• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلجیم بهرنیو چارو وزیره: د امربالمعروف له قانونه د طالبانو هدف له ټولنې د ښځو اېستل دي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۷ GMT+۱

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره حاجا لحبیب وايي، د امربالمعروف له قانون څخه د طالبانو هدف له ټولنې څخه د افغانستان د نیم نفوس اېستل دي. حاجا لحبیب د وږې میاشتې په درېیمه نېټه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «په افغانستان کې د ښځو دریځ باید پیاوړی شي.»

هغې همداراز ټینګار وکړ چې بلجیم به د مدني ټولنې او هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې له خپلو حقونو دفاع کوي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې تېره میاشت همپه خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، چې د طالبانو واک ته رسېدل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د سترې ماتې لامل شوی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو بشپړ بدن پټول جبري کړی او ویلي دي، چې «د ښځې غږ عورت دی»

دغه قانون د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امربالمعروف قانون؛ انجلینا جولي د طالبانو د حکومت «ډارن او ځپونکی» وباله

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۴۲ GMT+۱

مشهورې فلمي ستورې انجلینا جولي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون د توشیح په غبرګون کې دغه ډله « ډارنه او ځپلونکي» وبلله. انجلینا جولي پر خپل انسټاګرم لیکلې: «هغه سیسټم چې ښځو ته کتل، د ښځو غږ او د ښځو ځواک په کې جرم ګڼل کیږي، ډارن او ځپونکی دی.»

اغلې جولي له دې مخکې هم د طالبانو له‌خوا د ښځینه مدني فعالانو نیول او له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستلو ته غبرګون ښودلی و.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو بشپړ بدن پټول جبري کړی او ویلي دي، چې «د ښځې غږ عورت دی»

د دغه قانون له مخې ښځې اجازه نه لري، چې سندرې ووايي.

طالبانو ښځې ان د «قرائت» کولو څخه هم منع کړې دي.

د طالبانو د قانون له مخې، میرمنې اجازه نه لري چې « تنګې، نازکې او لنډې» جامې واغوندي او له «کافرو میرمنو » څخه باید مخ پټ کړي.

دغه قانون د بشري حقونو فعالانو او یو شمیر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو مشر وايي، جو بایډن طالبان زړور کړل چې د ښځو حقونه له منځه یوسي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستانه د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا وتلو طالبان زړور کړل چې د ښځو د حقونو په برخه کې د څو لسیزو پرمختګونه له منځه یوسي.

مایکل مک‌کال زیاته کړه چې په میلیونونو ښځې او نجونې چې د طالبانو تر ظلمونو لاندې دي باید هېرې نه شي.

مک کال وویل: «د ولسمشر بایډن او مرستیالې کمالا هریس له خوا له افغان میرمنو سره د مرستې په اړه د تشو ژمنو وروسته، د طالبانو رژیم یو ګام نور هم پر ښځو برید کړی او ان په عام محضر کې یې د ښځو د مخونو په ښودلو بندیز لګولی دی.»

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر وویل، له هغه وخته چې د بایډن ـ هریس ادارې افغانان خوشې کړل، «طالبان یې هڅولي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د لسیزو پرمختګونه له منځه یوسي.»

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې طالبان په رسمیت ونه پیژني او پر خپل دریځ ټینګ پاتې شي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي المنکر قانون له پراخ کورني او نړۍوال غبرګون سره مخ شوی.

د حبیبي ورور: طالبان محمود شاه حبیبي ته له کورنۍ سره د ټلیفوني خبرو اجازه هم نه ورکوي

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د مخکني حکومت د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي ورور وایي، چې له تېرو دوو کلنو راهیسي نوموړی په بې ګناه توګه د طالبانو په بند کې دی او په دې موده کې د حبیبي کورنۍ نه ده توانیدلې چې له هغه سره وګوري او یا ورسره په ټلیفون خبرې وکړي.

احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «طالبانو موږ ته د هغه د لیدو اجازه نه ده راکړې او نه یې هم د ټلیفون له لارې د خبرو اجازه راکړې ده.»

احمد شاه وایي، له ډېرو غوښتونو سربیره هم طالبانو د حبیبي د لیدو او ورسره د ټلیفوني خبرو په اړه غوښتنې نه دي منلي.

احمد شاه حبیبي زیاتوي: «تر کومه چې زه خپل ورور پیژنم هغه بې ګناه دی. که بیا هم طالبانو پر ده کوم تور لري، موږ ته دې ووایي. که هغه ان تورن هم وي دا یې حق دی چې له کورنۍ سره خبرې وکړي.»

د احمد شاه حبیبي په وینا، ښاغلی محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په لسمه، د خپل کور له مخې له خپل موټر چلونکي سره یوځای د طالبانو له خوا ونیول شو. په کوم شرکت کې چې حبیبي کار کاوه، ۲۹ نور کارکوونکې یې هم طالبانو ونیول. د ښاغلي حبیبي همکاران ځیني دوه ورځې، ځینې اونۍ او ځینې څلور میاشتې وروسته د ده د موټر چلونکي په ګډون خوشې شول، خو حبیبي دا دوه کاله کیږي چې د طالبانو په بند کې دی.

