• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشري حقونو ته د رسېدو او برابرۍ لپاره هڅې کوي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک یوې خبري غونډې ته وویل، دغه سازمان په افغانستان کې بشري حقونو ته د رسېدو او برابرۍ لپاره هڅې کوي. دوجاریک زیاته کړه، چې ملګري ملتونه به د طالبانو په ګډون په افغانستان کې له ټولو ښکېلو اړخونو سره جوړجاړي ته دوام ورکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پنجشنبې په ورځ د(وږي اتمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي «دښمنه» وبلله او ویې ویل، چې له یوناما سره به همکاري ونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي په دې وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په غبرګون کې ویلي و، چې دا د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه راکموي او په ټولنه کې د وېرې فضا رامنځته کوي.

سټيفن دوجاریک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو له خوا د همکارۍ نه کولو پرېکړه به په افغانستان کې د یوناما پر کارڅه اغېز وکړي، وویل: «موږ به د امنیت شورا له لارښوونې سره سم کار ته دوام ورکړو.»

هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې په بې پرې توګه، په ښه نیت او بشري حقونو او برابرۍ ته په ژمنتیا سره کار کوي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

د ایران په یزد کې ۳۱ سوداګریز مرکزونه د 'ناقانونه کډوالو د ګمارلو' له امله تړل شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۴۸ GMT+۱

په ایران کې د یزد روغتیایي مرکز د مسلکي او چاپیریال روغتیا څانګې مشر وویل، چې د خوراکي توکو د چمتو کولو او وېشلو مرکزونو په ګډون ۳۱ سوداګریزې اتحادیې د «ناقانونه کډوالو د ګمارلو» له امله وتړل شوې. تر دې مخکې ایران په سوداګریزو ځایونو کې د افغانانو پر ګومارلو بندیز لګولی و.

رسول تمدن وویل، چې د پولیسو په همکارۍ یې د ۱۰۰ شکمنو ځایونو ګډې پلټنې ترسره کړې دي.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې د یزد د روغتیا مرکز د کار او چاپېریال د روغتیا څانګې مشر وویل پر دغو سوداګریزو اتحادیو د مهر لګول د ایران د قضايي چارواکو په حکم ترسره شول.

رسول تمدن په یزد کې سوداګریزو اتحادیو ته لارښوونه وکړه چې د «بې اسنادو» بهرنیو کډوالو د ګمارلو څخه ډډه وکړي چې مرکزونه یې ونه تړل شي.

په ایران کې هغه کسان چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته ننوځي د «ناقانونه بهرنيو وګړو» په نوم یادیږي.

ډېری دغه کسان افغان کډوال دي چې د ایران بېلابېلو ولایتونو ته د کار لپاره ځي.

ورته مهال د ایران په یو شمېر ولایتونو کې د خوراکي توکو د تولید، وېش او خرڅلاو لپاره د سوداګرو په اتحادیو کې د افغانانو کار منعه شوی دی.

د افغان ښځو د حقونو فعاله: د افغان ښځو په اړه د کمالا هریس چوپتیا سیاسي ماتې ښيي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د ښځو د حقونو فعالې پروانه ابراهیم خېل په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغان ښځو په اړه د کمالا هریس چوپتیا یوه اخلاقي او سیاسي ماتې ده. هغې وویل چې د ولسمشرۍ د نوماندانو چوپتیا د میلیونونو هغو ښځو لپاره د پام وړ پیغامونه لري چې د «طالبانو د جنسیتي توپیر» لاندې ژوند کوي.

اغلې ابراهیم خېل د نیوزمیکس په یوه مقاله کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پراخو بندیزونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغان ښځو له کړاوونو سره سره امریکا له دغې ډلې سره د پام وړ مرستې کوي.

د ښځو د حقونو فعالې لیکلي چې د جو بایډن په اداره کې د کمالا هریس د رول له کبله هغه هم د دې وضعیت مسووله ده.

اغلې ابراهیم خیل ټینګار وکړ چې د مېرمن هریس شرمونکي چوپتیا د بشري حقونو نړۍوال خوندیتوب او له افغان ښځو سره پیوستون ته د هغې د ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې.

پروانه ابراهیم خېل یوه له هغو لسګونو مېرمنو څخه ده چې د طالبانو له خوا نیول شوې او د دغې ډلې په زندان کې شکنجه شوې ده. په دې مقاله کې يې د ښځو وضعيت او د طالبانو له خوا د هغوى نيولو ته اشاره کړې ده.

