د طالبانو د روغتیا وزیر د روغتیا له نړۍوال سازمانه د بېړنیو او دوامداره مرستو غوښتنه وکړه

د طالبانو د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا له نړۍوال سازمانه غوښتي، چې له افغانستان سره دې بېړنۍ او دوامداره مرسته وکړي.

د طالبانو د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا له نړۍوال سازمانه غوښتي، چې له افغانستان سره دې بېړنۍ او دوامداره مرسته وکړي.
نور جلال جلالي دغه غوښتنه په هغې ویډیویي ناسته کې کړې، چې د دغه بنسټ د سیمهییزو چارو مشرې مېرمن حنان بلخي او د افغانستان لپاره د دغه سازمان د مشر ایدوین سینیزا سلاودر په کې برخه لرله.
د طالبانو د عامې روغتیا له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۲مه) خپره شوې نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د هغه سازمان بېړنۍ او دوامداره مرسته غوښتې او هغه یې د افغانستان د خلکو لپاره اړینه بللې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مېرمن بلخي هم د افغانستان سره د یاد سازمان د مرستو ژمنه تازه کړې ده.
مېرمن بلخي د طالبانو د روغتیا وزیر ته ویلي، چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم لپاره باید هڅې ګړندۍ شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان تېرکال د زمري په میاشت کې ویلي و، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د بودجې له کموالي له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
تېره اوونۍ د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې مېرمنې د بودجې د کمي له امله له نورو زیاتې کړیږي.
دغه پروکرام ویلي و، چې په دغه هېواد کې له یو مېلیون څخه زیاتې میندې او ماشومان د بودجې د کموالي له امله د خوړو له مرستو بې برخې شوې دي.
د روغتیا د نړیۍوال سازمان د هغه راپور له مخې چې د غبرګولي په میاشت کې خپور شو، ویل شوي چې هره ورځ په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان له هغو ناروغیو خپل ژوند بایلي چې د درملنې او وقایې وړ دي.

د شنبههای ارغواني غورځنګ د زندانونو په چارو کې د طالبانو د تنظیم ادارې چارواکو د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د ښځینه بندیانو دغه شمېره ناسمه ده.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا مهال د طالبانو په زندانونو کې تر ۲۰۰۰ ډېرې ښځې بندیانې دي، چې له غیر انساني چلند سره مخامخې او له بنسټیزو حقونو بې برخې دي.
خو د زندانونو په چارو کې د طالبانو د تنظیم ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۱مه) ملت ته د راپور ورکولو پر مهال ویلي و، چې له دوی سره په زندانونو کې شاوخوا ۱۱زره بندیان دي چې له دغې ډلې زر تنه یې ښځې او ۹۰۰ یې ماشومان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښځینه بندیانو د ناسمې شمېرې خپرول په اصل کې د طالبانو لهخوا د دوی د ظلمونو د پټولو یوه هڅه ده.
د دغه غورځنګ په خبره، دغه مېرمنې په خپلسرې توګه نیول کېږي او له قانوني پړاوونو پرته د اوږدې مودې لپاره په زندانونو کې ساتل کېږي چې ډېری یې د اعتراض په کولو او د طالبانو د خوښې جامو د نه اغوستلو له امله بندیانېږي.
دغه غورځنګ یو وار بیا له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان د خپلو ترسره کړو کړنو له امله ځواب ورکونې ته اړ کړي.
دوی وایي، باید د دغو ښځو پر کړاوونو سترګې پټې نه شي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، د طالبانو لهخوا د زنداني شویو ښځو شمېر او د جنسي تاوتریخوالي مخ په زیاتېدونکي پېښې له ښځو سره د طالبانو د ظالمانه چلند څرګندې نښې نښانې دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، نړۍواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي چې د بشري حقونو پر وړاندې د سرغړونو مخه ونیسي.
له بل پلوه د افغانستان د ښځو او عدالت ټولنې په یوې تازه څېړنه کې راغلي، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د غړو د جنسي تېري پېښې ۳۵سلنه زیاتې شوې دي.

