ایراني چارواکي: تېر کال له البرز ولایت څخه ۵۰ زره افغانان ایستل شوي دي

د ایران د البرز ولایت والي مجبتی عبداللهي د سې شنبې په ورځ وويل، چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې له دغه ولایت څخه څه باندې پنځوس زره هغه افغان کډوال، چې اسنادونه یې نه درلوده ایستل شوي دي. دغه ایرانی چارواکی زیاتوي، چې د کډوالو تنظیمول د دوی د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري.