرم وویل: «دا ستاسو انګېرنه ده چې موږ نه شو کولی د هغوی (طالبانو) پالیسي بدله کړو. دا زموږ انګېرنه نه ده. که طالبان وي او که بل څوک، هر حکومت هڅه کوي چې د ډيپلوماسۍ له لارې خپله تګلاره بدله کړي او دا هڅې روانې دي.»

اسلام اباد پاکستاني طالبان یوه ترهګره ډله بولي او له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې اصلي غوښتنه د ټي ټي پي مخنیوی دی، هغه ګام چې طالبانو نه دی پورته کړی.

منير اکرم وايي، اسلام اباد د دغه ګام د پورته کولو لپاره ډېرې هڅې کړې وې، خو د طالبانو په حکومت کې دننه مخالفتونو افغان طالبان د پاکستاني طالبانو پر ضد د کوټلو ګامونو د پورته کولو مخه نيولې وه.

دغه لوړپوړي پاکستاني ډیپلومات وویل، «موږ هڅه کوو چې طالبان قانع کړو چې د دوی شتون (په افغانستان کې پاکستاني طالبان) د پاکستان، سیمې او ان د طالبانو پر ضد دي.»

هغه همداراز د نړۍوالې اجماع غوښتنه وکړه چې د افغانستان په قضیه کې د ترهګرۍ موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان استازي دا هم وویل چې په راتلونکي کې د طالبانو په رسمیت پیژندل او پر هغوی د بندیزونو لرې کول به د ترهګرۍ پر وړاندې د دغې ډلې له کړنو سره مشروط وي.

کابو درې کاله وړاندې د اګسټ پر ۱۵مه پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په بري او په کابل کې د اسلام اباد په مشرۍ د حکومت په جوړېدو خوښ و، خو په تېرو درېیو کلونو کې داسې ونه شول، بلکې د پاکستاني چارواکو په وینا، د کابل او اسلام اباد اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ټولګټو وزارت: تېر یوه کال مو ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې وویل، چې په تېر یوه کال کې یې ۱۵ زره کسانو ته کار پیدا کړی. دغه وزارت وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې سړکونه تر کار لاندې دي.

وزارت وايي، د زر کیلومتره سړک د بیارغونې تړون یې لاسلیک کړی او د کابل ـ کندهار د سړک په ګډون د سالنګ، کندهارـ روزګان، ترینکوټ دهراود او معروف ـ ارغستان تر منځ سړکونو چارې ترکار لاندې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دوشنبې په ورځ د (زمري ۲۲مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت چارواکو د خپل کلني راپور د حساب ورکړې پر مهال وویل، چې په تېر یوه کال کې یې د زر کیلومتره سړک د بیارغونې چارو تړون لاسلیک کړی.

د یاد وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح وویل، چې دمګړۍ د کابل ـ کندهار د بیارغونې چارې په خورا چټکۍ سره روانې دي.

مرستیال زیاته کړه چې، د یادې ډلې په مالي ملاتړ د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د سالنګ لویې لارې، ۱۰۸ کلومتره اوږدوالي د کندهارـ روزګان لویې لارې، د ۶۰ کلیومتره په اوږدوالي ترینکوټ دهراود سړک او د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د معروف ـ ارغستان سړک د بیارغونې چارې هم تر کار لاندې دي.

نوموړی وايي، په تېر کال کې د هېواد په کچه، د پراختیایي او زېربنایي پروژو د پلي کولو له لارې، څه باندې ۱۵ زره تنو ته، په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې سږکال به سوېلي سالنګ کې درې ګالرۍ او شمالي سالنګ به تر دوشاخ پورې ورغول شي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې د سړکونو د ساتنې او له اندازې زیات بار د مخنیوي په موخه یې د کنټرول ۵۹ تلې هم فعاله کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو افغان ټرانس پروژه یې هم په راتلونکو پلانونو کې شامله ده.

که څه هم د طالبانو دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او بیارغونې په اړه ژمنې وکړې خو لا هم د کابل ـ کندهار او سالنګونو د لارو پر سر د ستونزو او سړکونو د ویجاړۍ په اړه هېوادوال سخت شکایت کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اټکل کړی، چې د افغانستان ۶۳سلنه وګړي تر ۲۵ کلونو کم عمره دي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۳۹ GMT+۱

د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۵ کلونو کم عمره وګړي جوړوي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د دوی په معنوي ګډون سره به بشري او پرمختیايي هڅې لا زیاتې اغېزمنې او دوامدارې شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه وګړي د لوږې له ناورین سره مخ دي، د ځینو اټکلونو له مخې په دغه هېواد کې د وزګارۍ کچه تر ۱۴ سلنې زیاته ده.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان بې روزګاره شوي دي.