د ښځو د حقونو فعالې د طالبانو له خوا د افغان ښځو کړاوونو او محرومیتونو ته په اشارې سره لیکلي: «څنګه یوه نامتو مشره (هریس) دا ډول شکنجې او بې عدالتي له پامه غورځولی شي. د کمالا هریس په څیر د اغېز لرونکو شخصیتونو غفلت د لویې اخلاقي او سیاسي ماتې ښکارندویي کوي.»

اغلې ابراهیم خېل د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د افغان مېرمنو وضعیت ته پام وکړي او د افغان ښځو د ژغورنې له هڅو ملاتړ وکړي.

د امریکا لامبو لوبډلې افغان لوبغاړي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د سپینو زرو مدال وګاټه

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۱

عباس کریمي افغان لوبغاړی دی، چې دا مهال د امریکا د لامبو وهني لوبډلې غړی دی. نوموړي د جمعې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د لامبو وهلو په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

نوموړي په دوه دقیقو او ۱۸ ثانیو کې وخت کې ټاکلي هدف ته د دویم کس په توګه ځان ورساوه او د یادې سیالۍ د دویم مقام په ګټلو سره یې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

په دغې سیالۍ کې لومړۍ مقام چینايي لوبغاړي خپل کړ.

ښاغلي کریمي د امریکا لوبډلې د لوبغاړي په توګه د سیالیو په لومړي پړاو کې استرالیا، مکسیکو، برازیل او اسپانیې سره لوبه وړکړه او په لومړي پړاو کې یې لومړی مقام خپل کړ.

خو په وروستۍ سيالۍ کې د چين لوبډله چې د توکيو د اولمپيک لوبو ريکارډ يې مات کړی و، يو ځل بيا بريالی شو او نوی نړۍوال ريکارډ یې جوړ کړ.

عباس کریمي به د سپټمبر په پنځمه د ۵۰ متره ازادي سیالۍ او د سپټمبر په شپږمه د پاریس په پارالمپیک کې د ۵۰ متره بټر فلای لامبو وهلو په سیالیو کې برخه واخلي.

د امریکا سفارت شارژدافیره وايي، افغانې ښځې هره ورځ زړورتیا ښيي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ذکیه خدادادي ته د پاریس د المپیک په سیالیو کې د برونزو د مډال ګټلو مبارکي ورکړه. مېرمن ډېکر د جمعې په ورځ وویل، افغانې مېرمنې هره ورځ له خپل ځانه زړورتیا او وړتیا ښيي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې د جمعي په ورځ د وږي په نهمه په خپله اېکس پاڼه ولیکل: «د پارالمپیک څخه بل هیڅ لوړ او روښانه ځای نشته ذکیه خدادادي پر دغه مقام ګټونکي شوه او تاریخ جوړ شو.»

د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ذکیه خدادادي له لوري مډال ګټل د ډیرو کسانو له لوري وستایل شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالې کمیشنرۍ دا لاسته راوړنه «د ژوند د بدلون لپاره ورزش وړ او نه هیریدونکی ځواک » بللی او د بشري حقونو د څار سازمان دا بریا د افغان ښځو لپاره «تاریخي» بللې ده.

ذکیه خدادادي دا بریا په داسې وخت کې ترلاسه کړې چې طالبانو د ښځو پر ورزش کولو بندیز لګولی دی.

امریکا او متحده عربي اماراتو د افغان ښځو د ملاتړ په موخه ګډه خبرپاڼه خپره کړه

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لانا نسیبه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

دوی په یوه ګډه خبرپاڼه کې، د افغان ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره د ډله ییز ملاتړ او د ځانګړو سرچینو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (وږي نهمه) دغه ګډه خبرپاڼه خپره کړه.

په دغې خبرپاڼه کې متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه د یوه باثباته او له اقتصادي پلوه د باثباته افغانستان لپاره تر ټولو مهم ده.

د دواړو هېوادونو چارواکو د افغان میرمنو او ماشومانو د ژوند د ښه والي، په ځانګړې توګه د پوهنې، روغتیايي خدمتونو، د ژوند چارو او د سوداګرۍ د فرصتونو د ملاتړ په اړه خپل ملاتړ څرګند کړ.

همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو د افغانستان له خلکو سره د پراختیایي پروژو او د افغانستان د بیارغونې له لارې د بشري مرستو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

دغه هېوادونه په داسې حال کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د یوه قانون په وړاندې کولو سره د ښځو پر ژوند نوي بندیزونه لګولي دي.

د ځینو هېوادونو چارواکو او د بشري حقونو ډلو پر دغه قانون نیوکې کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې دغه قانون لغوه کړي.