• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شپږیزه کرېکټ لیګ؛سپین غر پړانګانو پچه وګټله او د بندامیر ښارمارانو په وړاندې توپ اچونه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ ستر لیګ نهم پړاو شپږیزه لیګ د سپین غر پړانګانو او بند امیر ښامارانو په لوبه پیل شو. نن به دوه لوبې کیږي، چې دویمه لوبه کې امو او مس عینک یو د بل په وړاندې لوبیږي.

د سپین غر پړانګانو لوبډلې مشري سمیع الله شینواری او د بند امیر ښامارانو لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي.

له یو کلن ځنډ وروسته نن دوشنبه د کابل په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې د شپږیزې لیګ لوبې پیل شوې.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د لوبې پچه سپین غر پړانګانو وګټله او د بند امیر ښامارانو په وړاندې توپ اچونه کوي.

د کرېکټ بورډ له لوري د سپین غر پړانګانو لپاره راشد خان لوبډلمشر اعلان شوی و، خو ښاغلی خان د لندن په سل توپه لیګ کې له بوخت دی او د اوس لپاره د سپین غر لوبډلې مشري سمیع الله شنیواریکوي.

د بند امیر ښاماران لوبډلې مشري بیا حشمت الله شهیدي کوي.

خو د راشد خان، رحمن الله ګربز، فضل الحق فاروقي، محمد نبي، عظمت الله عمرزی او حضرت الله ځاځي په ګډون د ملي لوبډلې لوبغاړي چې د شپږیزې لیګ د پنځو لوبډلو په نوملړ کې شامل شوي وو، تر اوسه پورې هېواد ته نه دې راستانه شوي.

دغه لوبغاړي د لند په سل توپه لیګ او د کاناډا په لیګ کې په لوبو بوخت دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

داعش د کابل په دشت برچي کې د پروني برید مسوولیت په غاړه واخیست

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د خراسان ولایت داعش ډلې د کابل په دشت برچي کې د هغه برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې تېره ورځ د سورلۍ په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وشو. طالبانو ویلي وو، چې په دغه برید یو تن وژل شوی او ۱۱ ټپیان شوي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي و، چې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي.

داعش وسله والې ډلې تر دې وړاندې هم د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی وو.

خالد ځدران ویلي، چې دغه پېښه په یوه مساپر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مساپر وړونکی موتر څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.

دا له ځنډ وروسته بیا د کابل په لوېدیځ کې د ولسي خلکو پر موتر برید دی، چې کابل ښاریانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، تر دې وړاندې به دا ډول بې شمېره بریدونه کېدل چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.

داعش په کابل کې د تېرې ورځې د برید مسوولیت یوه ورځ وروسته له برید څخه په غاړه واخیست.

د طالبانو حکومت وايي، داعش ډله یې په افغانستان کې له پښو غورځولې ده.

نیوزلېنډ له افغانستان سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ اعلان کړ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان په کوربه‌توب له نیوزلېنډ سره یوازینۍ ټېسټ لوبه په راتلونکي سیپټمبر میاشت کې د هند په نویډا ایالت کې ترسره کیږي. افغانستان لا تر اوسه پورې د یادې لوبې لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.

نیوزلېنډ لوبډلې له افغانستان سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره د ټېم‌ساوټي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د نیوزلېنډ کرېکټ بورډ ویلي، چې له افغانستان سره په دغې ټېسټ لوبه کې به د ټېم‌ساوتي په لوبدلمشرۍ، ټوم بلونډول، مایکل براسویل، ډیون کانوای، میټ هینري، ټوم لاتهم، ډاریل مایکل، ویل اروکسز، اعجاز پټیل، ګیلن پلیفس، راچین راویندرا، مایکل سینټینر، بینسیرز، کین ویلمسن او ویل یانګ ولوبیږي.

د افغانستان په کوربه توب له نیوزلېند سره یوازینۍ ټېسټ لوبه د راتلونکي سیپټمبر میاشتې په نهمه نېټه پیلیږي.

خو افغانستان تردې مهاله د نیوزلېنډ سره د یادې ټېسټ لوبې لپاره نوملړ نه دی اعلان کړی.

طالبانو ویلي، چې ایراني پانګه‌وال په افغانستان کې د برېښنا تولید ته لېواله دي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، ایراني پانګه‌وال په افغانستان کې د اوبو رسولو او برېښنا د تولید په برخه کې لېوالتیا لري. د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې دغه پانګه‌وال د فولاد مبارکه شرکت او د هغه اړوندو شرکتونو مسوولان دي.

دغه خبری اژانس د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت د رسنیو دفتر له قوله لیکلي چې د دغو شرکتونو مسوولانو یاده موضوع د دغې ډلې د اوبو او برېښنا له وزیر عبداللطیف منصور سره په کتنه کې یاده کړې.

باختر اژانس زياته کړه چې په دې کتنه کې ايراني پانګه‌والو په افغانستان کې د اوبو رسولو او د بريښنا د توليد په پروژو کې د پانګونې په اړه لېوالتیا څرګنده کړه.

