د ازادۍ جبهه وايي، چې په کابل کې یې د یو برید له امله شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې تېره شپه یې په کابل ښار کې پر طالبانو برید کړی او په ترڅ کې یې څلور تنه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې تېره شپه یې په کابل ښار کې پر طالبانو برید کړی او په ترڅ کې یې څلور تنه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید یې د دوشنبې په ماښام د (وږي په پنځمه) د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د «روسانو سړک» ته څېرمه د طالبانو پر یوې پوستې کړی او د طالبانو د استخباراتو یو چارواکی فضل الحق حقاني یې په نښه کړی دی.
په خبر پاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې تر دې مهاله د فضل الحق حقاني د برخلیک په اړه مالومات نه دي تر لاسه شوي.
د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې د طالبانو یو هایلکس موټر هم ویجاړ کړی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې بلې خپلواکې سرچېنې د دغه برید پخلی کړی او افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د دغه خبر تایید نه شي کولای؛ خو د افغانستان د ازادۍ جبهه ډېر ځله د دغسې بریدونو په اړه خبرپاڼې او ویډیو ګانې خپروي.

لاس انجلس ټایمز له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه نیوکو ته په اشارې لیکلي، هېڅ داسې وړاندوینه نه شته چې د دغې دردوونکې وتنې په اړه دې پلې شوې وي.
په دغې مقالې کې ټینګار شوی، امریکا سره له دې چې خپل ځواکونه یې له افغانستانه واېستل؛ خو په استخباراتي ډګر کې یې خپل نفوذ په خپل ځای ساتلی دی.
د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ټرمپ او ځینو نورو ډیپلوماټانو او پخوانیو پوځیانو، په تېرو درېیو کالو کې ډېر ځله له افغانستانه د هغه هېواد د ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې دي.
ټرمپ تل په ټاکنیزو غونډو کې له "افغانستانه شرموونکې وتنه" یاده کړې او هڅه یې کړې، چې د دغې وتنې له امله د بایډن او هرېس پر حکوکت نیوکې وکړي.
لاسانجلس ټایمز لیکلي، چې امریکا دمګړۍ د ۱۹۹۰ لسیزې پرتله نن سبا افغانستان ښه پېژني. په مقاله کې راغلي، په کابل کې د القاعده د مشر بریالۍ وژنه دا څرګندوي چې دغه هېواد په افغانستان کې په استخباراتي ډګر کې برلاسی دی، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې ډېری په دې باور وو، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به دغسې کړنې نورې هغه هېواد ته ناشونې وي.
دغې ورځپاڼې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لهخوا د بریدونو په مخنیوي کې د امریکا کړنو ته اشاره کوي او لیکي، چې په روسیه او ایران کې د داعش خراسان ډلې بریدونه او په اړه یې د امریکا کره خبرداریو دا وښوده چې امریکا په سیمه کې کره استخباراتي نفوذ لري.
خو له دې سره هممهاله دغو دواړو هېوادونو د امریکا خبرداریو ته پاملرنه و نه کړه.
په ایران کې داعش خراسان ډلې په یوې چاودنه کې ۸۴ کسه ووژل او په مسکو کې یې پر یو کنسرټ د څلورو بریدګرو پر مټ له ۱۴۰ کسانو زیات وژلي وو.
په مقاله کې دا رنګه راغلي، په افغانستان کې واک ته بیا د طالبانو له ستنېدو او دغلته د نورو جهادي ډلو د پراخه حضور سره، سره نورې ډلې خپلواکه نه دي او د طالبانو تر نظارت لاندې فعالیتونه کوي.
کتونکي په دې باور دي، طالبان هڅه کوي دغه ډلې داسې وساتي چې د هغوی واک له ګواښ سره مخامخ نه کړي.
لاسانجلس ټایمز د مقالې په پای کې لیکي، چې لا هم افغانستان یو خطرناک هېواد دی او د دغه هېواد خلک د ښه راتلونکې لپاره هیلهمن نه ښکاري؛ خو هغه وړاندوینې هم سمې نه دي راختلي، چې ویل کېدل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بېړنۍ وتنه به د امریکایانو په زیان تمامه شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل ویلي، د اروپايي ټولنې غړي د طالبانو د امر بالمعروف لهخوا د نوي قانون له امله حیران او اندېښمن دي. نوموړی وايي، اروپايي ټولنه د افغان ښځو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې نه شي زغملای.
نوموړي د اروپايي ټولنې په استازیتوب په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو نوی قانون له دغې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو او په رسمیت پېژندلو کې یو بل خنډ دی.