د محمود شاه حبیبي ورور وویل: «موږ له ډېرو طالب چارواکو سره لیدلي، استخباراتو کې مو طالب چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي. دوی موږ ته تایید کړې وه، چې حبیبي له دوی سره دی او موږ ته یې دا ډاډ هم راکړی وو، چې ډېر ژر به هغه خوشې کړي.»

خو طالبانو د حبيبي د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو یوه ویاند په دې وروستیو کې منلې، چې له امریکايي استازو سره یې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلی احمد شاه حبیبي وایي؛ دا چې محمود شاه حبیبي امریکایی پاسپورت لري، نو له امریکایي چارواکو سره هم دوی په اړیکه کې دي.

حبیبي وویل: «امریکایي چارواکو دا تایید کړې چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په بند کې دی او موږ ته یې ډاډ راکړي چې هڅه کوي چې هغه خوشې کړي. د دوی مذاکرات له طالبانو سره روان دي.»

خو د امریکا د څېړنو فدرالي اداره وايي، له دوو کلونو راهیسې د حبیبي د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

د مخکیني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي لس ورځې وروسته له هغه ونیول شو، چې د کابل په شیرپور سیمه کې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري ووژل شو.

ځینې سرچینې وايي، چې حبیبي د القاعدې د مشر د وژل په قضیه کې نیول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې منلې، چې درې امریکايي وګړي جورج ګلزمان، محمود شاه حبیبي او راین کاربېټ د طالبانو په بند کې دي.

په ننګرهار کې د امربالمعروف محتسبانو يو کس د ټيک ټاک د یوې ويډيو پر سر سخت وهلی

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو د لاکي ګل شينواري په نوم يو ټيک ټاکر تر هغه وروسته سخت وهلی، چې د ټيک ټاک په يوه ويډيو کې یو بل کس ته ښکنځل کوي. دغه کس د محکمې له امره پرته د طالبانو له خوا وهل ظلم يادوي.

د لاکي ګل شينواري په نوم دغه ټيک ټاک جوړونکي د شنبې په ورځ په يوه ويډيو کې خپل د بدن هغه داغونه او نښي ښکاره کوي، او وايي، چې د طالبانو له لوري سخت وهل شوی.

نوموړی وایي، چې په يوه ويډيو کې یو بل کس ته د ټوکو له مخي ښکنځل کوي او طالبانو د هغه ويډيو تر نشر وروسته سخت وهلی.

هغه په دغه ويډيو کې د طالبانو له لوري وهل غيري قانوني يادوي او زياتوي: «داسي وهل خو یو مسلمان نه کوي، د نظامي محکمې او چارواکو څخه هيله کوم، چې دغو کسانو ته لارښوونې وکړي.»

دغه ټيک ټاک جوړونکی وايي، چې په شينوارو ولسوالیو کې د طالبانو له لوري سخت ظلمونه روان دي.

«که دغسي ظلم شروع وي، د خدای لپاره موږ له افغانستانه وباسئ.»

په ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دغه کس د وهلو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په نوي توشیح شوي قانون کې پر رسنيو د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضح توګه د موسیقۍ خپرول او نورې سرګرمۍ هم منع شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰ مه) ويلي وو، چې په تېر کال کې یې تر ۱۳ زره ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي.

طالبانو په کابل کې یو کس د لواطت په تور په دُرو وهلی

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې په کابل کې يې یو کس د «لواطت په تور» ۳۵ دُرې وهلی دی. د محکمې د خبرپانې له مخي، په کابل کې د طالبانو مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدايه محکمې څلورم زون دغه کس د وهلو تر څنګ په دوه کاله تنفيذي بند هم محکوم کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د وږي ۳ مه) په يوې خبرپاڼه کې د تورن کس د هويت په اړه معلومات نه دي وړاندي شوي.

تر دې مخکې د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ ويلي وه، چې په خوست کې یې یو کس «مقدساتو ته د سپکاوي» په تور په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهلی.

د دې ترڅنګ طالبانو په کابل کې د چهار شنبې په ورځ یوه ښځه د «نامشروع جنسي اړيکو په تور» په ۳۵ دُرې وهلې او په دوه کاله بند یې محکومه کړې.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم بدني سزاوي بیا پيل شوي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا ډول سزاګاني د دفاع او عادلانه محاکمې حق ته د درناوي پرته تر سره کيږي، په پلي کولو سره یې انساني کرامت تر پښو لاندي او په ټولنه کې ويره رامنځ ته کوي.

د دوی په خبره، د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو له مخي دا ډول سزاګاني ظالمانه او ناانساني دي.