• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مخکیني پوځ قوماندان: امریکا باید د طالبانو پر وړاندې د افغانانو مقاومت په رسمیت وپيژني

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د پوځ مخکینی قوماندان سمیع سادات له ټرمپ او هریس وغوښتل چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته دې د طالبانو په وړاندې د افغان ډلو له مقاومت سره مرسته وکړي. هغه وويل: «موږ ستاسو سرتېرو ته اړتيا نه لرو، زموږ سیاسي ملاتړ وکړئ.»

هغه زیاته کړه: «موږ اړتیا لرو چې تجهیزات واخلو، موږ تخنیکي او مالي مرستو ته اړتیا لرو چې د طالبانو رژیم نسکور کړو او نوی نظام جوړ کړو.»

سادات له ډیلي میل سره په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې د طالبانو په بریا کې د اوباما او بایډن تګلارې مهمې وې او د امریکا اوسنی ولسمشر یې تورن کړ چې د افغانستان په اړه «سپکونکی او بې پروا» نظر لري.

اوباما په ۲۰۰۹ کال کې واک ته له رسیدو وروسته د طالبانو د ځپلو لپاره د عسکرو د زیاتولو او بیا په ۲۰۱۴ کال کې د عسکرو د ایستلو پلان اعلان کړ. په هغه پسې ټرمپ بیا له طالبانو سره په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د وتلو هوکړه وکړه او بایډن هغه عملي کړه.

سادات وویل، د امریکا چلند د دې لامل شوی چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې پر ځای له هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو ته انتظار وباسي.

د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو مخکینی قوماندان وايي، بایډن د خپلو جنرالانو هغه خبرداري له پامه غورځولي چې په افغانستان کې د پوځي شتون ساتل به د القاعدې او داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.

د سینټکام قوماندان جنرال فرانک مکینزي له بایډن وغوښتل چې لږ تر لږه ۲۵۰۰ سرتیري په افغانستان کې وساتي چې د افغان پوځ او حکومت د پرځیدو مخه ونیسي.

سادات وايي، اوس هغه ترهګرې ډلې چې امريکا يې له منځه وړل غوښتل، بيا وده کړې او د امريکا پر ګټو د بريد ګواښ ورځ په ورځ زياتېږي.

د افغانستان د پوځ مخکینی قوماندان هیله من دی چې د امریکا راتلونکې اداره به د طالبانو ضد ځواکونو ملاتړ وکړي.

سادات وويل: «د افغانانو له مقاومت ملاتړ وکړئ. موږ ستاسو سرتیرو ته اړتیا نه لرو، موږ په هیواد کې ستاسو نظامي شتون ته اړتیا نه لرو، موږ یوازې سیاسي ملاتړ او د ازادۍ لپاره زموږ د مبارزې په رسمیت پیژندلو ته اړتیا لرو.»

هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د امریکا هوکړې«ترهګرۍ عادي کړه» او له دې ډلې سره یې د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران لپاره د همکارۍ او جوړجاړي دروازه پرانیستله چې ګټه ترې واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت ناورین رامنځته کړی. دغه سازمان پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي چې په افغانستان کې د سختو جرمونو مسوول دي، حساب وکتاب دې ورسره وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې فرشته عباسي لیکلي، چې «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې او نجونې د خپل ژوند په اړه تر ټولو بد خوبونه ویني.»

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ راپور ته اشاره کړې، په کوم کې چې وضعیت د «تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي، او د ښځو او نجونو د ایستلو بنسټیز سیسټم» په توګه تشریح شوی.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په دې درېیو کلونو کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو او رسنیو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

دغه راز طالبانو په خپلسري ډول ښځې د جامو د اغوستلو له امله نيولې او د دغې ډلې په امر يې لاريون کوونکي شکنجه کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی.

روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی د طالبانو د بندیزونو له امله له خنډ سره مخ شوی او د ښځو او نجونو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

د دغه سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره اړیکي لري، باید تل دا یادونه وکړي چې پر ښځو او نجونو او ټولو افغانانو ظلم د نړۍوالو قوانینو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سرغړونه ده.

بې دولته سفیر: کله چې خلک پوښتنه کوي، د چا استازیتوب کوې، زه ورته وایم د افغانستان د خلکو

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۴۶ GMT+۱

په برېتانيا کې د افغانستان سفير زلمي رسول له سنډې ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، کله چې له دوی وپوښتل شي، چې «تاسو د چا استازيتوب کوئ؟» ورته وایم: «زه د افغانستان د خلکو استازیتوب کوم.» هغه وویل؛ سفارت هڅه کوي، چې افغانانو ته کونسلي خدمات جاري وساتي.

په بريتانيا کې د پخواني حکومت سفير زلمي رسول په دې مرکه کې چې د يکشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) خپره شوه وويل: «زما لپاره دا سخته ده، چې رسمي بلنو ته لاړ شم، کله چې تاسو هېواد او دولت نه لرئ، تاسو به څه وواياست؟»

افغان سفير زياته کړه، چې ښايي د ډېپلوماسۍ په نړۍ کې داسې پېښه نه وي رامنځته شوې، چې يو سفير د يوه دولت استازيتوب ونه کړي.

هغه زیاته کړه معمولا کله چې یو هېواد یا رژیم په رسمیت ونه پېژندل شي، هلته باید یو جلا وطنه دولت وي؛ خو اوسمهال د افغانستان لپاره داسې څه نه شته.

ښاغلي رسول وویل: «موږ هڅه کوو، چې د افغانستان نوم او بیرغ لوړ وساتو او افغانانو ته قونسلګري خدمات وړاندې کړو.»