فرانسوي ورځپاڼې لِ پاریزین د شنبې په ورځ (د وږي ۱۰ مه) خبر ورکړی، چې د پاريس په ۱۸ مه سیمه کې د «افغان کډوالو د يوې ډلې په خپل منځي شخړه» کې ۷ کسان ټپيان شوي دي.
فيګارو ورځپاڼي هم د پوليس چارواکو له قوله ليکلي، چې د دې شخړې په تړاو شپږه کسه نيول شوي، چې له دوو سره يې چاقوګان هم وو.
فرانسوي رسنیو ویلي، چې دغه نښته د شنبې په ورځ د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د پاريس په مارکس دورموا (لاشفيل) کې شوې ده.
دغو رسنیو د ټپیانو د شمېر په اړه بېلابېل ارقام خپاره کړي دي.
لِ پاریزین ورځپاڼې د پاریس د اتلسمې سېمې د مرستیال ښاروال کیوین هاو له قوله ویلي، چې په شخړه کې اوه تنه ټپیان شوي دي.
لِ پاریزین د پولیسو د یوې سرچینې په حواله لیکلي، چې درې تنه د چاقو په وسیله ټپيان شوي دي.
دغې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یو کس «په سینه کې د سخت ګذار» له امله سخت ټپي شوی دی.
فیګارو ورځپاڼې بیا د پاریس د څارنوالۍ له خولې لیکلي، چې په دې شخړه کې ټولټال درې تنه ټپیان شوي، چې په لومړيو کې يې حالت نازک؛ خو روغتون ته له لېږدولو وروسته روغ شوي.
د دغې پېښې انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي، چې یو شمېر کسان په یو سړک سره شخړه کوي.
په انځورونو کې لیدل کېږي، چې د دغه کسانو په لاسونو کې لرګي دي او يو پر بل وارونه کوي.
فېګارو ورځپاڼې د ويډيو له مخي د دغو کسانو شمېر څه باندې ۴۰ تنه ليکلی دی.
فرانسوي رسنیو لیکلي، چې پولیسو د شنبې په ورځ د پېښې ځای کلابند کړی او پر سړک د موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
پوليس چارواکو ويلي دي، چې د دغې نښتې په تړاو شپږ تنه نيول شوي دي.
د پولیسو په وینا له دوی سره دوه چاقوګان هم نیول شوي.
لِ پاریزین ورځپاڼې لیکلي شخړه په هغه سړک شوې، چې افغان کډوال په کې په «قاچاقي ډول سګریټ» پلوري.
دې ورځپاڼې په دې سیمه کې د افغانانو له خوا د سګرټو د پېر او پلور بازار ډېر رقابتي بللی او لیکلي، چې کله کله په دې سیمه کې د پلورونکو ترمنځ شخړې په تاوتریخوالي بدلېږي.
د پاريس ښاروال په سېمه کې د افغان کډوالو له خوا په «قاچاقي ډول د سګريټو د پلورلو» پر سر تاوتريخوالۍ بې سارۍ بللی.
د پاریس د څارنوالۍ دفتر ویلي دي، چې دغه کسان د «ډله ییز وسله وال تاوتریخوالي» په تور نیول شوي او دوسیه يې تر څېړنې لاندي دي.

د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ او چمن تر منځ د دروازې تړل کېدو وروسته دغلته کاروبار کمزوری شوی او سوداګرو ته زیان اوښتی. څو مياشتي کيږي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې تړل شوې ده.
د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ يو شمېر سوداګرو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وويل، چې پر دې لار مخکی زرګونو کسانو تګ راتګ کاوه او کاروبار یې ښه وو، خو اوس د لارې په بندېدو سه کاروبار درېدلی دی.
د همدې ولسوالۍ د سوداګرۍ خوني مشر محمد شفيق اڅکزي رسنيو ته ويلي، چې د دروازې له بنديدو وروسته د دواړو خوا سوداګر هره ورځ د لکونو افغانیو زيان کوي.
نوموړي دا ونه ويل، چې د دې لارې په بندېدو سره سوداګرو ته څومره زيان اوښتی.
د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکو د د غې لارې بندېدل د دواړو خواو د خلګو په زيان بولي او زياتوي، چې دغه کار د خلګو پر ژوند منفي تاثير کړی.
عتيق الله چې د ولسوالۍ په بازار کي د خوراکي توکو هټۍ لري وايي: «د دروازې په تړلو زموږ کاروبار کم شوی، بېکاري زیاته شوې او خلګ اوس د يوې مړې ډوډۍ په پيدا کولو سرګردانه دي.»
د بولدک او چمن ترمنځ د لارې په بندېدو باغ لرونکي او د مېوې سوداګر هم اندېښمن دي.
دوی وايي، چې د حاصلاتو لويه برخه یې پاکستان ته وړل کېده، خو اوس لاره بنده شوې او دوی له لوی زیان سره مخامخ دي.
باغ لرونکي او سوداګر له طالبانو غواړي، چې د مېوې او ترکارۍ د صادراتو لپاره دې ورته بديلې لارې ورته پيدا کړي.
دوه ورځي وړاندي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې یو ځل بیا لاریون پیل شو، چې د چمن ښار اوسېدونکو او د ځايي سیاسي ګوندونو سلګونو غړو په کې برخه اخیستې ده.
د دغې سیمې له خلکو سره ځايي حکومت ژمنه کړې وه، چې غوښتنې به یې منل کیږي خو وروسته بیا له خپلې ژمنې په شا شو.
لاریونوال وایي، چې د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې یې لاریون پیل کړی، چې غواړي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې ترسره شي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو په خوست کې د سرو خولیو پر سر کولو بندیز لګولی دی. له سیمې په رالیږل شوو انځورنو کې ښکاري، چې طالبانو د خوست په مرکز کې له ځوانانو سرې خولۍ راټولي او په یو رنجر کې یې بار کړي دي.
په خوست کې ځینو ځوانانو نن یکشنبه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې طالبانو د خوست په ښار کې له دوکانونو او ځوانانو سرې خولۍ راټولې کړي دي.
دوی زیاتوي، چې د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ پولیسو د سرو خولیو پلورونکو او هغه ځوانانو ته چې دغه خولۍ پر سر وې خبرداری ورکړی چې له دې وروسته دې د سرو خولیو پلور او پر سر کولو څخه ډډه وکړي.
په خوست کې ځیني فعال ځوانان وايي، چې دوی په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ضد سیاستونو ملاتړ کوي او دغه خولۍ د خپل ملاتړ د سمبول په توګه کارکوي، نو ځکه طالبانو د دوی مخنوی کوي.
له خوست څخه راپورونه وايي، چې د دې ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس شبیر احمد عثماني چې د سراج الدین حقاني له نژدې کسانو څخه دی؛ یو شمېر ځوانان په دې کواښلي، چې څو ورځې وړاندې یې په دغه ولایت کې د ټن غر مشاعره جوړه کړې وه او د پاکستان پرضد د شعرونو د ویلو ترڅنګ د دغه مشاعرې کډونوالو ډیری سرې خولۍ پر سر کړې وې.