د باختر اژانس او طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت رسنیز دفتر په دې برخه کې د کوم مشخص پلان یادونه نه ده کړې، خو د ملا منصور له قوله یې لیکلي دي، چې د دغو ایراني پانګه‌والو د لېوالتیا هرکلی کوي او ټینګار کوي چې دا مهال افغانستان د پانګونې په ډګر کې هر ډول چمتووالی لري.

د باختر اژانس د خبر له مخې، عبداللطيف منصور د اوبو رسولو او د بريښنا د توليد په برخه کې د دغو پانګوالو د «د عملي کار د پيل په همغږۍ او چټکتيا» باندې ټينګار وکړ.

افغانستان له کلونو راهیسې پر وارداتي برېښنا متکي دی. اوسمهال افغانستان ته د وارداتي برېښنا ډېره برخه له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو راځي.

د مخکیني پوځ قوماندان: امریکا باید د طالبانو پر وړاندې د افغانانو مقاومت په رسمیت وپيژني

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د پوځ مخکینی قوماندان سمیع سادات له ټرمپ او هریس وغوښتل چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته دې د طالبانو په وړاندې د افغان ډلو له مقاومت سره مرسته وکړي. هغه وويل: «موږ ستاسو سرتېرو ته اړتيا نه لرو، زموږ سیاسي ملاتړ وکړئ.»

هغه زیاته کړه: «موږ اړتیا لرو چې تجهیزات واخلو، موږ تخنیکي او مالي مرستو ته اړتیا لرو چې د طالبانو رژیم نسکور کړو او نوی نظام جوړ کړو.»

سادات له ډیلي میل سره په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې د طالبانو په بریا کې د اوباما او بایډن تګلارې مهمې وې او د امریکا اوسنی ولسمشر یې تورن کړ چې د افغانستان په اړه «سپکونکی او بې پروا» نظر لري.

اوباما په ۲۰۰۹ کال کې واک ته له رسیدو وروسته د طالبانو د ځپلو لپاره د عسکرو د زیاتولو او بیا په ۲۰۱۴ کال کې د عسکرو د ایستلو پلان اعلان کړ. په هغه پسې ټرمپ بیا له طالبانو سره په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د وتلو هوکړه وکړه او بایډن هغه عملي کړه.

سادات وویل، د امریکا چلند د دې لامل شوی چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې پر ځای له هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو ته انتظار وباسي.

د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو مخکینی قوماندان وايي، بایډن د خپلو جنرالانو هغه خبرداري له پامه غورځولي چې په افغانستان کې د پوځي شتون ساتل به د القاعدې او داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.

د سینټکام قوماندان جنرال فرانک مکینزي له بایډن وغوښتل چې لږ تر لږه ۲۵۰۰ سرتیري په افغانستان کې وساتي چې د افغان پوځ او حکومت د پرځیدو مخه ونیسي.

سادات وايي، اوس هغه ترهګرې ډلې چې امريکا يې له منځه وړل غوښتل، بيا وده کړې او د امريکا پر ګټو د بريد ګواښ ورځ په ورځ زياتېږي.

د افغانستان د پوځ مخکینی قوماندان هیله من دی چې د امریکا راتلونکې اداره به د طالبانو ضد ځواکونو ملاتړ وکړي.

سادات وويل: «د افغانانو له مقاومت ملاتړ وکړئ. موږ ستاسو سرتیرو ته اړتیا نه لرو، موږ په هیواد کې ستاسو نظامي شتون ته اړتیا نه لرو، موږ یوازې سیاسي ملاتړ او د ازادۍ لپاره زموږ د مبارزې په رسمیت پیژندلو ته اړتیا لرو.»

هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د امریکا هوکړې«ترهګرۍ عادي کړه» او له دې ډلې سره یې د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران لپاره د همکارۍ او جوړجاړي دروازه پرانیستله چې ګټه ترې واخلي.

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت ناورین رامنځته کړی. دغه سازمان پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي چې په افغانستان کې د سختو جرمونو مسوول دي، حساب وکتاب دې ورسره وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې فرشته عباسي لیکلي، چې «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې او نجونې د خپل ژوند په اړه تر ټولو بد خوبونه ویني.»

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ راپور ته اشاره کړې، په کوم کې چې وضعیت د «تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي، او د ښځو او نجونو د ایستلو بنسټیز سیسټم» په توګه تشریح شوی.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په دې درېیو کلونو کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو او رسنیو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

دغه راز طالبانو په خپلسري ډول ښځې د جامو د اغوستلو له امله نيولې او د دغې ډلې په امر يې لاريون کوونکي شکنجه کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی.

روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی د طالبانو د بندیزونو له امله له خنډ سره مخ شوی او د ښځو او نجونو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

د دغه سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره اړیکي لري، باید تل دا یادونه وکړي چې پر ښځو او نجونو او ټولو افغانانو ظلم د نړۍوالو قوانینو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سرغړونه ده.