زلمی رسول د افغانستان یوازینی سفیر نه دی، چې په دیپلوماتیکو بې باورۍ کې دی؛ بلکې په اروپايي هېوادونو، کاناډا، جاپان او استراليا کي د لږ تر لږه ۱۹ نورو سفيرانو وضعيت همدغسي دی.

سنډي ټایمز لیکي، چې ډېرو حکومتونو د افغان سفیرانو نومونه د خپلو رسمي بلنو له لېست څخه ایستلي؛ خو زلمي رسول اوس هم په لندن کې ډېرو ډېپلوماتیکو غونډو ته بلل کېږي.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې او د سفیرانو په کچه یې د دې ډلې سیاسي استازي نه دي منلي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي استازی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب ته د دې ډلې وړاندیز شوی سفیر سهیل شاهین وايي، چې طالبان دا مهال په ۳۸ هېوادونو کې ډیپلوماټیک استازیتوب لري.

طالبانو ويلي د هغو ادارو خدمات، چې د دې ډلې له بهرنیو چارو وزارت سره همکاري نه کوي د اعتبار وړ نه دي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ویلي وو، چې د طالبانو دغه پرېکړه له هېواده بهر د افغان کډوالو او هېوادوالو ته لاسرسی ستونزمنوي.

افغان ډېپلوماتانو په ایران کې له افغان ځوان سره د ناوړه چلند د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نماینده ګیو د انسجام شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستیو ناوړه چلندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغې شورا په ایران کې له یوه افغان ځوان سره د ناوړه چلند په اړه د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نمایندګانو د انسجام شورا د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دې تنکي ځوان شکنجه یوه زړه بوږنونکې او غیر انساني پېښه وبلله.

افغان ډېپلوماتانو له افغان کډوالو سره چلند د اساسي بشري حقونو، اسلام او د ښه ګاونډيتوب له اصولو سره په ټکر کې بللى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په تېرو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې په ترڅ کې، موږ پر ایراني چارواکو غږ کوو، چې د دغې غمجنې پېښې په اړه هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي او په راتلونکي کې د داسې کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.» .

د افغانستان سیاسی نمایندګانو هم په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقو او هوساینې د ساتنې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د انسانی چلند وکړ.

په دې وروستیو کې داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې د دماوند ښار د ابسارد په کلي کې د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر د یوه افغان ځوان لاسونه او پښې نیولي او یو بل افسر یې پر غاړه زنګون وهي.

د افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ د دغه تنکي ځوان د شکنجې یوه ویډیو خپره کړه، چې د افغان او ایراني وګړو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

طالبان: د کابل د لوېدیځ په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د لومړنيو معلوماتو له مخې وايي، چې د کابل په دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خالد ځدران وايي، چې دا پېښه په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مسافر وړونکی بس څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د غزني قره باغ پخوانی قوماندان وايي، چې طالبانو یې ۱۵ کلن زوی نیولی او زنداني کړی دی

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱

په تېر جمهوري نظام کې د غزني د قره باغ ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو یې یو ۱۵ کلن زوی نیولی او زنداني کړی دی.

رمضان ځیرک وايي، چې د عبدالعزیز په نوم د هغه کوچنی زوی تېره چهارشنه له قره باغ ولسوالۍ څخه د طالبانو استخباراتو په رینجر کې وړی دی.

په تېر حکومت کې د غزني قره باغ ولسوالۍ قوماندان رمضان ځېرک افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوې ویډیو پېغام کې ویل، چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو د هغه ۱۵ کلن زوي زنداني کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم څو ځله بندي کړی او د قومي مشرانو په ضمانت راخوشې شوی دی.

دغه قوماندان همدراز وايي، چې طالبانو یې زوی په زندان کې سخت شکنجه کړی هم دی.

رمضان ځیرک زیاتوي، چې طالبانو یې زوی د دې لپاره نیولی چې د پلار وسلې او موټر ورته وښيي؛ خو دغه قوماندان وايي، چې له دوی سره هېڅ وسلې نه شته.

رمضان ځیرک وویل: « طالبانو په بند کې زما زوی ته ویلي، چې پلار دې باید راشي او تاسې د پلار موټر او وسلې مونږ ته وښيي.»

د پخواني نظام دا قوماندان چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره د دوی له وېرې له هېواد څخه وتلی وايي، چې د طالبانو عمومي عفوه جعلي ده او د دوی وسله وال عمومي بخښنه نه مني.

رمضان وايي؛ هغه یوازې د طالبانو پر ضد د خپلې دندې پر مهال سختې جګړې کړې دي او دغه ډلې تسلیم شوی نه دی، نو دوی اوس طالبان د هغه کوچنی زوي عبدالعزیز ځوروي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وویل، چې په ښه توګه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله له خوا اعلان شوې ټولبخښنه عملي شوې او په دې اړه هېڅ بېلګه نه شته چې له بخښنې وروسته د پخواني نظام کارکونکي نیولي شوي او یا هم وژل شوي وي.

په دې وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د تېر حکومت دولتي کارکوونکو د نیولو او د شکنجو راپورونه زیات شوي دي.

د افغانستان د ولایتي شوراګانو ټولنه هم نن په یوه اعلامیه کې وايي، چې د طالبانو د مشر د بخښنې له فرمان سره - سره هره ورځ په دغه هېواد کې پخواني پوځیان، دولتي کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان نیول کېږي، ربړول کېږي او ځیني یې په مرموزه توګه وژل کېږي.

یوناما هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې پخواني نظامیان وژل کېږي، بندیانېږي او شکنجه کېږي؛ خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.