خوستي ځوانان همدراز زیاتوي، چې دوی د دې لپاره هم کواښل کیږي چې د ټن غر مشاعره کې ځینو شاعرانو د پښتون ژغورنې غورڅنګ د وژل شوي مخکښ غړي ګېلهمن وزیر شعرونه زمزمه کړي وو.
په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني پر خواله رسنۍ اېکس د دغې ډلې د یو پلوي په ځواب کې لیکلي: « نن مې هم راغوښتي، سبا هم ادامه لري او که سبا ریاست ته راځئ نو خوشحالوونکي جریانات به ووېنئ»

د خوست ځیني فعال ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د شبیر احمد عثماني له خوا یې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په دفتر کې سخته بې عزتي شوې ده او د سرو خولیو پر سرکولو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له امله پر مرګ ګواښل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورڅنګ یو مخکښ کړی حنیف پښتین په خوست کې له ځوانانو سره شوي چلند په اړه لیکلي « په افغانستان کې ځوانان هره ورځ په يو او بل نوم ځورول کيږي او هلته پر ولسونو د ژوند کولو ټولې لارې چارې سختې شوي، خلک له داسې کړنو نور په تنګ راغلي او دې ته اړ شوي، چې د نظام په وړاندې بغاوت شروع کړي»
سرې خولۍ له هغه وروسته ډېرې مشهورې شوي، چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خپل حرکت په پیل کې په سر کړې وه.
دغه خولۍ د منظور پښتین په یو سمبول بدله شوه او اوس نه یوازې په پښتونخوا کې بلکې د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې پښتانه هغه د خپل ملاتړ څرګندولو په موخه کاروي.

په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې اداره وایي، چې د وحشي ژوو او نایابه مرغانو د ښکار او قاچاق په تړاو يې په بېلابيلو سېمو کې ۴۰ کسان نيولي دي. دغه ادارې ويلي، چې ۳۶ کسان تر تعهد وروسته خوشي شوی او ۴ تنه عدلي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې ادارې ویاند محمد رحيم بشر دوست د یکشنبې په ورځ سيمه ييزو رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو امنيتي ادارو دغه کسان په ارغنداب، دامان، ډنډ، میوند او شاولي کوټ ولسواليو کې د مرغانو د ښکار، قاچاق او د ځنګي بوټو د پرېکولو پر مهال نيولي دي.
طالبانو ټولو خلګو ته خبردارۍ ورکړی، چې د ښکار کولو څخه ډډه وکړي که نه د قانوني چلند سره به مخ شي.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخي، طالبانو په ټول هېواد کې د وحشي حيواناتو او نایابه مرغانو ۱۴۵ ډولونه ثبت کړي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا د ۱۱۴ ګنې فرمان له مخي، په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار او قاچاق بنديز لګول شوی.
واک ته د طالبانو په رسېدو سره که څه هم دغه ډله د مرغانو او حيواناتو د ښکار د مخنیوي په برخه کې د پر وخت اقداماتو خبر ورکوي؛ خو لا هم په ډېرو سېمو کې د مرغانو د ښکار کولو مخه نه ده نيول شوې.
څه موده مخکي ځني راپورونه خپاره شوي وو، چې شاوخوا ۷۰ تنه عربان د ګران بیه موټرو او پر مختللو وسایلو سره د کندهار، هلمند او فراه په ولایتونو کې د نادره مرغانو ښکار کوي.
هغه مهال د سیمې اوسیدونکو ويلي وو، چې یاد کسان د قطر اوسېدونکي دي او هغه وخت په ښار کې لیدل شوي وو، چې خوراکي او نور د اړتیا وړ توکو د اخیستو له پاره د دغو ولایتونو ښارونو ته تللي وو.