دغې ډلې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

تېره اوونۍ د طالبانو د احصايې ادارې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵،۷ میلیونه اعلان کړ، خو ملګرو ملتونو د افغانستان د وګړو شمېر ۴۳ میلیونه اټکل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د دغه هېواد ۴۳ سلنه وګړي تر ۱۴ کلونو کم عمر لري او ۵۵ سلنه یې د ۱۵ او ۶۴ کلونو تر منځ عمر لري او د افغانستان یوازې دوه سلنه وګړي له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکي دي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اټکل کړی چې په منځني ډول په افغانستان کې د نارینه و ژوند ۶۲ کاله او د ښځو ژوند ۶۸ کاله دی.

ټي ټي پي د پاکستان ولس ته: د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځئ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له ولسه غوښتي چې د اګسټ ۱۴مه ورځ د «پاکستان د ازادۍ ورځ نه بلکې د تورې ورځې په توګه نمانځئ.» دغې ډلې ويلي، دغه ورځ د دوی ډلې د «الفتح» په نوم نومولې ده.

دغې ډلې د پاکستان پر ولس غږ کړی چې د «غلامۍ د دې سمبول په له منځه وړلو سره، د حقیقي ازادۍ لپاره عملي ډګر ته رامخته شئ.»

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان کې هر کال د اګسټ ۱۴مه د دغه هیواد د حکومت له لوري د ازادۍ ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ټي ټي پي د پاکستان له ولسه غوښتي چې چې ۱۴ اګسټ د قبایلو او بلوڅو په څېر د خپلواکۍ د ورځې په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو او بلوچستان کې بلوڅو خوځښتونو ویلي وو، چې د ۱۴م اګسټ ورځ به د پاکستان د نورو ولسونو په څېر نه نمانځي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاریونونه او پرلتونه روان ساتي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان ولس ته په دغې خبرپاڼه وریاده کړې چې د پاکستان اوسني چارواکي د دوی ریښتیني خدمتګاران نه دي او یوازې په لوړو مالیو، د برېښنا په پرچاوئ او ګرانۍ یې د دوی ملاوې ور ماتې کړې او دوی یې پوروړي کړي دي.

واک ته په کابل کې د طالبانو له رسیدو وروسته د پاکستان حکومت تل کابل کې طالبان تورن کړي چې ټي ټي پي وسله والې ډلې ته یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې د نا امنیو پلانونه جوړوي خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې رد کړې دي.

شپږیزه کرېکټ لیګ؛سپین غر پړانګانو پچه وګټله او د بندامیر ښارمارانو په وړاندې توپ اچونه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ ستر لیګ نهم پړاو شپږیزه لیګ د سپین غر پړانګانو او بند امیر ښامارانو په لوبه پیل شو. نن به دوه لوبې کیږي، چې دویمه لوبه کې امو او مس عینک یو د بل په وړاندې لوبیږي.

د سپین غر پړانګانو لوبډلې مشري سمیع الله شینواری او د بند امیر ښامارانو لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي.

له یو کلن ځنډ وروسته نن دوشنبه د کابل په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې د شپږیزې لیګ لوبې پیل شوې.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د لوبې پچه سپین غر پړانګانو وګټله او د بند امیر ښامارانو په وړاندې توپ اچونه کوي.

د کرېکټ بورډ له لوري د سپین غر پړانګانو لپاره راشد خان لوبډلمشر اعلان شوی و، خو ښاغلی خان د لندن په سل توپه لیګ کې له بوخت دی او د اوس لپاره د سپین غر لوبډلې مشري سمیع الله شنیواریکوي.

د بند امیر ښاماران لوبډلې مشري بیا حشمت الله شهیدي کوي.

خو د راشد خان، رحمن الله ګربز، فضل الحق فاروقي، محمد نبي، عظمت الله عمرزی او حضرت الله ځاځي په ګډون د ملي لوبډلې لوبغاړي چې د شپږیزې لیګ د پنځو لوبډلو په نوملړ کې شامل شوي وو، تر اوسه پورې هېواد ته نه دې راستانه شوي.

دغه لوبغاړي د لند په سل توپه لیګ او د کاناډا په لیګ کې په لوبو بوخت دي.

داعش د کابل په دشت برچي کې د پروني برید مسوولیت په غاړه واخیست

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د خراسان ولایت داعش ډلې د کابل په دشت برچي کې د هغه برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې تېره ورځ د سورلۍ په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وشو. طالبانو ویلي وو، چې په دغه برید یو تن وژل شوی او ۱۱ ټپیان شوي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي و، چې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي.

داعش وسله والې ډلې تر دې وړاندې هم د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی وو.

خالد ځدران ویلي، چې دغه پېښه په یوه مساپر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مساپر وړونکی موتر څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.

دا له ځنډ وروسته بیا د کابل په لوېدیځ کې د ولسي خلکو پر موتر برید دی، چې کابل ښاریانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، تر دې وړاندې به دا ډول بې شمېره بریدونه کېدل چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.

داعش په کابل کې د تېرې ورځې د برید مسوولیت یوه ورځ وروسته له برید څخه په غاړه واخیست.

د طالبانو حکومت وايي، داعش ډله یې په افغانستان کې له پښو غورځولې ده.