د طالبانو ویاند د امر بالمعروف او نهې عن المنکر پر قانون د نړۍوالو نیوکې د اسلامي شریعت سپکاوی او «ګستاخي» بللې.
بورل پر طالبانو غږ وکړ، چې «د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه سیستماتیکې او پراخې سرغړونې پای ته ورسوي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي ځورونې په توګه ګڼل کېږي او کېدای شي، د روم د اساسنامې له مخې د بشریت ضد جرم وګڼل شي.
اروپايي ټولنې د امربالمعروف په نوي قانون کې د پراخو واکونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د یاد قانون له مخې دغې ادارې ته نور اجراییوي واکونه ورکول کېږي.
اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړه لیک ته په اشارې سره ویلي، چې د اړیکو عادي کېدل او د طالبانو په رسمیت پېژندنه په دې شرط ده چې طالبان له افغانانو او نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر تېره ورځ په سرپل کې په یوه غونډه کې وویل، «امربالمعروف او نهې عن المنکر یو الهي حکم دی او سل په سلو کې یې پلي کوي.»
هغه د نړۍوالو نیوکو ته په اشارې سره وویل:« شریعت زموږ دی، ملت زموږ دی، اسلامي نظام زموږ دی، تاسو څوک یاست چې د شریعت په اړه پرېکړه وکړئ؟»
د نړۍ د اغېز ناکو هېوادونو له سختو څرګندونو سره، سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دغو هېوادونو د سفارتونو پر پرانېستلو ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو څار سازمان وایي، چې افغان مېرمنو ته له دې وروسته په عامه ځایونو کې د سندرو ویلو یا خبرو کولو له امله سزاوې ورکول کېدای شي.
دغه سازمان په اېکس پاڼه د یوې افغانې نجلۍ د شعر ویلو ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ښځو د غږ چوپول کرکجنه خبره ده.
دغه سازمان وایي، طالبان به اوس هغو افغان ښځو ته سزا ورکوي چې په عام محضر کې سندرې وايي او یا غږ یې له کوره بهر واورېدل شي.
دغه سازمان وړاندې کاږي، د نړۍوالو قوانینو له مخې افغانې مېرمنې د سندرو ویلو، زدهکړو، موسیقۍ غږولو، په ازاده توګه د ګرځېدو او د خپلې خوښې جامو د اغوستلو حق لري.
دغه قانون چې تېره اونۍ تصویب شو په کې راغلي، چې په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو پر تګ راتګ او په موټرو کې له نارینهو سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی.
دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران د کورنیو چارو نوي وزیر سکندر مومني د دوشنبې په ورځ وویل، چې د «پردیو وګړو» موضوع د ده د کار په لومړیتوبونو کې ده. مومني وویل، چې «نا قانونه خلک» باید د ۱۴۰۳ کال تر پایه له ایرانه ووځي.
د انتخاب ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان ویلي چې بې اسناده کډوال دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له ایرانه ووځي، وویل چې: «دغه یوه مهمه مسله ده او هغه به څارو.»
د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزي (د زمري په ۲۲مه) په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډ والو اېستل د دوی د چارو یوه برخه ده.
هغه دا رنګه په سرحدي سیمو کې له ایراني وګړو وغوښتل، چې د سرحدونو په ساتلو کې مرسته وکړي او دا یې هم ویلي و چې: «دغه ګام زموږ د خلکو غوښتنه ده او د امنیت په ټینګښت کې داسې څه باید ترسره شي.»
په دې وروستیو کې د ایران د امنیت عمومي قوماندان احمد رضا رادان هم پر دې موضوع ټینګار کړی او ویلی یې و، چې بې اسناده بهرنیان باید د ۱۴۰۳ کال تر پایه خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
د طالبانو د کډوالو وزارت (د زمري په ۲۱مه) ویلي و، چې په تېر یوه کال کې یو مېلیون او ۷۹۹ زره خلک له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو د پرلپسې بندیزونو د لګولو له امله اندېښنه څرګنده کړې.
دغه سفارت پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ یو ځل بیا په افغانستان کی د ښځو او نجونو پر وړاندی د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د پرله پسې محدودیتونو له امله ژوره اندېښنه څرګندوو.»
دغه سفارت وړاندې لیکلي، چې دوی به د نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ کی د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د زدهکړو، کارموندنې او د ګرځېدلو د ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو او نجونو غږ واوري.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې ویلي، چې د طالبانو "د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون" د انساني وجدان خلاف کړنه ده.
رزماري ډیکارلو په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه قانون تصویب به نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورتګ مخه ونیسي.
د دغه قانون له مخې، په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینهو سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی.
دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
